• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل لوړپوړی چارواکی: که خبرې ناکامې شي، پر ایران برید کوو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۱

د اسراییل یوه لوړپوړي چارواکي ایران انټرنشنل ته ویلي، که (د غبرګولي په ۲۵مه) تهران او واشنګټن په راتلونکو خبرو اترو کې کومې هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو اسراییل چمتو دی چې پر ایران پوځي برید وکړي.

امریکا درې ورځو ته اړتیا لري، چې د سفارت کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له سیمې وباسي.

د تخلیې دغه لړۍ د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۱مه) پیل شوه او تمه کېږي، چې د یکشنبې په ورځ به د مذاکراتو سره سم پای ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۳

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵
ځانګړی

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې شړکنده بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

په راپور کې راغلي، دغه سېلابونو د خاش- جرم ولسوالیو ترمنځ سړک ویجاړ کړی دی.

راپور زیاتوي، دغه سېلابونه چې تېره ورځ چهارشنبه (د غبرګولي ۲۱مه) راوتلي؛ له امله یې د استوګنې لسګونه کورونه، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه زیانمن شوي او څاروي تلف شوي دي.

له بل پلوه تېره ورځ شړکنده باران او سېلاب د بدخشان ولایت په تګاب او تیشکان ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي وو.

د ټرافیکي پېښو له امله په میدان وردګ، پنجشېر او فراه کې څلور کسه مړه او ۱۸ ټپیان دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس او ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په میدان وردګ، پنجشېر او فراه ولایتونو کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې؛ د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره د یوه موټر د چپه کېدو له امله یوه مېرمن او کوچنی زوی یې مړه شوي دي.

په دغه پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره یو ځایي روغتون ته وړل شوي دي.

باختر اژانس همدا راز خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې په پنجشېر ولایت کې ۹ ټرافیکي پېښې شوې، چې له امله یې ۱۰کسان ټپیان شوي.

په یوه بل خبر کې ملي ټلوېزیون ویلي، چې د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په چکاب سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د یوه فېلډر او مساپر وړونکې ۴۰۴موټر ټکر کړی دی.

په دغه پېښه کې دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوی اختر په ورځو کې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله لګسونه ټرافیکي پېښې شوې دي.

د جګړو له امله د بې ځایه شویو کسانو په نوملړ کې افغانستان درېیم ځای لري

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د نړۍوالو تګلارو تازه راپور له مخې؛ په نړۍ کې د تاوتریخوالي،‌ جګړو او ځورونو له کبله د خلکو بې ځایه کېدو پېښې یوې ټکان ورکوونکې کچې ته رسېدلې دي.

د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۲مه) په دې تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵کال د اپرېل تر پایه نږدې ۱۲۲.۱ مېلیونه انسانان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. دغه شمېر د تېر زېږدیز کال پرتله پراخ زیاتوالی ښیي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان له «۱۰.۳ مېلیونه کډوالو او کورنیو بې ځایه شويو کسانو» درېیم، سوریه د «۱۳.۵مېلیونه بې ځایه شویو» په لرلو سره دویم او سوډان بیا د «۱۴.۳مېلیونه کسانو» د لرلو له امله د نوملړ په سر کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې له هېواد څخه د طالبانو د ګواښونو، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د خلکو کډوالي او تګ په بې سارې توګه ډېر شوی دی.

همدا راز په ۲۰۲۴کال کې د پاکستان او ایران له لوري بیا سلګونه زره افغان کډوال په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

د یونسیار عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د دغه راپور د پایلو په اړه ویلي:« موږ دا مهال په نړۍوالو اړیکو کې د سختې بې‌ثباتۍ دورې تجربه کوو. عصري جګړې د انسانانو د رنځ لامل شوې دي. د سولې د موندلو او د بې‌ ځایه شویو وګړو لپاره د تلپاتې حل لپاره باید خپلې هڅې دوه برابره کړو».

راپور زیاتوي، چې له له یاد شمېر کسانو څخه شاوخوا ۷۳.۵ مېلیونه کسان دننه په خپلو هېوادونو کې بې‌ ځایه شوي او نږدې ۴۲.۷ مېلیونه نور بیا د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي او د کډوالو په توګه ژوند کوي.

په راپور کې یوه بله مهمه خبره دا ده چې، د بډایه هېوادونو له عامو انګېرنو سره برعکس ۶۷ سلنه کډوال خپلو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې کېږي او ۷۳سلنه هغو هېوادونو کې مېشت دي، چې یا کم عاید یا منځني اقتصادي وضعیت لري.

سره له دې چې د کډوالو شمېر په بې ‌سارې توګه زیات شوی؛ خو د UNHCR لپاره مالي مرسته لا هم د ۲۰۱۵ کال په کچه پاتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پر کوربه هېوادونو فشار زیات شوی او پناه‌غوښتونکي نور هم زیا‌نمن شوي دي.

فیلیپو ګراندي همداراز د ځینو کډوالو د بېرته ستنېدو یادونه کړې. هغه وايي: «د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د ټولو خنډونو سره، سره نږدې دوه مېلیونه سوریايي وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. که څه هم سوریه لا تر اوسه یو زیانمن هېواد دی؛ خو دغه ستنېدنه د هیلو نښه ده».

په ټوله کې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۹.۸ مېلیونه بې ‌ځایه شوي کسان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي، چې په کې ۱.۶ مېلیونه کډوال او ۸.۲ مېلیونه داخلي بې‌ ځایه شوي کسان شامل دي.

د یاد راپور په پای کې ټینګار شوی، چې یونسیار د کډوالو، بې‌ ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

په امریکا کې د لاریونونو دوام؛ په لاس انجلس کې ګرځبندیز اعلان شو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

سره له دې چې د امریکا د ولسمشر له‌خوا د "ځواک" کارونې ګواښ شوی؛ خو د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد اعتراضونه د امریکا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.

په لاس انجلس کې د تېرې جمعې ورځې ناکراریو راهیسې د دغه ښار په مرکز کې د شپې له‌خوا ګرځبندیز اعلان شو او په درنو وسلو سمبال امنیتي ځواکونو دولتي ودانیو ته څېرمه ګزمې کولې.

د لاس انجلس کاونټي ولسوالۍ څارنوال وايي، اټکلونه ښیي چې تر ۴۰۰ پورې لاریونوال په فزیکي شخړو، ویجاړۍ یا نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل وو.

هغه ټینګار وکړ، چې د سرغړونکو د پېژندلو او محاکمه کولو لپاره څېړنې روانې دي.

د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د تحولاتو په اړه وغږېدل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۲ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدي د اوسلو د ۲۲م نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د تحولاتو په غږېدلي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې ليدنه کې د دوه‌اړخيزو اړيکو، سيمه‌ييزو تحولاتو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د بیان پر بنسټ، د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو اترو وروستی وضعیت او همداراز د افغانستان تحولات د دواړو خواوو د بحث مهم موضوعات بلل شوي دي.

په بیان کې د افغانستان په اړه د دواړو لوړپوړو چارواکو د خبرو اترو جزئیات نه دي خپره کړي.

ناروې یو له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه دی، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

تېرکال یې د اوسلو کنفرانس ته طالبان هم بللي و، خو سږکال یې د طالبانو ډېپلوماتانو ته د غونډې بلنه رد کړې ده.

د روان کال په پیل کې ناروې د طالبانو یو ډیپلومات هم ومانه او دغه طالب ‌‌ډیپلوماټ نجیب الله شېرخان په ناروې کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وټاکل شو.

د ناروې دا اقدام په اروپا کې د مدني ټولنې فعالانو او ښځینه لاریون‌کوونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

ناروې لومړنی اروپايي هېواد و، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې په اوسلو کې د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د لوړپوړي پلاوي کوربه‌توب وکړ.

تر دې وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د ښځو د دوامداره ځپلو له امله به له طالبانو سره خپلې اړیکې کمې کړې.