• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي ځواکونه د سوریې له دوو نورو اډو څخه هم وتلي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

امریکايي ځواکونه د سوریې په شمال ختیزه سیمه کې له "الوزیر" او "تل‌بیدر" دوو نورو پوځي اډو څخه هم وتلي دي. د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو یوه مشر مظلوم عبدي د رویټرز خبریالانو ته ویلي چې دغه شاتګ د داعش ډلې د بیا فعالېدو زمینه برابره کړې او امنیتي ګواښونه یې زیات کړي دي.

د رپوټ له مخې، د یادو اډو ځایونه اوس یوازې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له خوا ساتل کېږي، امریکايي سرتېري پکې نه شته او پوځي څارونکې کمرې او اغزن سیم هم له منځه وړل شوي دي.

یادې اډې د الحسکه ولایت اړوندې دي او دا لومړی ځل دی چې خبریالانو د دغو اډو پرېښودل له نږدې تایید کړي.

دا پرمختګ وروسته له هغه کیږي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې غواړي د شمال ختیزې سوریې له اتو اډو څخه یوازې په یوه کې حضور وساتي. د امریکايي ځواکونو شمېر هم ښايي له ۲۰۰۰ څخه ۵۰۰ ته کم شي.

مظلوم عبدي وايي: «د داعش ګواښونه په وروستیو کې سخت زیات شوي. د امریکا د شاتګ پلان له پخوا معلوم و، خو موږ هڅه کوو خلاوې ډکې کړو».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

خامنه‌يي د خپلو نږدې سلاکارانو تر وژل کېدو وروسته یوازې شوی ښکاري

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱

د ایران ۸۶ کلن مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ویني چې مهم پوځي او امنیتي سلاکاران د اسراییل هوایي بریدونو له امله وژل شوي او د هغه په نږدې مشورتي حلقه کې یې ستره تشه راوستې. پنځو هغو کسانو چې د خامنه یي له پرېکړو سره بلد دي، رویټرز ته ویلي، دې کار د ستراتیژیکو تېروتنو خطر زیات کړی دی.

یوې سرچینې، چې په دوامداره توګه د خامنه‌يي غونډو ته ورځي، ایران ته د دفاع او داخلي ثبات له اړخه د تېروتنې خطر "بې‌سارې خطرناک" وباله.

رویټرز په خپل تحلیلي رپوټ کې وايي، چې له جمعې ورځې را په دېخوا څو لوړپوړي پوځي قوماندانان وژل شوي، چې د خامنه‌يي له نږدې سلاکارانو څخه د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د هوافضا مشر امیرعلي حاجي‌زاده (چې د ایران د بالستیک میزایلو د پروګرام مشر و) او د استخباراتو مشر محمد کاظمي پکې شامل دي.

دا کسان د ایران د ستر مشر د شاوخوا ۱۵-۲۰ کسیزې حلقې غړي وو، چې د سپاه قوماندانان، علما او سیاستوال پکې شامل وو. دا سرچینې درې د خامنه‌يي د مهمو غونډو برخه والې پاتې شوې او دوه نورې د ایراني مقاماتو نږدې خلک دي.

یاده ډله هر وخت نه، بلکې د اړتیا پر مهال د خامنه‌يي دفتر له خوا د مشورې لپاره راوغوښتل کېږي، څو پر مهمو پرېکړو بحث وشي. د دغې ډلې غړي اسلامي جمهوري نظام او خامنه‌يي ته په پوره وفادارۍ مشهور دي.

خامنه‌يي، چې له ۱۹۷۹ انقلاب مخکې یې بندتېر کړی او د ۱۹۸۹ له چاودنې ژوندي پاتې شوی، ژور باور لري چې د ایران اسلامي حکومت باید وساتل شي او پر لوېدیځ سخت شکمن دی.

په ایران کې د حکومت سیستم له مخې، نوموړي د وسله‌والو ځواکونو ستر مشر دی، د جګړې د اعلان اختیار لري او کولای شي لوړپوړي چارواکي لکه قاضیان او جنرالان وګوماري یا لرې کړي.

که څه هم وروستۍ پرېکړه د هغه ده، خو مشورې ته ارزښت ورکوي، مختلف نظرونه اوري او وخت ناوخت له سلاکارانو زیات معلومات غواړي. یوه سرچینه وایي: "خامنه‌يي ډېر سرسخت خو همدارنګه خورا محتاط سړی دی. دا محتاط توب دی چې نوموړی یې تر دې مهاله په قدرت کې ساتلی."

د خامنه‌يي زوی مجتبی

د رژیم پر بقاء تمرکز بیا بیا تر ازموینې لاندې راغلی. خامنه‌يي په ۱۹۹۹، ۲۰۰۹ او ۲۰۲۲ کې د ملي اعتراضونو د ځپلو لپاره سپاه پاسداران او بسیج ملیشه ځواکونه کارولي.خو که څه هم امنیتي ځواکونه تل د مظاهره‌چیانو پر وړاندې بریالي شوي، کلونه کلونه لوېدیز بندیزونه ایران ته سخت اقتصادي مشکلات پیدا کړي، چې شنونکي وايي دا حالت کېدای شي په پای کې د کورنۍ بې‌ثباتۍ ګواښ زیات کړي.

خامنه‌يي اوس له یوه لوېدونکي امنیتي بحران سره مخ دی، ځکه اسراییل پر اتومي، پوځي مرکزونو او قوماندانانو بریدونه کوي، او ایران غبرګون کې توغندي توغوي.

پنځه سرچینې وایي، سره له دې چې اسراییلي بریدونو ځینې مشاورین له منځه وړي، نور مهم کسان لاهم فعال، اغېزناک او باوري دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو چارو کې سلا مشورې ورکوي.

خامنه‌يي دا مشاورین ګوماري چې د اړینو موضوعاتو سره سم مسوولیت واخلي، او دا کار د هغه حضور د پوځ، امنیت، کلتور، سیاست او اقتصاد په ډېرو ادارو کې پراخوي.

دا سيسټم، چې حتا د منتخب ولسمشر تر ادارې لاندې ادارو کې هم فعاله دی، دا معنا لري چې د خامنه‌يي دفتر نه یوازې لویو پرېکړو کې لاس لري، بلکې د کوچنیو ګامونو او پروژو تطبیق هم څاري.

سرچینې وایي، مجتبی خامنه‌يي (د هغه زوی) په تېرو شلو کلونو کې د دې بهیر مرکزي څېره ګرځېدلی، ځکه هغه له مختلفو اشخاصو، ګوندونو او ارګانونو سره اړیکې تنظیموي.

مجتبی، چې یو منځ‌رتبه عالم دی، د خپل زاړه پلار ځایناستی ګڼل کېږي. هغه له سپاه سره نږدې اړیکې جوړې کړې او دې یې د ایران په سیاسي او امنیتي جوړښت کې اغېز زیات کړی.

سرچینې زیاتوي، علي‌اصغر حجازي د خامنه‌يي د دفتر د سیاسي امنیت مرستیال هم خورا مهم استخباراتي مقام دی او زیاتره وخت د ایران تر ټولو با اغېزه استخباراتي چارواکی ګڼل کېږي.

دغه‌راز، د خامنه‌يي د دفتر مشر محمد ګلپایګاني، د بهرنیو چارو پخواني وزیران علي‌اکبر ولایتي او کمال خرازي، او د پخواني پارلمان رییس علي لاریجاني لاهم د هغه د باور وړ مشاورین دي، په ځانګړي ډول د اتومي شخړو او کورنیو پالیسیو برخو کې.

خو د سپاه د لوړپوړو قوماندانانو له لاسه ورکول د هغه نظام لپاره لویه ضربه ده، ځکه چې له۱۹۸۹کال راهیسې یې خامنه‌يي د دې سازمان پر ځواک باوري کړی، هم د کورني امنیت لپاره او هم د ایران د سیمه ییزې ستراتیژۍ لپاره.

که څه هم عادي پوځ د دفاع وزارت له لارې اداره کېږي، خو سپاه خامنه‌يي ته مستقیم حساب ورکوي او د هېواد د وسله‌والو ځواکونو تر ټولو پرمختللي وسایل لري.

په داسې حال کې چې د ایران اسلامي جمهوریت تر ټولو خطرناک پړاو تېروي، خامنه‌يي نور هم منزوی شوی، ځکه د مقاومت محور نور مهم متحدین هم له لاسه ورکړي.

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله، چې خامنه‌يي ته شخصاً نږدې و، تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د اسراییلي هوایي برید له امله ووژل شو او د سوریې ولسمشر بشار الاسد د دسمبر میاشت کې د یاغیانو له خوا راوپرځول شو.

د غزې په سوېل کې د اسراییل په ډزو کې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان ووژل شول

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د خان‌یونس په ښار کې د اسراییلي ځواکونو د ټانکونو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ډاکټرانو په وینا، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی او ښايي د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

د غزې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې ټپیان ناصر روغتون ته لېږدول شوي او د ګڼې‌ګوڼې له امله د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

اسراییلي پوځ لاتر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

هرانا: پر ایران د اسراییل د بریدونو له امله کابو ۱۰۹۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د «هرانا» په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ راپور ورکړی، چې د ایران او اسراییل تر منځ پوځي نښتې څلورمې ورځې ته غځېدلې دي، چې له امله یې ۱۰۹۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هرانا په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۱۹ ولایتونه له بریدونو سره مخ شوي، چې پکې نظامي، غیرنظامي او استوګنیزې سیمې په نښه شوې دي.

د رسمي او سیمه ییزو سرچینو په وینا، یوازې نن لږ تر لږه ۱۶کسان وژل شوي. دا هم تایید شوې ده چې په تېرو ورځو کې د بریدونو په تړاو ۷۷نورو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د غېر دولتي سرچینو په وینا، د دې شمېرو په ګډون په تېرو څلورو ورځو کې په ایران کې د ټپیانو او مړو ټولټال شمېر لږ تر لږه ۱۰۹۸تنو ته رسېدلی دی.

له یاد شمېر څخه کابو ۴۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا شمېرې د خپلواکو او ځایي سرچینو له خوا خپرې شوې دي او تر اوسه د ایران حکومت د تلفاتو دقیق شمېر نه دی تایید کړی.

د ایران او اسراییل روانه جګړه؛ دواړو هېوادونو له کومو وسلو، توغندیو او الوتکو کار اخیستی؟

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۱ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

د ایران او اسراییل ترمنځ روان پوځي تاوتریخوالی یوازې یوه سیمه‌ييزه شخړه نه ده؛ بلکې د وسلو، پرمختللي توغندیو، بریدګرو ډرونونو او استخباراتي ټېکنالوژیو یوه پراخه ننداره ده. دا جګړه ښيي چې دواړه خواوې نه یوازې د وسلو جوړولو بلکې د جګړې نوې بڼه تجربه کوي.

په دغه جګړه کې ایران لږ تر لږه ۱۵ ډوله وسلې، توغندي، ډرونونه او الوتکې کارولې دي، چې پکې ډېری د نیابتي ډلو له لوري هم کارېدلي.

بل خوا اسراییل هم نږدې ۱۴ ډوله پرمختللي نظامي وسایل کارولي، چې پکې هوايي دفاعي سیستمونه، ډرون الوتکې، جنګي جیټ شامل دي.

دا جګړه ښيي چې سیمه نه یوازې د وسلو په ډګر کې تودېږي، بلکې د ټېکنالوژۍ، استخباراتو او نیابتي جګړو له لارې یو پېچلی امنیتي بحران تجربه کوي.

د ایران له خوا کارول شوې وسلې او ټېکنالوژي:

۱. بالستیک توغندي

ایران له اوږدې مودې راهیسې د بالستیک توغندیو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی. دا توغندي د ځمکې څخه هوا ته او د اوږده واټن هدفونو لپاره کارېږي.

یاد توغندي نه یوازې په روانه جګړه کې کارول شوي بلکې له دې وړاندې هم پر اسراییل توغول شوي دي.

  • شهاب-۳: دا توغندی د ایران له غښتلو توغندیو دی چې تر ۲،۰۰۰ کیلومترو واټن ویشتلی شي او کولای شي د اسراییل مرکزي برخې په نښه کړي. د همدغه توغندي په وسیله د اسراییل تل ابیب او اورشلیم په نښه شوی دی.
  • ذوالفقار، قیام او خیبر: منځنی واټن، دقیقې ضربې او د جنګي سرګلونو د لېږد وړتیا لري، چې په روانه جګړه کې د اسراییل یو شمېر سیمې پرې په نښه شوې دي.
100%

۲. کروز توغندي

  • سومار کروز توغندی: د دقیق برید لپاره جوړ شوی، چې د اسراییل د حساسو اهدافو لپاره استفاده شوی دی.

۳. ډرون الوتکې (بې‌پیلوټه الوتکې)

ایران په وروستیو دوو کلونو کې د ډرون ټېکنالوژۍ په پراختیا کې یو مخکښ هېواد حساب شوی دی.

  • شاهد-۱۳۶: چاودېدونکی ډرون (ځانمرګی ډرون) چې د اوږده واټن لپاره ډیزاین شوی او د اسراییلي هدفونو پر ضد بریالی ثابت شوی دی.
  • شاهد-۱۲۹ او ۱۴۹: څارونکی او بریدګر، کولای شي بمونه ولیږدوي او له هوا څخه هدفونه وڅاري.
  • ابابیل ډرونونه: د استخباراتي معلوماتو راټولولو او بریدونو لپاره کارول شوي دي.
100%

۴. نیابتي وسلوالې ډلې

ایران د حزب‌الله (لبنان)، حماس (فلسطین)، فاطمیون (افغان) او زینبیون (پاکستاني) ملېشو له لارې د نیابتي جګړې یوه بله جبهه پرانېستې ده، چې معمولاً راکټي بریدونه کوي.

۵. هایپرسونیک توغندی

  • فتاح ۱: دا توغندی د سرعت له اړخه تر ټولو تېز او ان له صوتي سرعت څخه څو چنده چټک حرکت کوي. په روانه جګړه کې دغه کارېدونکی توغندی د مانور وړتیا لري او ټیټ پرواز کوي چې له ډېرو پرمختللو دفاعي سیسټمونو ځان خوندي ساتي. تسنیم خبري اژانس ویلي چې پر تل ابیب او اورشلیم یاد توغندي ویشتل شوي دي.
100%

د اسراییل له خوا کارول شوې وسلې او ټېکنالوژي:

۱. جنګي الوتکې

  • ایف ۳۵ - ۱ی اډیر (F-35I Adir): دا تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه ده چې له رادار نه پټېدو وړتیا لري، دقیق بریدونه ترسره کوي او د ایران دننه اهداف په نښه کوي.
  • ایف ۱۵ او ۱۶ (F-15 او F-16): د جیټ د درنو بمونو د انتقال وړتیا لري او د غره لاندې سنګرونه هم هم له منځه وړلی شي، چې د اسراییل له خوا د ایران یو شمېر پوځي اهداف پرې په نښه شوې دي.
100%

۲. ډرون سیستم

  • هېرون، هېرمیس ۹۰۰ او اېټن (Heron، Hermes 900، او Eitan): دا ډرونونه د څارنې او برید دواړو لپاره کارېږي او د اوږده واټن معلومات راټولوي، چې په روانه جګړه کې په پراخه پیمانه ترې استفاده شوې ده.
  • هاروپ (Harop): ځانمرګي یا ځانچاودي ډرونونه چې د ایران رادارونه یې خپل هدف ګرځولی دی.

۳. دفاعي توغندیز سیستمونه

اسراییل له پرمختللو دفاعي ټېکنالوژیو څخه هم کار اخیسی، تر څو د ایران او نیابتي ډلو توغندي شنډ کړي.

  • ایرون ډوم (Iron Dome): د لنډ واټن راکټونه شنډوي، دا سیستم له لبنان څخه د اسراییل په طرف د توغول شویو راکټونو د شنډولو لپاره کارول شوی دی.
  • ډېوېډس سلېنګ (David’s Sling): دا دفاعي سیستم د منځني واټن توغندیو دفاعي سیسټم دی چې په روانه جګړه کې موثر واقع شوی دی.
  • ارو ۲ او ۳ (Arrow-2 او Arrow-3): دا د بالستیک توغندیو ضد سیستم، چې د ایران د شهاب یا خیبر په څېر توغندیو مخنیوی کوي، له دغې سیستم څخه هم په روانه جګړه کې استفاده شوې ده؛ خو په ځینو مواردو کې یې د توغندي دفاع نه ده کړې.
100%

۴. مصنوعي سپوږمکۍ او سایبر بریدونه

په روانه جګړه کې اسراییل د سایبر جګړې، څار، برېښنایي اختلال او د مصنوعي سپوږمکیو له لارې له لرې فاصلې د برید امکانات هم رامنځته کړي وو؛ خو تر ډېره بریالي نه برېښي.

که څه هم نړۍوالې ټولنې، امریکا او روسیې په غیرمستقیم ډول د دغې جګړې د بندېدو لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې ده؛ خو ایراني رسنیو ویلي چې تر اوسه د ډېپلوماتیکو هلو ځلو هېڅ څرک نه لیدل کیږي.

د ایران او اسراییل ترمنځ روانه جګړه یوازې د بارودو، وینو او ویجاړۍ نه ده؛ بلکې دا جګړه د عصري وسلو، ټېکنالوژۍ، استخباراتو او سایبري بریدونو بشپړ ترکیب دی.

دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د نوې جګړې بڼه خپله کړي؛ خو دا سیالي کولی شي د ټولې سیمې امنیت له سخت خطر سره مخ کړي.

د ایران وژل شوي جنرالان او د هغوی ځایناستي څوک دي؟

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱
•
خبرخونه

پر ایران د اسراییل برید په معاصر تاریخ کې د ایران پر مهمو نظامي او ستراتیژیکو شتمنیو تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي چې لا هم روان دی. په دغه برید کې د ایران نظامي، استخباراتي او علمي بنسټونه سخت زیانمن شول او د سپاه پاسداران، پوځ او اتومي ادارو لسګونه مهم چارواکي له منځه لاړل.

دې وژنو د ایران پوځي، دفاعي وړتیاوې سختې وځپلې او سره له دې، چې تهران د خپلو وژل شویو جنرالانو ځایناستي سملاسي وټاکل، خو ددغه هېواد پر دفاعي وړتیاوو یې اغیز تر نن ورځې هم جوت دی، ځکه تهران ورو ورو داسې حالت ته رسیږي، چې اسراییلۍ الوتکې په فضا کې د ځان پر وړاندې هیڅ خنډ ونه ویني.

وژل شوي پوځي جګپوړي قوماندانان

سرلشکر حسین سلامي (د سپاه پاسداران عمومي قوماندان)

سرلشکر حمزه حاجي‌زاده (د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان)

سرلشکر محمدباقري (د ایران لوی درستیز)

سردار غلامعلي رشید (د خاتم‌الانبیا قرارګاه قوماندان)

سردار محمد کاظمي (د سپاه پاسداران د استخباراتو رییس)

سردار حسن محقق (د سپاه پاسداران د استخباراتو مرستیال)

100%

د پوځ د هوايي دفاع قوماندانان

محمدمهدي شاهرخي‌فر (د توغندیزو عملیاتو مسوول)

حمزه جهاندیده

سجاد منصوري

مهدي نقوي

د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندانان

سردار امیرعلی حاجي زاده، د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان

محمود باقري

داوود شیخیان

محمدباقر طاهرپور

منصور صفرپور

مسعود طیب

خسرو حسني

جواد جورسرا

او محمد آغاجعفري

100%

اتومي ساینسپوهان

ډاکټر محمدمهدی طهرانچي، د ازاد پوهنتون رییس

ډاکټرفریدون عباسي دواني، د اتومي انرژۍ پخوانی رییس

علي باکويي کریمي، د دودانګه ساینسپوه، له کورنۍ سره وژل شوی

سید امیر فقهي

عبدالحمید مینوچهر

محمدرضا ذالفقاري

منصور عسکري

سعید برجي

مطلبي‌زاده

نوې ټاکنې

له وژل کېدو څو ساعته وروسته، د ایران مذهبي مشرایت‌الله خامنه‌يي د نوې قوماندې لپاره لاندې پوځي جنرالان وټاکل:

سرلشکر امیرحاتمي د پوځ مخکینی قوماندان د لوی درستیز په توګه،

سرلشکر محمد پاکپور، د سپاه د ځمکنيو ځواکونو پخوانی قوماندان د سپاه پاسداران عمومي قوماندان په توګه،

جنرال مجید موسوي، د حاجي‌زاده مرستیال او د توغندويي چارو متخصص د هوايي ځواک قوماندان په توګه

سرلشکر علي شادماني، د جګړو، استخباراتو او قرارګاوو پخوانی قوماندان د مرکزي قرارګاه قوماندان په توګه

100%

دغه برید د ایران د نظامي او ساینسي جوړښتونو تر ټولو ژور بنسټونه ولړزول. د سپاه پاسداران، استخباراتو او هوايي ځواک مشري که څه هم نويو قوماندانانو ته سپارل شوې، خو د پخوانیو مجربو چارواکو نشتواليیوه ستره خلا رامنځته کړې، چې د جګړې پر قومانده یې اغیز پرې اېستی. د ایران پر اتومي پروژو مستقیمو بریدونو هغه زیرمې چې په اوږدو کلونو جوړې شوې وې، له جدي خطر سره مخ کړې دي.