ټرمپ د خامنه يي د وژلو په تړاو د اسراییل پلان ویټو کړی

د رویټرز خبري اژانس د یوه ځانګړي رپوټ له مخې، دوو امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې د اسراییل هغه پلان رد کړی چې غوښتل یې د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي ووژني.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي: « ایا ایرانیانو تر اوسه یو امریکایي وژلی؟ نه. تر هغه چې داسې څه و نه شي، موږ د ایران د سیاسي مشرتابه پر ضد د عملیاتو خبرې نه کوو».
امریکايي چارواکي وایي چې د اسراییلي هوايي بریدونو له پیل راهیسې د واشنګټن او تلابیب تر منځ د لوړې کچې تماسونه دوام لري. دوی ویلي چې اسراییل ویلي و، دوی ته موقع برابره شوې چې خامنهیي هدف وګرځوي، خو ټرمپ دا پلان رد کړی.
که څه هم چارواکو دا نه ده روښانه کړې چې ایا دا پیغام ټرمپ پخپله ورکړی که نه، خو ویلي یې دي چې ټرمپ له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په دوامداره تماس کې و.
نتنیاهو بیا د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز له خبریال بریټ بایر سره په مرکه کې وویل: « زه نه غواړم د دې موضوع جزئیاتو ته لاړ شم، ډېرې داسې خبرې شته چې هیڅکله نه دي شوي».
خو نوموړي زیاته کړه: « موږ هغه څه کوو چې باید وشي او امریکا هم پوهېږي چې څه د دوی د ګټو لپاره ښه دي.»
