په المان کې د هغو پناهغوښتونکو شمېر زیات شوی، چې کلیساوو ته پناه وړي

په المان کې د کډوالۍ د سختدریځو سیاستونو او د پناهغوښتونکو د شړلو له زیاتوالي سره د هغو کسانو شمېر زیات شوی، چې کلیساوو ته پناه وړي. د المان د فډرالي کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره وايي، چې ۲۳۸۶ پناهغوښتونکو د شړلو له وېرې کلیساوو ته پناه وړې ده.