اسراییل وايي چې پر ایران بریدونه دوه تر دریو اونیو غځیږي

یوه اسراییلي چارواکی ټایمز اف اسراییل ته ویلي، چې پر ایران د اسراییل پوځي عملیات ښايي دوه تر درې اونیو وغځیږي خو دا موده به د سیاسي مشرتابه په پرېکړو او د عملیاتو په پراخولو پورې اړه ولري. چارواکی وايي، د دې عملیاتو هدف دا دی چې د ایران او لوېدیزو قدرتونو ترمنځ یو سخت تړون وشي.
