د ایران رسنۍ: د خامنهيي د ټپي سلاکار وضعیت یوڅه ښه شوی

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د علی خامنهيي سیاسي سلاکار علي شمخاني وضعیت، چې د جمعې په ورځ د اسراییل په برید کې ټپي شوی و، اوس "نسبتاً باثباته" حالت لري. د «نورنیوز» په نوم یوې خبري ویبپاڼې، چې شمخاني ته نږدې ګڼل کېږي، لیکلي، « د شمخاني ډېری ټپونه تر کنټرول لاندې راغلي دي».
