• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د مالي کال بودیجه کې د لوړو زده کړو او روغتیا لپاره د ۵۳ میلیارد روپیو وړاندیز کړی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د مالیې وزیر د ملي اسمبلۍ غونډې ته د روان مالي کال د بودیجې د تشریح پر مهال وویل، د لوړو زده کړو لپاره یې ۳۹.۵ میلیارده او د روغتیا لپاره یې ۱۴.۳ میلیارده روپۍ وړاندیز کړې دي. محمد اورنګزېب زياته کړې، د نورو فدرالي ادارو ټولټال بودیجه ۱۷.۵۷۳ میلیارده روپۍ دي.

د پاکستان د ماليې وزير محمد اورنګزېب د ملي اسمبلۍ غونډې ته د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) ویلي، چې د سږ کال په مالي بودیجه کې د وروسته پاته سيمو د ښوونځیو او لوړو زده کړو د مرکزونو جوړېدو ته هم پاملرنه کوي.

د هغه په خبره، د لومړي وزير شهباز شریف په لارښوونه به په وروسته پاته سیمو کې «دانش په نوم ۱۱ ښوونځي» جوړ شي، چې درې په ازاد کشمير، درې په ګلګت بلتستان، څلور په بلوچستان او یو به هم په اسلام اباد کې وي.

هغه زیاته کړې، چې د دې ښوونځيو د جوړېدو لپاره به اړوندو ادارو ته ۹.۸ میلیاره روپۍ ورکړل شي.

نوموړي ویلي: «د لوړو زده کړو کمېسیون ته به ۳۹.۵ میلیارده روپۍ ورکړل شي، چې دا به د ۱۷۰ روانو پروژو په بشپړولو کې مرسته وکړي.»

د نوموړي په خبره: «د ساینس او ​​ټېکنالوژۍ په برخه کې د ۳۱ روانو پروژو لپاره ۴.۸ ميلیارد روپۍ ځانګړې شوې دي.»

د ماليې وزير د مالي کال د بوديجې د تشريح پر مهال دغه راز ویلي، چې د روغتيا په برخه کې د ۲۱ پروژو لپاره ۱۴.۳ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي.

د هغه په خبره، په اسلام اباد کې د جناح طبي کمپلیکس او څېړنيز مرکز لپاره ۴ میلیارده او د سرطان د درملنې روغتون لپاره ۱.۷ میلیارده بېلې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستان خپله دفاعي بودجه ۲۰ سلنه زیاتوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱

پاکستان به نن د راتلونکي مالي کال لپاره خپله کلنۍ فدرالي بودجه اعلان کړي. تمه کیږي چې عمومي لګښتونه کم او دفاعي بودجه شاوخوا ۲۰ سلنه لوړه شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان حکومت به شاوخوا ۱۷.۶ ټریلیون پاکستانۍ روپۍ (۶۲.۴۵ میلیارد ډالر) بودجه وړاندې کړي، چې دا د روان مالي کال په پرتله ۶.۷ سلنه کمه ده.

اټکل کیږي چې د بودجې تمرکز به پر دفاعي لګښتونو وي، چې دا زیاتوالی به د پراختیایي پروژو د بودجې په کمولو سره جبران شي.

په روان مالي کال کې پاکستان د دفاع لپاره ۲.۱ ټریلیون روپۍ ځانګړې کړې وې، په داسې حال کې چې د تقاعد شویو پوځیانو لپاره اضافي ۵۶۳ میلیارده روپۍ بېلې شوې وې. تمه ده چې دا شمېرې د راتلونکي کال لپاره نږدې ۲۰سلنه لوړې شي.

په همدې حال کې، د هند حکومت هم خپل دفاعي لګښتونه ۷۸.۷ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي، چې دا د تېرو کلونو پرتله نږدې ۹.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

د شهباز شریف حکومت د راتلونکي کال لپاره ۴.۲ سلنه اقتصادي وده هدف ګرځولی.

د نړیوال وجهي صندوق (ای‌ام‌ایف) سره د ۷ میلیارده ډالرو د مالي مرستې د تړون دوام لپاره، پاکستان اړ دی چې خپل مالیاتي بنسټ پراخ کړي.

په ۲۰۲۴ کې یوازې ۱.۳ سلنه نفوس عایداتي مالیه ورکړې ده.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، «دا ځل موږ ډېر روښانه یو چې دا اقتصادي فرصت باید له لاسه ورنه کړو. موږ هڅه کوو د ثبات دې مسیر ته دوام ورکړو.»

د پاکستان نوی مالي پلان داسې ښکاري چې د امنیت، نړیوالو ژمنو او داخلي اقتصادي ستونزو ترمنځ یو نازک توازن وساتي.

بلاول بوټو: افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزاتو د پاکستان امنیت لپاره ستونزه جوړه کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۰ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې په افغانستان کې پاتې امریکايي تجهیزات د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې ده.

د ای اېن اې خبري وېب‌پاڼې د راپور له مخې؛ بلاول بوټو زرداري چې په دې وروستیو کې یې امریکا ته سفر کړی، وايي ټاکل شوې ده له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې وکړي.

بلاول بوټو د دغه سفر په لړ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو او په دغه هېواد کې د پاتې پوځي تجهیزاتو شته‌والی د پاکستان لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

هغه زیاته کړه:« موږ به د ترهګرۍ، افغانستان او نورو مسلو په اړه بحث وکړو."دغو مسلو په تېرو لسیزو کې زموږ په اړیکو خورا اغېزه کړې ده. په هغه طریقه چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او هغه وسلې چې ترې پاتې شوې، نن ورځ زموږ لپاره ستونزې جوړې کړې دي او په پاکستان یې منفي اغېز کړی دی.»

د پاکستان د خلکو ګوند مشر د ترهګرۍ ګواښونو سره د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې او نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د امریکایي چارواکو سره راتلونکې خبرې اترې به په دې برخه کې ډېرې اغېزمنې وي.

بلاول بوټو زرداري وویل:« موږ د کابل له سقوط وروسته د وضعیت او پاتې ګواښونو سره د مقابلې لپاره لا زیاتو سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لرو. له همدې امله، موږ د هر اړخیزه خبرو اترو غوښتنه کوو، چې د ترهګرۍ مسله هم پکې شامله وي. موږ د امریکا سره د ترهګرۍ ضد خبرې اترې لرو، چې زه فکر کوم ډېرې ګټورې به وي.»

طالبانو تر اوسه د بلاول بوټو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د دغې ډلې چارواکو تر دې وړاندې له پاکستانه غوښتي و، له هغو ادعاوو څخه ډډه وکړي چې دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسوي.

د پاکستان د خلکو ګوند د مشر دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د څو میاشتو ترینګلو اړیکو وروسته، طالبان او اسلام اباد په دې وروستیو کې د خپلو ډیپلوماټیکو ماموریتونو کچه د شارژدافیر څخه سفیر ته لوړه کړې ده.

اقتصادي سروې: په تېر یوه کال کې له یو ملیون ډیر پاکستانیان د کار لپاره بهر ته تللي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د پاکستان اقتصادي سروې له مخې له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې له یو ملیون څخه زیات پاکستانیان په بهر کې د کارموندنې لپاره له خپل هیواده وتلي دی. د سروې پر بنسټ، د پاکستان د نورو ایالتونو پر پرتله پنجاب ایالت په پام وړ توپیر سره مخکښ دی.

د پاکستان د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې ، چې دا اقتصادي سروې یې خپره کړې ده، له پنجاب ایالت څخه ټولټال ۴۰۴ زره او ۳۴۵ کسان د کار لپاره بهر ته تللي دي.

همدراز سروې کې راغلي چې له خیبر پښتونخوا څخه ۱۸۷ زره کسان د کار لپاره بهر هېوادونو ته تللي دي او همدارنګه له سند نه ۶ زره ۴۲۴ کسان د کار لپاره بهر ته لاړ دي.

په سروې کې راغلي چې پاتې نور د پاکستان له نورو ایالتونو څخه بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره تللي دي.

دا اقتصادي سروې د پاکستان حکومت ترسره کړې ده.

په پاکستان کې یوې ښځې د دویم واده لپاره خپل اته کلن زوی وژلی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۲۹ GMT+۱

د پاکستان پنچاب په منډيي بهاوالدین ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل زوی د دویم واده لپاره وژلی دی. د پولیسو په وینا، د منډيي بهاوالدین د مرادوال سیمې اوسېدونکې دې ښځې د زوی له وژلو وروسته د هغه د تښتول کېدو خبر ورکړی و.

جیو نیوز د پاکستاني پولیسو په حواله لیکلي، چې د هلک مور په جرم اعتراف کړی او نورې پوښتنې او ګرویږنې ترې روانې دي.

د پولیسو په وینا، هلک دوه ورځې وړاندې په منډيي بهاوالدین ولسوالۍ کې ورک شوی و، چې جسد یې پرون په یوه کرونده کې وموندل شو.

د پنجاب ایالت سر وزېرې مریم نواز د دې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

علي امین ګنډاپور: مرکزي حکومت دې له طالبانو سره په خبرو کې د ایالتي جرګې غړي هم شامل کړي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې د پاکستان مرکزي حکومت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي. هغه د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ایالتي جرګې غړي دې هم په دغه خبرو اترو کې شامل کړي.

څه موده وړاندې ګنډاپور په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه جرګه کابل ته استوي؛ خو د ګنډاپور دغه څرګندونې د پاکستان د مرکزي حکومت د نیوکو سره مخامخ شوې.

هغه مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور او والي فیصل کریم کنډي ته به دا اجازه ورنه کړي چې له طالبانو سره په خپلواک ډول معامله وکړي.

نوموړي زیاته کړې وه: «د دفاع او بهرنیو چارو مسایل په قانون کې ډېر روښانه دي؛ نو پر دې اساس د حقوقي او قانوني پلوه له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع یوه فدرالي موضوع ده.»

د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته تر دې وړاندې ګېله کړې وه، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی. هغه ویلي و، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د ښاغلي ګنډاپورپه حوالې راپور ورکړی، چې پښتونخوا اوس کولای شي د خپلو عوایدو څخه د دغه هېواد فدرالي حکومت ته هم پورونه ورکړي.