• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د داعش د غړیتوب په تور ۹ تنه اعدام کړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د ایران د قضايه ځواک د رسنیو مرکز اعلان وکړ چې د داعـ.ـش نهه تنه غړي، چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې غوښتل ترهګریز او تخریبي عملیات ترسره کړي، د عالي محکمو له تایید وروسته اعدام شول.

د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر اوومه نېټه د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قوماندان سردار محمد پاکپور اعلان کړی و، چې د هېواد په لویدیزه سیمه کې د داعش یو ترهګریز ټیم له منځه وړل شوی.

د هغه په وینا، داعش غوښتل خپل کسان ایران ته واستوي او د دغه هېواد په سرحدي او مرکزي ښارونو کې پر خلکو بریدونه وکړي.

ایرنا اژانس وايي، د دغو کسانو دوسیه د محاربې، وسله وال بغاوت او د جنګي وسلو د ساتلو له امله د تهران عمومي او انقلابي څارنوالۍ ته لېږل شوې وه چې په پای کې ددوی د اعدام حکم د ایران د سترې محکمې له تایید وروسته پلی شو او نهه واړه اعدام شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د روسیې دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو د اوکراین ۱۰۲ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د روسیې دفاع وزارت وایي، چې د هوایي دفاع سیسټمونو یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه وزارت زیاته کړې، چې له دغه الوتکو څخه ۴۶په بریانسک سیمه کې، ۲۰یې په بلګورډ کې، ۹ یې په ورونیز او کریمیا کې، ۴یې په کالوګا او تاتارستان کې، ۳ یې په مسکو کې، ۲ یې په لېننګراد او یوه یې په سمولېنسک سیمه کې په نښه شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د کالوګا سیمې والي ولادیسلاو شپشا رسنیو ته ویلي، چې یوازې د دغې سیمې په اسمان کې څلور اوکراینۍ الوتکې وېشتل شوې او تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اوکراین حکومتي چارواکو تر اوسه د روسیې د دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د اتریش په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۹ تنه وژل شوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د اتریش په ګراڅ ښار کې په یوه ښوونځي کې د ډزو پېښه شوې چې له امله یې اته کسان وژل شوي دي. دا مهال پولیسو پراخ عملیات پیل کړي دي. د اتریش دولتي راډیو تلویزیون (ORF) او ورځپاڼې "کرونن څایتونګ" خبر ورکړی چې دا پېښه د اموکلاوف په نوم بریدګر له خوا شوې.

رویټرز د وژل شویو کسانو اته تنه ښودلی.

پولیس وايي، دوی ته وروسته له هغه خبر ورکړل شو چې د ښوونځي ودانۍ کې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د پېښې له ځایه ټول کسان ایستل شوي او یوه خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

پولیسو زیاته کړې چې اوس د نورو ګواښونو احتمال نه شته.

پېښه تر اوسه په رسمي ډول بشپړه نه ده تشریح شوې او امنیتي چارواکي لا هم د پېښې د علت او بریدګر د هویت په اړه څېړنې کوي.

امریکا د هارورډ پوهنتون زده‌کړیالانو لپاره د ویزو د ورکړې لړۍ بیا پیل کړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۱

له هغه وروسته چې د امریکا یوه قاضي د ډونالډ ټرمپ له‌خوا د هارورډ پوهنتون د بهرنیو زده‌کړیالانو لپاره د ویزو بندولو پرېکړه وځنډوله، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د ویزو د ورکړې لړۍ یو وار بیا پیل کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه هېواد ډیپلوماتیکو ماموریتونو ته امر کړی، چې د هارورډ پوهنتون زده‌کړیالانو ته دې د ویزو د ورکړې لړۍ بیا له سره پیل کړي.

په راپور کې راغلي، دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې تېره اونۍ په بوسټن ښار کې یوه فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې بهرني زده‌کړیالان پوهنتون ته د ننوتلو منع شوي وو، د لنډمهال لپاره وځنډاوه.

ټرمپ د ملي امنیت اندېښنو له امله په هارورډ پوهنتون کې د نړۍوالو زده‌کړیالانو پر زده‌کړو بندیز لګولی و.

د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد لاریونونه ډالاس او اسټین ښارونو ته وغځېدل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۱

د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالۍ سیاستونو سختولو وروسته، لاریونونه د ټېکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم وغځېدل.

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ د دوشنبې په ماښام (د غبرګولي ۱۹مه) لسګونه خلک په ډالاس کې د «مارګارېټ هانټ هېل» پل ته څېرمه سره راټول شوي وو او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکي اقداماتو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دارنګه په اسټین ښار کې هم سلګونه لاریون کوونکي سړکونو ته راوتي وو او په لاس انجلس کې یې له لاریونوالو سره د پیوستون اعلان وکړ.

دغو لاریونوالو د ټرمپ ادارې له‌خوا د ناقانونه کډوالو په وړاندې د ځپلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

که څه هم په ډالاس او اسټین کې لاریونونه سوله‌ییز بلل شوي؛ خو په نورو ښارونو کې بیا دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.

ټرمپ د غزې او ایران په اړه د خپل بهرني سیاست لوړپوړي ټیم سره ستراتیژیکه ناسته کړې ده

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو لوړپوړي ټیم سره د ایران اټومي ناورین او د غزې جګړې لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په اړه په ډیویډ پوځي کمپ کې یوه ستراتېژیکه ناسته کړې ده.

اکسیوس خبري وېب پاڼې د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ هغه هڅې چې له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر یوې هوکړې ته رسېدل و؛ ترڅو له دغه هېواد سره د جګړې مخه ونیسي او همدارنګه په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تړون چې کولای شي د غزې په تړانګه کې جګړه پای ته ورسوي؛ په دې وروستیو ورځو کې له خنډونو سره مخ شوي دي.

اکسیوس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله ویلي، چې ولسمشر ټرمپ دواړه ناورینونه له یو بل سره تړلي او په سیمه کې د پراخ جیوپولیتیک واقعیت یوه برخه ګڼي او هغه هڅه کوي چې په مناسب ډول یې اداره کړي.

د اکسیوس په وینا؛ په ناسته کې ټرمپ، د هغه مرستیال جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، سټیو ویټیکر، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی، د دفاع وزیر پېټ هیګسیټ، د ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشرې سوزي وایلز، د سي ای اې رییس جان راټکلیف او د ملي استخباراتو رییس تولسي ګابارډ او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.