پر ایران د اسراییل له برېد وروسته په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د نفتې توکو کاروباریانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په تېرو دریو ورځو کې د یو ټن تېلو په قیمت کې ۳۱۰ ډالره لوړوالی راغلی.
افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته د هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو څخه د نفتي توکو کاروباریانو ویلي، چې درې ورځې مخکې د یوټن ایراني تېلو قیمت ۹۳۰ ډالره و، خو د جمعې له ورځې وروسته په هرو څو ساعتونو کې د تېلو بیې لوړیږي او اوس د یو ټن تېلو قیمت ۱۲۴۰ ډالرو ته پورته شوی.
په هرات کې د تېلو د یوه پمپ مسوول فضل محمد افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:« د تېلو قیمتونه هر ساعت لوړیږي، ډیزل خو بیخې نه پیدا کیږي او پټرول لا نن سهار ټن په ۱۲۴۰ خرڅ شول، کېدای شي سهار ته د تېلو قیمت نور هم لوړ شي.»
د نفتي توکو کاروباریان وايي، پر ایران د اسراییل له برېد وړاندې هم له ایران څخه د تېلو راتګ کم شوی و.
په کندهار کې د تېلو د یو شرکت مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وايي:« تقریبا دوه هفتي کيږي، چې د ایران څخه تېل بند دي، ځکه د تېلو کیفیت ټېت و، طالبانو بند کړي وو. اوس نو هغه بې کیفته تېل هم نه پیدا کیږي، د تېلو قراردادیان اوس تېلو ته په خپله خوښه قیمتونه ټاکي.»
د کندهار او هلمند په بازارونو کې یو کیلو اوبلن ګاز ( په هټیو کې په کیلو پلورل کیږي) په ۵۴ افغانۍ او نن په شپېته افغانۍ پلور کیده، یو لیټر پټرول مخکې ۶۰ افغانۍ او نن ۶۵ افغانۍ او یو لیټر ډیزل مخکې ۵۸ افغانۍ خو اوس یې قیمت تر ۷۰ افغانیو لوړړ شوی دی.
شنونکي وايي، د ایران او اسراییل د جګړې له امله ښايي په افغانستان کې د تېلو بیې نورې هم لوړې شي او یو شمېر سوداګر له دغه ډول وضعیت څخه د ځان په ګټه استفاده کوي.
