هرانا: پر ایران د اسراییل د بریدونو له امله کابو ۱۰۹۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د «هرانا» په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ راپور ورکړی، چې د ایران او اسراییل تر منځ پوځي نښتې څلورمې ورځې ته غځېدلې دي، چې له امله یې ۱۰۹۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د «هرانا» په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ راپور ورکړی، چې د ایران او اسراییل تر منځ پوځي نښتې څلورمې ورځې ته غځېدلې دي، چې له امله یې ۱۰۹۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هرانا په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۱۹ ولایتونه له بریدونو سره مخ شوي، چې پکې نظامي، غیرنظامي او استوګنیزې سیمې په نښه شوې دي.
د رسمي او سیمه ییزو سرچینو په وینا، یوازې نن لږ تر لږه ۱۶کسان وژل شوي. دا هم تایید شوې ده چې په تېرو ورځو کې د بریدونو په تړاو ۷۷نورو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د غېر دولتي سرچینو په وینا، د دې شمېرو په ګډون په تېرو څلورو ورځو کې په ایران کې د ټپیانو او مړو ټولټال شمېر لږ تر لږه ۱۰۹۸تنو ته رسېدلی دی.
له یاد شمېر څخه کابو ۴۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا شمېرې د خپلواکو او ځایي سرچینو له خوا خپرې شوې دي او تر اوسه د ایران حکومت د تلفاتو دقیق شمېر نه دی تایید کړی.


د ایران او اسراییل ترمنځ روان پوځي تاوتریخوالی یوازې یوه سیمهييزه شخړه نه ده؛ بلکې د وسلو، پرمختللي توغندیو، بریدګرو ډرونونو او استخباراتي ټېکنالوژیو یوه پراخه ننداره ده. دا جګړه ښيي چې دواړه خواوې نه یوازې د وسلو جوړولو بلکې د جګړې نوې بڼه تجربه کوي.
په دغه جګړه کې ایران لږ تر لږه ۱۵ ډوله وسلې، توغندي، ډرونونه او الوتکې کارولې دي، چې پکې ډېری د نیابتي ډلو له لوري هم کارېدلي.
بل خوا اسراییل هم نږدې ۱۴ ډوله پرمختللي نظامي وسایل کارولي، چې پکې هوايي دفاعي سیستمونه، ډرون الوتکې، جنګي جیټ شامل دي.
دا جګړه ښيي چې سیمه نه یوازې د وسلو په ډګر کې تودېږي، بلکې د ټېکنالوژۍ، استخباراتو او نیابتي جګړو له لارې یو پېچلی امنیتي بحران تجربه کوي.
د ایران له خوا کارول شوې وسلې او ټېکنالوژي:
۱. بالستیک توغندي
ایران له اوږدې مودې راهیسې د بالستیک توغندیو پراختیا ته لومړیتوب ورکړی دی. دا توغندي د ځمکې څخه هوا ته او د اوږده واټن هدفونو لپاره کارېږي.
یاد توغندي نه یوازې په روانه جګړه کې کارول شوي بلکې له دې وړاندې هم پر اسراییل توغول شوي دي.

۲. کروز توغندي
۳. ډرون الوتکې (بېپیلوټه الوتکې)
ایران په وروستیو دوو کلونو کې د ډرون ټېکنالوژۍ په پراختیا کې یو مخکښ هېواد حساب شوی دی.

۴. نیابتي وسلوالې ډلې
ایران د حزبالله (لبنان)، حماس (فلسطین)، فاطمیون (افغان) او زینبیون (پاکستاني) ملېشو له لارې د نیابتي جګړې یوه بله جبهه پرانېستې ده، چې معمولاً راکټي بریدونه کوي.
۵. هایپرسونیک توغندی

د اسراییل له خوا کارول شوې وسلې او ټېکنالوژي:
۱. جنګي الوتکې

۲. ډرون سیستم
۳. دفاعي توغندیز سیستمونه
اسراییل له پرمختللو دفاعي ټېکنالوژیو څخه هم کار اخیسی، تر څو د ایران او نیابتي ډلو توغندي شنډ کړي.

۴. مصنوعي سپوږمکۍ او سایبر بریدونه
په روانه جګړه کې اسراییل د سایبر جګړې، څار، برېښنایي اختلال او د مصنوعي سپوږمکیو له لارې له لرې فاصلې د برید امکانات هم رامنځته کړي وو؛ خو تر ډېره بریالي نه برېښي.
که څه هم نړۍوالې ټولنې، امریکا او روسیې په غیرمستقیم ډول د دغې جګړې د بندېدو لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې ده؛ خو ایراني رسنیو ویلي چې تر اوسه د ډېپلوماتیکو هلو ځلو هېڅ څرک نه لیدل کیږي.
د ایران او اسراییل ترمنځ روانه جګړه یوازې د بارودو، وینو او ویجاړۍ نه ده؛ بلکې دا جګړه د عصري وسلو، ټېکنالوژۍ، استخباراتو او سایبري بریدونو بشپړ ترکیب دی.
دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د نوې جګړې بڼه خپله کړي؛ خو دا سیالي کولی شي د ټولې سیمې امنیت له سخت خطر سره مخ کړي.

پر ایران د اسراییل برید په معاصر تاریخ کې د ایران پر مهمو نظامي او ستراتیژیکو شتمنیو تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي چې لا هم روان دی. په دغه برید کې د ایران نظامي، استخباراتي او علمي بنسټونه سخت زیانمن شول او د سپاه پاسداران، پوځ او اتومي ادارو لسګونه مهم چارواکي له منځه لاړل.
دې وژنو د ایران پوځي، دفاعي وړتیاوې سختې وځپلې او سره له دې، چې تهران د خپلو وژل شویو جنرالانو ځایناستي سملاسي وټاکل، خو ددغه هېواد پر دفاعي وړتیاوو یې اغیز تر نن ورځې هم جوت دی، ځکه تهران ورو ورو داسې حالت ته رسیږي، چې اسراییلۍ الوتکې په فضا کې د ځان پر وړاندې هیڅ خنډ ونه ویني.
وژل شوي پوځي جګپوړي قوماندانان
سرلشکر حسین سلامي (د سپاه پاسداران عمومي قوماندان)
سرلشکر حمزه حاجيزاده (د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان)
سرلشکر محمدباقري (د ایران لوی درستیز)
سردار غلامعلي رشید (د خاتمالانبیا قرارګاه قوماندان)
سردار محمد کاظمي (د سپاه پاسداران د استخباراتو رییس)
سردار حسن محقق (د سپاه پاسداران د استخباراتو مرستیال)

د پوځ د هوايي دفاع قوماندانان
محمدمهدي شاهرخيفر (د توغندیزو عملیاتو مسوول)
حمزه جهاندیده
سجاد منصوري
مهدي نقوي
د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندانان
سردار امیرعلی حاجي زاده، د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان
محمود باقري
داوود شیخیان
محمدباقر طاهرپور
منصور صفرپور
مسعود طیب
خسرو حسني
جواد جورسرا
او محمد آغاجعفري

اتومي ساینسپوهان
ډاکټر محمدمهدی طهرانچي، د ازاد پوهنتون رییس
ډاکټرفریدون عباسي دواني، د اتومي انرژۍ پخوانی رییس
علي باکويي کریمي، د دودانګه ساینسپوه، له کورنۍ سره وژل شوی
سید امیر فقهي
عبدالحمید مینوچهر
محمدرضا ذالفقاري
منصور عسکري
سعید برجي
مطلبيزاده
نوې ټاکنې
له وژل کېدو څو ساعته وروسته، د ایران مذهبي مشرایتالله خامنهيي د نوې قوماندې لپاره لاندې پوځي جنرالان وټاکل:
سرلشکر امیرحاتمي د پوځ مخکینی قوماندان د لوی درستیز په توګه،
سرلشکر محمد پاکپور، د سپاه د ځمکنيو ځواکونو پخوانی قوماندان د سپاه پاسداران عمومي قوماندان په توګه،
جنرال مجید موسوي، د حاجيزاده مرستیال او د توغندويي چارو متخصص د هوايي ځواک قوماندان په توګه
سرلشکر علي شادماني، د جګړو، استخباراتو او قرارګاوو پخوانی قوماندان د مرکزي قرارګاه قوماندان په توګه

دغه برید د ایران د نظامي او ساینسي جوړښتونو تر ټولو ژور بنسټونه ولړزول. د سپاه پاسداران، استخباراتو او هوايي ځواک مشري که څه هم نويو قوماندانانو ته سپارل شوې، خو د پخوانیو مجربو چارواکو نشتواليیوه ستره خلا رامنځته کړې، چې د جګړې پر قومانده یې اغیز پرې اېستی. د ایران پر اتومي پروژو مستقیمو بریدونو هغه زیرمې چې په اوږدو کلونو جوړې شوې وې، له جدي خطر سره مخ کړې دي.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو په یوه ټلیفوني تماس کې د اسراییل-ایران د جګړې پر ختمېدو او د روسيې-اوکراین د کړکېچ د پای ته رسېدو په اړه خبرې کړي. د امریکا د ولسمشرۍ دفتر پر اېکس پاڼې لیکلي، دغو خبرو یو ساعت دوام کړی چې ډېره برخه یې د اسراییل او ایران د جګړې پر ختمېدو وه.
د امریکا د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دواړو لوریو وروسته له هغې په دې اړه خبرې کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د هغه د زوکړې د مبارکۍ لپاره اړیکه نیولې وه.
دوی ویلي، چې د دې یو ساعته اوږدو خبرو زياته برخه د اسراییل او ایران د جګړې پر ختمېدو وه.
دغه دفتر زياته کړې، چې پوتین د دې جګړې د ژر پای ته رسېدو هيله ښودلې.
پوتین ویلي: «زه باور لرم چې د اسراییل او ایران جګړه به ژر پای ته روسېږي.»
ټرمپ بیا له پوتین څخه غوښتي: «ستا خپله جګړه د روسیې او اوکراین جګړه هم باید ژر ختمه شي.»
د امریکا د ولسمشرۍ دفتر د معلوماتو له مخې، دواړو ولسمشرانو د روسيې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تباديلې په اړه هم بحث کړی او په دې اړه یو شمېر مسایل راتلونکې اوونۍ ته پرېښي دي.

هندي چارواکو اعلان کړی چې په احمد اباد کې د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو له امله د مړو شمېر ۲۷۰ ته لوړ شوی دی. په ورته وخت کې، د هند د هوايي چلند وزیر رام موهان نایدو اعلان وکړ چې د ټولو بوینګ ۷۸۷ الوتکو د څېړلو امر صادر شوی دی.
رام موهان نایدو زیاته کړه، چې چارواکي د پېښې د ټولو ممکنه لاملونو پلټنه کوي.
د هند د هوايي چلند وزیر د شنبې په ورځ، د جون په ۱۴مه، په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د ۷۸۷ الوتکو د پراخې څارنې امر هم کړی دی."
د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۳۴ یادو الوتکو څخه ګټه اخیستل کېږي.
د هند د هوايي چلند وزیر وویل چې تر اوسه پورې اته الوتکې معاینه شوې او دا پروسه په بېړني ډول ترسره کیږي.
د هوايي چلند تنظیم کوونکي ایر انډیا ته امر کړی چې د بوینګ ۷۸۷ الوتکو د ساتنې نور معاینات ترسره کړي.
د ایرانډیا الوتکه چې بوینګ ۷۸۷وه، له احمداباد څخه د بریټانیا ګیټوېک ته روانه وه، چې د پنجشنبې په ورځ له الوتنې څو شېبې وروسته ولوېده.
په الوتکه کې ۲۴۲ کسان سپاره وو، چې ویل کیږي یوازې یو تن ترې ژوندی پاتې دی.

د اسراییل هوايي بریدونو د ایران د اټومي او نظامي مشرتابه سیستم له منځه وړی، چې له امله یې کمزوری شوی تهران د بشپړې جګړې په ګډون، چې نه یې امکانات لري او نه یې د بریا تمه، د غچ اخیستلو ډېر محدود انتخابونه لري. امپراتوري له زوال سره مخ ده خو ایا ایران دا زوال اداره کولای شي؟
اسراییل د پنجشنبې په شپه پر ایران هوایي بریدونه وکړل او دا بریدونه د جمعې په شپه بیا تکرار شول، چې دې د دواړو دښمنو هېوادونو تر منځ تقابل تر بېساري کچې پورته یوړ. دا هغه جګړه ده چې له کلونو راهیسې پټه روانه وه، خو په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د متحد حماس له خوا د اسراییل پر ضد له برید وروسته علني شوه.
سیمهییزې امنیتي سرچینې وايي، تهران نشي کولی همدومره موثر بریدونه وکړي، ځکه د حماس له برید وروسته چې د غزې جګړه یې راوپاروله، اسراییل د ایران د توغندیزو وړتیاوو او نظامي شبکو لویه برخه له منځه وړې.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وویل، چې تهران د جمعې په ورځ سلګونه بالیستیک توغندي د غچ اخیستلو په موخه پر اسراییل توغولي. خو د اسراییل پوځ وویل چې دا شمېر تر ۱۰۰ کم وو او زیاتره یې یا ویشتل شوي یا خپل هدف ته نه دي رسېدلي. تهران تېره شپه یوځل بیا تل ابیب او د اسراییلو نور ښارونه په نښه کړل، چې اسراییل هم په ځوابي بریدونه کې د ایران مختلفې سیمې او هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.
سیمهییزو امنیتي سرچینو ویلي، د ایران مشرتابه، چې ځان کم احساسوي، نه غواړي د اسراییلي پوځي فشار په وړاندې ضعیف وبرېښي، او دا چاره د لا زیاتې شخړې امکان زیاتوي ، چې په دې کې پټ بریدونه یا دا خطرناک انتخاب چې ژر تر ژره اټومي وسلې جوړې کړي، هم شامل دي.
کارپوهان وايي، د اټومي وسلو نه خپرېدو تړون څخه وتل به د ایران یو جدي ګام وي، ځکه دا به دا معنا ولري چې تهران غواړي د یورانیمو د بډاینې پروګرام ګړندی کړي څو د اټومي وسلو لپاره مواد چمتو کړي.
ایراني مشرتابه لا تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی به د یکشنبې په ورځ د عمان په غونډه کې، چې له متحده ایالاتو سره د اټومي پروګرام په اړه د بن بست خبرو شپږم پړاو دی، ګډون کوي که نه، خو ایراني چارواکي وايي، چې نورې دا خبرې اترې بې معنا دي او د هیچا ننواتې او د جوړجاړي خبرې به ونه مني.
د تهران سیمهییز نفوذ د اسراییل د بریدونو له امله سخت اغېزمن شوی، له حماس نه نیولې تر حزبالله، حوثیانو او عراقي ملیشو پورې ټول په تدریج او د یوه پلان له مخې ځپل شوي. سربېره پر دې، د سوریې د ولسمشر بشار الاسد چې د ایران نږدې متحد و، له واکه لري کېدل هم یو ستر زیان و.
د لوېدیزو بندیزونو له امله د ایران د نفتو صادرات هم سخت محدود شوي او د اسعارو د سقوط، لوړ انفلاسیون، د انرژۍ او اوبو کموالي په ګډون اقتصاد یې له یو شمېر بحرانونو سره مخ دی.
یو سیمهيیز کارپوه، سارکیس نعوم رویټرز ته وویل، « هغوی له هېچا نه شي کولی غچ واخلي. اسراییل د ایران امپراتورۍ دړې وړې کوي، ټوټه ټوټه او اوس یې دننه هم د رژیم پر نه ماتېدونکي تصور شک پیدا کړی. دا یوه ستره ضربه ده».
د اسراییل بریدونو د جمعې او شنبې پر شپو هم دوام درلود، د تهران او نورو ښارونو کلیدي تاسیسات هدف وګرځول شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
د ایران ستر مذهبي مشر، ایتالله علي خامنهیي، د جمعې په ورځ سخت دریځ درلود، ویې ویل، « اسرایل جګړه پيل کړې، او یوه تریخ تقدیر ته به ورسېږي».

اټومي انتخاب
د خلیجي څېړنو مرکز مشر عبدالعزیز الساغر وايي ایران اوس په یوه ګوښه حالت کې دی او ډېر محدود انتخابونه لري.
یو انتخاب دا کیدای شي چې په پټه دا ډاډ ورکړي چې د یورانیمو بډاینه به بنده کړي او اټومي وړتیاوې به له منځه یوسي، ځکه علني تسلیمیدل به د کورني غبرګون سبب شي.
بله لاره دا ده چې پټ جنګ ته بېرته وګرځي، لکه څرنګه یې چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د امریکا او اسراییل سفارتونه او پوځي تاسیسات هدف وګرځول.
درېیمه، او تر ټولو خطرناکه لاره دا ده چې د اټومي وسلو نه خپرېدو له تړون څخه ووځي او یورانیم بډایه کول ګړندی کړي.
الساغر خبرداری ورکوي چې دا به د جګړې اعلان وي او نه یوازې داسراییل، بلکې د امریکا او نورو لوېدیزو قدرتونو نړیوال غبرګون به رامنځته کړي.
ټرمپ ویلي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي. هغه د پنجشنبې په ورځ بیا دا خبره تکرار کړه: «ایران باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو هیله پريږدي.»
اوس مهال ایران تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم بډایه کوي، چې د وسلو د جوړولو لپاره اړین ۹۰ سلنې ته نږدې دي. د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره وايي چې ایران د نهه بمونو د جوړولو لپاره مواد لري.
ستره ضربه
د اسراییل بریدونود ایران اټومي تاسیسات، د بالیستیک توغندیو فابریکې، نظامي مشران او اټومي ساینسپوهان هدف ګرځولي. نتنیاهو ویلي دا د یوې اوږدمهالې جګړې پیل دی څو ایران اټومي وسلې جوړې نه کړي.
دوه سیمهییزې سرچینې وايي، لږ تر لږه ۲۰ لوړپوړي ایراني مشران وژل شوي. د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلام، او د فضايي ځواک مشر امیر علي حاجيزاده پکې شامل دي.
د کارنیګي یو تن کارپوه حاج علي رویټرز ته وویل، « دا یو لوی برید و، لوړې څېرې، مشران، د ایران پر نظامي مشرتابه او د توغندیو پروګرام سخت اغېز. بېساری برید و».
سیما شاین، چې مخکې د موساد یوه مشر شنونکې وه او اوس د اسراییل د ملي امنیت د مطالعاتو انستیتوت کې څېړنه کوي، وايي، « د امریکا له همکارۍ پرته به اسرایل په یوازې سر د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړلو توان ونه لري، نو که امریکا برخه نه وي، زه فکر کوم د ایران د اټومي پروژې یو شمېر برخې به پاتې شي».
یوه لوړپوړي سیمهيیز چارواکي چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، رویټرزته وویل چې د جمعې بریدونو یوازې ستراتیژیک زیان نه دی اړولی، بلکې د ایران مشرتابه یې تر بنسټه ولړزله.
هغه وویل، « سرغړونه اوس په وېره او ناڅرګندتیا بدله شوې. دننه په نظام کې اضطراب زیات شوی، نه یوازې د بهرني ګواښ له امله، بلکې د واک په تړاو اندېښنه هم شته».
یوه پخواني معتدل ایراني چارواکي وویل، چې کله په ۲۰۲۰ کې جنرال قاسم سلیماني د ټرمپ په امر ووژل شو، له همغه وخته رژیم په زوال پیل وکړ. هغه زیاتوي، « له همغه وخت راهیسې، اسلامي جمهوري دولت نشوای کولی خپل سیمهییز نفوذ بېرته ترلاسه کړي او دا برید ښايي د پای پیل وي».

هغه خبرداری ورکړ، چې که مظاهرې پيل شي او رژیم له زور څخه کار واخلي، دا به سخته تمامه شي، ځکه خلک له کلونو راهیسې له بندیزونو، انفلاسیون، او سختو ځپنو سره مخ دي.
په یوه ویډیويي وینا کې، چې وروسته له بریدونو خپره شوه، نتنیاهو وویل، « زموږ جګړه له تاسې سره نه ده، بلکې له دې ظالم رژيم سره ده چې تاسې يې ۴۶ کاله ځورولي یاست. زه باور لرم چې ستاسې د ازادۍ ورځ نږدې ده».
دا امید چې رژیم بدلون وکړي، ښايي په دې دلیل هم وي چې اسراییل دومره زیات مشران هدف وګرځول، څو د امنیتي سیستم مرکز ګډوډ کړي.
سیما شاین وايي: « دا کسان ډېر مهم وو، ډېر تجربه لرونکي، د کلونو کار تجربه يې لرله او د رژیم د ثبات، په ځانګړې توګه د امنیتي ثبات مهمه برخه وو».
ایراني دولتي رسنۍ وايي، لږ تر لږه دوه اټومي ساینسپوهان فریدون عباسي او محمد مهدي طهرانچي د تهران په بریدونو کې وژل شوي.
د امپراتورۍ زوال
د ایران تر ټولو قوي سیمهییز متحدحزبالله هم دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی.
د بریدونو له پيل مخکې حزبالله ته نږدې امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي وو، چې دا ډله به د ایران د غچ اخیستلو برخه نه شي، ځکه دا کار به اسراییلي بمبارۍ بیا پر لبنان پیل کړي. تېر کال د حزبالله پر ضد د اسراییل جګړه، دا ډله کمزوري کړه. د مشرتابه ډیرو کسانو وژل، زرګونه جنګیالي له لاسه وتل او جنوبي لبنان او بیروت کې یې مرکزونه له منځه تلل، ددې ډلې لپاره مرګوني ګوزارونه وو.
که ایران او اسرایل مستقیمه جګړه پیل کړي، نو دا جګړه به ژر تر ژره د خلیجي هېوادونو خاورې ته وغځېږي، چې د دواړو تر منځ پراته دي او هلته امریکایي نظامي اډې هم شته.
یو خلیجي چارواکي رویټرز ته ویلي، هغه خلیجي سلطنتونه چې د واشنګټن متحد دي، له بریدونو وروسته یې خپلو ادارو ته دننه لارښوونې کړې دي چې له داسې پاروونکوڅرګندونو ډډه وکړي، چې ښايي ایران پرې غوسه شي.
شنونکي وايي، ټرمپ کولی شي د اسراییل د بریدونو له عواقبو استفاده وکړي څو ایران بېرته د اټومي خبرو مېز ته راولي خو دا ځل به ایران ډېر منزوي وي او ښايي ډېر ژور امتیازات ورکړي.
یو سیمه ییز کارپوه سارکیس نعوم وايي، « یوه خبره روښانه ده: د ایران امپراتوري د زوال په حال کې ده. خو ایا دوی کولی شي دا زوال اداره کړي؟ په نظامي وسایلو نه، یوازې یوه لاره پاتې ده: خبرې اترې».