ټرمپ: د ایران پر فضايي حریم بشپړ واک لرو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د امریکا پوځ دا مهال د ایران پر فضايي حریم «بشپړ کنټرول» لري. نوموړي دا څرګندونې پر خپله ټولنیزه شبکه په یوه پوسټ کې کړې او وايي، چې ایران ښه تجهیزات لرل، خو هیڅوک د امریکا په تجهیزاتو او تولیداتو پسې نه شي رسېدای.
ټرمپ ویلي، « موږ دا مهال د ایران پر فضا بشپړ او ټولیز کنټرول لرو. ایران ښه د فضا څارونکي او نور دفاعي تجهیزات لرل او هغه هم په زیاته کچه، خو دا هېڅ له امریکا جوړو، طرحه شویو او تولید شویو وسایلو سره د پرتلې وړ نه دي».
هغه زیاته کړې، « هېچا دا کار د امریکا په شان ښه نهدی کړی».
