روغتیایي مسولین: د تهران له لورې د توغندیو له برید وروسته په تلابیب کې څو تنه ټپیان شوي

د اسراییل د بیړني روغتیایي خدماتو ادارې "ماګن داوید ادوم" راپور ورکړی چې د تلابیب په شاوخوا کې له اوو ځایونو څخه د ایراني بالیستیک توغندیو د لګېدو راپورونه ترلاسه شوي، او د دوی روغتیایي ډلې ددې ځایونو پلټنه کوي.
