نتنیاهو: د ایران جګپوړي مشران درګرده خپل بکسونه تړي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د ایران جګپوړي مشران اوس لا د وتلو تابیا نیسي او خپل بکسونه تړي، ځکه اسراییل د هغوی د مشرانو او د اټومي او توغندیزو ګواښونو پر وړاندې پرېکنده اقدام کړی دی.
نتنیاهو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، « اسراییل د منځني ختیځ او ټولې نړۍ د ازادۍ دفاع کوي. موږ دا مبارزه د یوه ظالم او سختدریځه ایراني رژيم پر وړاندې کوو، داسې رژيم چې غواړي اټومي بمونه جوړ کړي څو موږ له منځه یوسي او غواړي ځمکه پر ځمکه بالیستیک توغندي جوړ کړي څو هر څوک، هر ځای تهدید کړي».
د اسراییل لومړي وزیر ایران "یو وژونکی رژيم" وباله او ویې ویل چې دا رژيم نه یوازې اسراییل ته ګواښ دی، بلکې په ټوله نړۍ کې یې د بېګناه خلکو وینه تویه کړې ده.
هغه وویل، « دغه رژيم زرګونه امریکایان په عراق او افغانستان کې وژلي، دوه ځله یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور هڅه کړې، او اوس هڅه کوي اټومي وسله تر لاسه کړي».
نتنیاهو دا هم تایید کړه چې د ایران مشرتابه، پوځي مشران او اتومي تاسیسات د اسراییلي ځواکونو له خوا په نښه شوي دي.
هغه زیاته کړه، « موږ د دوی مشران، اټومي ساینسپوهان او حساس مرکزونه په نښه کړي او دا به دوام لري تر څو دا رژيم نور نړۍ ته تهدید نه وي».
