• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي چارواکی: د ایران پر ضد نور حیرانوونکي اقدامات هم پر لاره دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۹ GMT+۱

یو اسراییلي چارواکي ایران‌ انټرنشنل ته ویلي، چې ایران د مذاکراتو په بهیر کې امریکا ته دوکه ورکړه او هڅه یې کوله چې وخت واخلي؛ خو بل لوري یې د یورانیمو غني کولو بهیر جاري ساتلی و.

دغه چارواکي زیاته کړې،‌ که ایران د ښه نیت له مخې او په رېښتینې توګه مذاکراتو ته ننوتی و؛ نو اسراییل پرې برید نه کاوه.

د هغه په وینا؛ ایران اوس‌مهال په زیان کې دی،‌ پوځي مشري یې په عمل کې نشته او لا نورو حیرانوونکو اقداماتو سره به هم مخ شي.

د دغه چارواکي په خبره، د اسراییل د بریدونو موخه د ایران ملکي وګړي نه دي او یوازې حکومتي مسوولین یې په نښه کړي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په ځينو ویډیوګانو کې ښکاري، چې اسراییل د تهران په استوګنځایونو بریدونه کړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۱

د تهران په شمالي اقدسیه سیمه کې د اسراییل تازه هوايي بریدونو ګڼ شمېر کورونه ویجاړ کړي او د خلکو ژوند یې له سختو کړاوونو سره مخ کړی دی.

په خواله رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې د دغو بریدونو د پراخې ویجاړۍ څرکونه ښکاري.

دغه بریدونه د ښار په دغې استوګنې ګڼه ګوڼه سیمه کې د ملکي وګړو د زیانونو زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي.

په ویډیو کې ښکاري، چې د کورونو جوړښتونه په سختۍ وران شوي او د استوګنې دغه ګڼه ګوڼه سیمه یې په پراخه کچه زیانمنه کړې ده.

دغه بریدونو د خلکو ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

اقدسیه د تهران یوه فعاله او ګڼ نفوسه سیمه ده، چې دغه ډول بریدونه د دغې سیمې د اوسېدونکو اندېښنې لا پسې زیاتې کړې دي.

اسراییل: له امریکا سره مو خبرې شوې دي، خو پر ایران د برید پرېکړه مو خپله وه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو لپاره د اسراییل استازي داني دانون ویلي، چې هېواد یې له واشنګټن سره پرله‌پسې خبرې کړې دي؛ خو د ایران پر ضد د برید پرېکړه د اسراییل یو خپلواکه اقدام و.

دانون دغه څرګندونې د CNN سره په یوې مرکه کې وکړې.

له نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که ایران غبرګون وښيي؛ نو ایا اسراییل د امریکا ملاتړ ته هیله‌من دی، وویل: «زه نه غواړم پر اټکلونو بحث وکړم.»

هغه ټینګار وکړ، چې اسراییل خپله دفاعي پرېکړه د خپلو ملي ګټو پر بنسټ کړې او که څه هم له متحدو ایالتونو سره همغږي روانه ده؛ خو دغه عملیات د اسراییل خپلواکه پرېکړه وه.

د ایران دولتي رسنۍ: د نطنز د یورانیمو بډای کولو تاسیسات په نښه شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱

ایراني دولتي تلویزیون راپور ورکړی، چې د اسراییل له‌خوا پر ایران د وروستي برید پر مهال د دغه هېواد په مرکزي برخه کې د یورانیمو بډای کولو یو کلیدي مرکز ـ د نطنز تاسیسات څو ځله په نښه شوي دي.

د دولتي ټلویزیون په وینا: «د نطنز بډای کولو مرکز څو ځله هدف ګرځول شوی دی.»

له دغې سیمې څخه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې له مرکز څخه لوګی پورته کېږي.

که څه هم د پېښې کره زیانونه لا تر اوسه نه‌دي روښانه؛ خو ټلویزیون یوازې د لنډمهال لپاره یو ژوندی تصویر خپور کړی، چې پکې یو خبریال له سیمې راپور ورکاوه.

امریکایي سناتور جک رید د اسراییل د «بې‌پروا تاوتریخوالي پر زیاتوالي» سختې نیوکې کړې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۱۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو د سنا د وسله‌والو خدمتونو کمیټې مشر جک رید د ایران پر ضد د اسراییل بریدونه غندلي او له ولسمشر ټرمپ یې غوښتنه کړې، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

رید په یوه بیان کې وویل: «د اسراییل دغه اندېښمنوونکې پرېکړه چې پر ایران هوايي بریدونه وکړي، بې‌پروا تاوتریخوالی دی چې د سیمه‌ییز تاوتریخوالي د خورېدو ګواښ لا زیاتوي.»

هغه زیاته کړه: «زه له دواړو خواوو غواړم، چې ژر تر ژره ځانونه محدود کړي او له ولسمشر ټرمپ او زموږ نړۍوالو شریکانو څخه غوښتنه کوم، چې د دغه کړکېچ د نور کنټرول له لاسه وتلو څخه د مخنیوي لپاره ډېپلوماټیکو هڅو ته وده ورکړي.»

د اسراییل لوی درستیز: د ایران پر ضد برید ناڅاپي نه و، موږ د نه ستنېدلو نقطې ته رسېدلي یو

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۳ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۰۷ GMT+۱

د اسراییل د دفاع ځواکونو لوی درستیز جنرال ایال زامیر تازه په تل ابیب کې د پوځ د مرکزي قوماندې په ځمکني مرکز کې له پوځي افسرانو سره په غونډه کې څرګنده کړې چې د ایران د اټومي پروګرام او نظامي اهدافو پر ضد وروستی برید «د وخت په رسېدو» ترسره شوی دی.

ښاغلي زامیر ټینګار وکړ: «موږ هغه ټکي ته رسېدلي یو چې بیرته ستنېدل ناشوني دي، موږ نور انتخاب نه لرو او باید فوري اقدام وکړو.» هغه دا اقدام د دفاع د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه وبلله.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «تاریخ موږ ته ښيي چې کله زموږ د له منځه وړلو هڅې کېږي، باید خپل سر ټیټ نه کړو او د خپلې هستۍ د ژغورنې لپاره په جدي توګه جګړه وکړو. ازادي هغه څوک ترلاسه کوي چې د هغې لپاره چمتو وي مبارزه وکړي»

زامیر د اسراییل پوځ د ارادې او چمتوالي په اړه هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه اقدام د ملي امنیت د خوندي کولو په لړ کې مهم او ضروري و.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سیمه‌ییز امنیتي وضعیت په تېزۍ بدلېږي او اسراییل د ایران د اتومي پروګرام په وړاندې خپل موقف کلک کړی دی.