روسیې د ایران او اسراییل کړکېچ کمولو ته تیاری ښودلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې چې مسکو چمتو دی د منځني ختیځ د روان کړکېچ کمولو لپاره هر اړخیز مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو پر مهال د اسراییلي بریدونو پر ضد د روسیې له دریځ مننه وکړه او ویې ویل چې دغه ډول بریدونه کولی شي سیمه یوې ژورې بحراني او ناامنه فضا ته بوځي.
بلخوا، کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د منځني ختیځ پر وضعیت مهمې ټیلفوني خبرې کړې دي. د پوتین د دفتر یوه لوړپوړي سلاکار دغه تماس "معنادار او ډېر ګټور" بللی دی.
سرچینو دا هم ویلي چې پوتین په دغه تماس کې ټرمپ ته د زوکړې کلیزې مبارکي هم ویلې ده.
