• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د چارو ادارې رییس: موږ په تېرو دوو لسیزو کې وښوده چې زورور مو څه ډول مات کړل

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ښودلې چې زورور یې څه ډول مات کړل، خو اوس یې ټولو ته د ورورولۍ لاسونه اوږده کړي.انور دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو یوه سیاسی مخالف عبدالرشید دوستم دا ډله د لیلې دښتې په څېر برخلیک باندې ګواښلې ده.

شیخ نورالحق انور نن په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د چارو ادارې کارکوونکو ته د وینا پر مهال ویلي:«موږ په تېرو دوو لسیزو کې وښودله چې زورور مو څه ډول مات کړل، لکه د «اوس او خزرج» ، تاسې د جاهلیت او ظلمونو په کارونو ویاړئ، خو افغانان په دا ډول ظلمونو د شرم احساس کوي.»

نوموړي په اتحاد کولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانان په دا ډول ظلمونو د شرم احاس کوي.

انور دغه څرګندونې په داسې حال کړي، چې د تېر نظام مارشال عبدالرشید دوستم په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو واکمني به یو ځل بیا ړنګه او دا ډله به له شمالي ولایتونو څخه د وتو پر وخت بیا له سختو ګواښونو سره مخ شي.

نوموړي ویلي:« په تېر وخت کې به یې ویل د لیلې دښته کې څه وشول، خو دا ځل دې نه وايي چې د سالنګ دښته کې څه پېښ شول. دا دې هم نه وايي، چې د بادغیس دښتو کې به یې څه حال وي؟.»

د مارشال عبدالرشید دوستم دغه څرګندونې د ټولنیزو رسنیو د ځینو فعالانو له غبرګون سره هم مخ شوې او ویلي یې دي، چې په کورنیو جګړو کې ښکیل پخواني چارواکي باید په خپلو تېرو جنګې جنایتونو ونه ویاړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ځایي سرچینې: د بامیان په مرکز کې چاودنه شوې ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې نن چهارشنبه د بامیان ولایت په مرکزي برخې میر هاشم سیمه کې چاودنه شوې ده.

ځینو سرچینو ویلي، یاده پېښه د تېلو يه یوه پمپ کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله رامنځته شوې چې د پېښې احتمالي مرګ ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه تر دې دمه کره معلومات په لاس کې نشته.

سرچینو ویلي، چې چاودنه نسبتا زوروره وه او طالبانو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې ده.

ځايي طالب چارواکو د پېښې په اړه تراوسه معلومات نه دي ورکړي.

د ښځو پر وړاندې تاتریخوالی؛ په کندهار کې یو کس خپله ښځه وژلې ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د ښځو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په لړ کې تېره ورځ په کندهار کې یو کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی.

په کندهار کې یوې ځایي سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې یاده پېښه تېره ورځ سې شنبه (د غبرګولي ۲۰مه) سهار مهال د یاد ولایت ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د یخ کاریز «قادر کالوني» سیمه کې رامنځته شوې ده. 

د سرچينې په وینا؛ په دغه پېښه تورن کس فضل احمد نومېږي او په نشه‌یي توکو روږدی دی.

سرچينه زیاتوي، چې له دغه وژل شوې ۲۵ کلنې ښځې درې ماشومان چې يو یې شېدې خوړونکی و پاتې شوي دي.

ورته مهال کندهار کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ هم د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې تر دې وړاندې فضل احمد د خپلې وژل شوې مېرمنې سره د تاوتریخوالي ډک چلند لاره.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی تورن کس نن سهار نيولی او تر څېړنو ګروېږنو لاندې دی.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو ډيرې دغه ډول پېښې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته کېږي.

امرالله صالح: زلمی خلیلزاد د طالبانو له‌خوا په امریکا کې د سفارت لپاره تر ټولو غوره کس دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه په زلمي خلیلزاد سختې نیوکې کړې دي او هغه یې د طالبانو له‌خوا په واشنګټن کې د سفارت لپاره «تر ټولو مناسب او غوره» کس یاد کړی دی.

امرالله صالح چې تل یې د طالبانو او د دوحې د سولې پر ناکام بهیر نیوکې کړې دي؛ دا ځل د خلیلزاد په اړه په تونده لهجه ویلي، « د طالبانو مشر ملاهبت الله د دغې دندې لپاره له خلیلزاد څخه مناسب او بل پلید کس نه شو موندلی.»
هغه خلیلزاد له ۲۰۱۹کال راهیسې په ښکاره ډول د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل، د اوو کلونو وفاداري هغه ته دا وړتیا ورکوي چې دغه ډول انعام ترلاسه کړي.

امرالله صالح په نیوکې سره د طالبانو له‌خوا د خلیلزاد د وړتیاوو د تایید لپاره د فتوا صادرولو شونتیا ته هم اشاره کړې او لیکلي یي دي، «دغه ډول فتوا به په ډېره ارزانه بیه ترلاسه شي او ښایي، چې د دوحې د تړون د پټو ضمیمو یوه برخه وي.»

زلمی خلیلزاد چې د امریکا ځانګړی استازی او د طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې کلیدي رول لاره؛ له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان جمهوري نظام د چارواکو، د مدني ټولنې فعالانو او د طالبانو نیوکه کوونکو له‌خوا له سختو نیوکو سره مخ دی.

د ښځو د ازادۍ غورځنګ: د کبرا رضایي وژنه د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

د افغان مېرمنو د ازادۍ غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، چې په ایران کې د وژل شوې افغانې نجلۍ کبرا رضایي وژنه د افغان مېرمنو په وړاندې د نه ختمېدونکي تاوتریخوالي یوه روښانه بېلګه ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د یوې ۲۶ کلنې افغان کډوالې نجلۍ کبرا رضایي د وژنې پېښه نه یوازې د افغان مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي، درد او وحشت سبمول دی؛ بلکې د زرګونه افغان کډوالو مېرمنو د نه ملاتړ او زیان مننې نښه هم ده، چې د طالبانو له ظلم څخه تښتېدلي؛ خو په ګاونډیو هېوادونو کې هم خوندي نه دي.

د افغان مېرمنو د ازادۍ غورځنګ زیاتوي، «دغه وحشیانه جنایت له بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د افغان کډوالو ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي یوه بېلګه ده، چې په کلکه یې غندو.»

دغه غورځنګ د ایران په حکومت غږ کړی، چې د قضايي ادارو له‌خوا دې یاده قضیه په سملاسي، پوره روڼتیا او بې پرې توګه وڅېړي؛ ترڅو د دغې وژنې عاملین وپېژندل شي او پرته له کوم معافیت څخه تر ټولو سخته قانوني سزا ورکړي.

دغه غورځنګ وایي: « موږ د بشري حقونو له نړۍوالو ادارو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر او د ښځو له حقونو ملاتړو سازمانونو څخه غواړو، چې د ښځو د حقونو ټینګښت په برخه کې د ایران پر حکومت فشار راوړي.»

کبرا رضايي - چې خپلوانو به یې "شقایق" بلله، شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې لادرکه شوې وه، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د تهران په یوې لرې پرتې سیمه کې د خځلو په منځ کې د هغې د بدن ځینې برخې وموندل شوې.

د کبرا هویت د DNA ازموینې له لارې تایید شوی؛ خو د هغې ګرځنده ټیلیفون، د هویت اسناد او د بدن ډیری نورې برخې لا هم ورکې دي.

په ایران کې کډوالې مېرمنې نه یوازې د سیستماتیک او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ دي؛ بلکې له خورا بنسټیزو حقونو، امنیت او بشري خوندیتوب څخه هم بې برخې دي.

طالبان: تېره ورځ ۳۵۶ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې په تېره یوه ورځ کې له پاکستان او ایران څخه ۳۵۶ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه کمېسيون د درالانشا په حواله راپور ورکړی، چې د (غبرګولي په ۲۰مه) نېټه د ننګرهار ولایت تورخم له لارې ۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده نېټه له ایران څخه د نیمروز ولایت ورېښمو پله له لارې ۲۰ کورنۍ او د هرات ولایت اسلام کلا له لارې ۳۳۱ کورنۍ چې ټولټال ۱۳۹۹ تنه کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړې شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «موږ له پاکستاني چارواکو مننه کوو، چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې زور زیاتی کم کړی او په جبري توګه د اېستلو په لړۍ کې یې کمښت راوستی دی».

هغه زیاته کړه: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې له صبر او زغم کار واخلي.»

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو په ستنولو کې د کمښت او نرمښت خبره کړې، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه کډوال نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته لېږدوي.