• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران له خپلو وګړو غوښتي چې «وټس اپ» پاک کړي، ځکه د اسراییل لپاره معلومات راټولوي

۲۸ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۸ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱

د ایران دولتي رسنۍ صداوسیما له ټولو ایراني وګړو غوښتي، چې د «وټس اپ» پیغام‌رسوونکی اپلیکېشن له خپلو ګرځنده ځیرک ټلیفونونو څخه پاک کړي. یادې رسنۍ ادعا کړې، چې دا اپلیکېشن د کاروونکو معلومات راټولوي او د اسراییل په واک کې یې ورکوي.

وټس اپ چې د فېسبوک او انسټاګرام د مالک له شرکت «میټا» سره تړاو لري، د دغو تورونو په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي: «موږ اندېښمن یو چې دا ناسم راپورونه ښايي زموږ د خدمتونو د بندېدو لپاره پلمه شي، په داسې حال کې چې اوس خلک تر بل هر وخت ډېر زمونږ چوپړتیاوو ته اړتيا لري.»

دا شرکت ټینګار کوي، چې عمومي پټو تورو د سیسټم (end-to-end encryption) له لارې د پیغامونو محرمیت خوندي ساتي او هېچا ته، ان خپله وټس اپ ته دا وړتیا نه ورکوي، چې د کاروونکو پیغامونه ولولي.»

په اعلامیه کې همداراز راغلي: «موږ د کاروونکو دقیق ځای نه تعقیبوو، د هغوی د اړیکو راپورونه نه ساتو، شخصي پیغامونه نه څارو او ټولییز معلومات هم هېڅ دولت ته نه ورکوو.»

د یادولو وړ ده، چې وټس اپ اپلیکېشن له ډېرو کلونو راهیسې په ایران کې یو له خورا مشهورو پیغام‌رسوونکو څخه دی، چې د ایران حکومت د ۱۴۰۱ کال د اعتراضي خوځښتونو پر مهال دا اپلیکېشن او ګوګل‌پلې بند کړي وو، خو دا بندیزونه د تېر کال په پای کې لېرې شول.

سره له دې، زیات شمېر ایرانیان لا هم د «وي پي اېن» او نورو فیلتر ماتوونکو له لارې دې شبکو ته لاسرسی لري

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

نیویارک ټایمز: ایران د امریکا پر پوځي اډو د غچ اخیستو لپاره تیاری نیسي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۱

امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې ایران په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډو د احتمالي برید لپاره خپل راکټونه او نور پوځي تجهیزات چمتو کوي.

په خبر کې راغلي، ایراني چارواکي وړاندوینه کوي چې احتمال شته متحده ایالات به د ایران پر وړاندې داسراییل په تهاجمي عملیاتو کې برخه واخلي.

د امریکا پوځ په لسګونو د الوتکو د سون توکو د رسولو ټانکري الوتکې اروپا ته استولي دي، چې کېدای شي د جنګي جېټ الوتکو سره په سیمه کې د امریکا د اډو د ساتنې یا د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د هر ډول احتمالي برید کې د ګډون کوونکو بمباریو د لړۍ د پراخولو لپاره وکارول شي.

خبر زیاتوي، چې اسراییل پر متحده ایالاتو فشار راوړی چې د ایران پر ضد د دوی په بریدونو کې برخه واخلي.

امریکايي چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې که امریکا د ایران د مهمو اټومي تاسیساتو څخه یو، «فردو» باندې د برید لپاره له اسراییل سره یوځای شي، نو د ایران ملاتړي حوثي ملیشې به خامخا په سره سمندر کې په سوداګریزو کښتیو باندې خپل بریدونه بیا پیل کړي.

دغه چارواکو زیاته کړې، داسې احتمال شته چې په عراق او سوریه کې ایران پلوه ملیشې په دغو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړي.

بلخوا امریکایي ځواکونه په متحده عربي اماراتو، قطر، اردن او سعودي عربستان کې په خپلو پوځي اډو کې په بشپړ ډول د تیارسۍ په حال کې دي.

متحده ایالات په منځني ختیځ کې په شته اډو کې له ۴۰،۰۰۰څخه ډېر سرتېري لري.

دوو ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې که امریکا له اسراییل سره په جګړه کې برخه واخلي، نو دا هېواد به په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو برید وکړي.

د دوی په وینا، د بریدونو لومړۍ څپه به په عراق کې د امریکا پر اډو وي.

په متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې پر امریکايي تاسیساتو بریدونه به خورا حساس وي، ځکه دغو هېوادونو پر ایران د اسراییل له برید سره خپل مخالفت څرګند کړی او د برید د پای ته رسولو لپاره یې ډیپلوماتیکې مشورې ترسره کړې دي.

امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې ایران به پر اډو د برید لپاره ډېر چمتووالي ته اړتیا ونلري، ځکه چې د ایران د وسله والو ځواکونو د توغندیو اډې، په بحرین، قطر او متحده عربي اماراتو کې د امریکا له اډو څخه لرې نه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره ویلي، چې ایران د یورانیمو د غني کولو حق نه لري او له ایران څخه یې غوښتنه کړې، چې د امریکا او اسراییل غوښتنو ته تسلیم شي او دغه هېواد خپل اټومي تاسیسات په خپله له منځه یوسي.

نیویارک ټایمز لیکلي، دا روښانه نه ده چې په فردو برید چې د اسراییل یوه غوښتنه ده، د ایران اټومي وړتیاو ته څومره زیان رسوي یا د دغه هېواد د اټومي وسلو پراختیا به څومره وځنډوي، ځکه چې د ایران د غني شویو یورانیمو اوسني زېرمې هم په ګنو ځایونو کې د ځمکې لاندې تونلونو کې پټې دي.

دا چارواکي زیاتوي، چې د امریکا په مرسته کې د اسراییلي کومانډویانو لپاره د هوایي پوښښ چمتو کول شامل دي، ترڅو د ایران خاورې ته ننوځي او د ځمکې لاندې اټومي تاسیسات ویجاړ کړي.

شنونکي په دې باور دي، چې یوازې درنې هوايي حملې به د دې تاسیساتو له منځه وړلو توان ونلري.

امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د فردو برید لپاره د بنکرونو ویجاړونکو بمونو سمبال «بي ۲» ډوله پټ بم غورځونکو الوتکو کارول ډېر احتمال لري. دا بمونه په تیوريکي توګه د غرونو ژورو ته د ننوتلو وړتیا لري.

امریکايي ځواکونه د سوریې له دوو نورو اډو څخه هم وتلي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

امریکايي ځواکونه د سوریې په شمال ختیزه سیمه کې له "الوزیر" او "تل‌بیدر" دوو نورو پوځي اډو څخه هم وتلي دي. د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو یوه مشر مظلوم عبدي د رویټرز خبریالانو ته ویلي چې دغه شاتګ د داعش ډلې د بیا فعالېدو زمینه برابره کړې او امنیتي ګواښونه یې زیات کړي دي.

د رپوټ له مخې، د یادو اډو ځایونه اوس یوازې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له خوا ساتل کېږي، امریکايي سرتېري پکې نه شته او پوځي څارونکې کمرې او اغزن سیم هم له منځه وړل شوي دي.

یادې اډې د الحسکه ولایت اړوندې دي او دا لومړی ځل دی چې خبریالانو د دغو اډو پرېښودل له نږدې تایید کړي.

دا پرمختګ وروسته له هغه کیږي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان وکړ چې غواړي د شمال ختیزې سوریې له اتو اډو څخه یوازې په یوه کې حضور وساتي. د امریکايي ځواکونو شمېر هم ښايي له ۲۰۰۰ څخه ۵۰۰ ته کم شي.

مظلوم عبدي وايي: «د داعش ګواښونه په وروستیو کې سخت زیات شوي. د امریکا د شاتګ پلان له پخوا معلوم و، خو موږ هڅه کوو خلاوې ډکې کړو».

خامنه‌يي د خپلو نږدې سلاکارانو تر وژل کېدو وروسته یوازې شوی ښکاري

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱

د ایران ۸۶ کلن مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي ویني چې مهم پوځي او امنیتي سلاکاران د اسراییل هوایي بریدونو له امله وژل شوي او د هغه په نږدې مشورتي حلقه کې یې ستره تشه راوستې. پنځو هغو کسانو چې د خامنه یي له پرېکړو سره بلد دي، رویټرز ته ویلي، دې کار د ستراتیژیکو تېروتنو خطر زیات کړی دی.

یوې سرچینې، چې په دوامداره توګه د خامنه‌يي غونډو ته ورځي، ایران ته د دفاع او داخلي ثبات له اړخه د تېروتنې خطر "بې‌سارې خطرناک" وباله.

رویټرز په خپل تحلیلي رپوټ کې وايي، چې له جمعې ورځې را په دېخوا څو لوړپوړي پوځي قوماندانان وژل شوي، چې د خامنه‌يي له نږدې سلاکارانو څخه د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د هوافضا مشر امیرعلي حاجي‌زاده (چې د ایران د بالستیک میزایلو د پروګرام مشر و) او د استخباراتو مشر محمد کاظمي پکې شامل دي.

دا کسان د ایران د ستر مشر د شاوخوا ۱۵-۲۰ کسیزې حلقې غړي وو، چې د سپاه قوماندانان، علما او سیاستوال پکې شامل وو. دا سرچینې درې د خامنه‌يي د مهمو غونډو برخه والې پاتې شوې او دوه نورې د ایراني مقاماتو نږدې خلک دي.

یاده ډله هر وخت نه، بلکې د اړتیا پر مهال د خامنه‌يي دفتر له خوا د مشورې لپاره راوغوښتل کېږي، څو پر مهمو پرېکړو بحث وشي. د دغې ډلې غړي اسلامي جمهوري نظام او خامنه‌يي ته په پوره وفادارۍ مشهور دي.

خامنه‌يي، چې له ۱۹۷۹ انقلاب مخکې یې بندتېر کړی او د ۱۹۸۹ له چاودنې ژوندي پاتې شوی، ژور باور لري چې د ایران اسلامي حکومت باید وساتل شي او پر لوېدیځ سخت شکمن دی.

په ایران کې د حکومت سیستم له مخې، نوموړي د وسله‌والو ځواکونو ستر مشر دی، د جګړې د اعلان اختیار لري او کولای شي لوړپوړي چارواکي لکه قاضیان او جنرالان وګوماري یا لرې کړي.

که څه هم وروستۍ پرېکړه د هغه ده، خو مشورې ته ارزښت ورکوي، مختلف نظرونه اوري او وخت ناوخت له سلاکارانو زیات معلومات غواړي. یوه سرچینه وایي: "خامنه‌يي ډېر سرسخت خو همدارنګه خورا محتاط سړی دی. دا محتاط توب دی چې نوموړی یې تر دې مهاله په قدرت کې ساتلی."

د خامنه‌يي زوی مجتبی

د رژیم پر بقاء تمرکز بیا بیا تر ازموینې لاندې راغلی. خامنه‌يي په ۱۹۹۹، ۲۰۰۹ او ۲۰۲۲ کې د ملي اعتراضونو د ځپلو لپاره سپاه پاسداران او بسیج ملیشه ځواکونه کارولي.خو که څه هم امنیتي ځواکونه تل د مظاهره‌چیانو پر وړاندې بریالي شوي، کلونه کلونه لوېدیز بندیزونه ایران ته سخت اقتصادي مشکلات پیدا کړي، چې شنونکي وايي دا حالت کېدای شي په پای کې د کورنۍ بې‌ثباتۍ ګواښ زیات کړي.

خامنه‌يي اوس له یوه لوېدونکي امنیتي بحران سره مخ دی، ځکه اسراییل پر اتومي، پوځي مرکزونو او قوماندانانو بریدونه کوي، او ایران غبرګون کې توغندي توغوي.

پنځه سرچینې وایي، سره له دې چې اسراییلي بریدونو ځینې مشاورین له منځه وړي، نور مهم کسان لاهم فعال، اغېزناک او باوري دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو چارو کې سلا مشورې ورکوي.

خامنه‌يي دا مشاورین ګوماري چې د اړینو موضوعاتو سره سم مسوولیت واخلي، او دا کار د هغه حضور د پوځ، امنیت، کلتور، سیاست او اقتصاد په ډېرو ادارو کې پراخوي.

دا سيسټم، چې حتا د منتخب ولسمشر تر ادارې لاندې ادارو کې هم فعاله دی، دا معنا لري چې د خامنه‌يي دفتر نه یوازې لویو پرېکړو کې لاس لري، بلکې د کوچنیو ګامونو او پروژو تطبیق هم څاري.

سرچینې وایي، مجتبی خامنه‌يي (د هغه زوی) په تېرو شلو کلونو کې د دې بهیر مرکزي څېره ګرځېدلی، ځکه هغه له مختلفو اشخاصو، ګوندونو او ارګانونو سره اړیکې تنظیموي.

مجتبی، چې یو منځ‌رتبه عالم دی، د خپل زاړه پلار ځایناستی ګڼل کېږي. هغه له سپاه سره نږدې اړیکې جوړې کړې او دې یې د ایران په سیاسي او امنیتي جوړښت کې اغېز زیات کړی.

سرچینې زیاتوي، علي‌اصغر حجازي د خامنه‌يي د دفتر د سیاسي امنیت مرستیال هم خورا مهم استخباراتي مقام دی او زیاتره وخت د ایران تر ټولو با اغېزه استخباراتي چارواکی ګڼل کېږي.

دغه‌راز، د خامنه‌يي د دفتر مشر محمد ګلپایګاني، د بهرنیو چارو پخواني وزیران علي‌اکبر ولایتي او کمال خرازي، او د پخواني پارلمان رییس علي لاریجاني لاهم د هغه د باور وړ مشاورین دي، په ځانګړي ډول د اتومي شخړو او کورنیو پالیسیو برخو کې.

خو د سپاه د لوړپوړو قوماندانانو له لاسه ورکول د هغه نظام لپاره لویه ضربه ده، ځکه چې له۱۹۸۹کال راهیسې یې خامنه‌يي د دې سازمان پر ځواک باوري کړی، هم د کورني امنیت لپاره او هم د ایران د سیمه ییزې ستراتیژۍ لپاره.

که څه هم عادي پوځ د دفاع وزارت له لارې اداره کېږي، خو سپاه خامنه‌يي ته مستقیم حساب ورکوي او د هېواد د وسله‌والو ځواکونو تر ټولو پرمختللي وسایل لري.

په داسې حال کې چې د ایران اسلامي جمهوریت تر ټولو خطرناک پړاو تېروي، خامنه‌يي نور هم منزوی شوی، ځکه د مقاومت محور نور مهم متحدین هم له لاسه ورکړي.

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله، چې خامنه‌يي ته شخصاً نږدې و، تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د اسراییلي هوایي برید له امله ووژل شو او د سوریې ولسمشر بشار الاسد د دسمبر میاشت کې د یاغیانو له خوا راوپرځول شو.

د غزې په سوېل کې د اسراییل په ډزو کې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان ووژل شول

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۷ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د خان‌یونس په ښار کې د اسراییلي ځواکونو د ټانکونو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د ډاکټرانو په وینا، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه‌دی او ښايي د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

د غزې روغتیا وزارت زیاته کړې، چې ټپیان ناصر روغتون ته لېږدول شوي او د ګڼې‌ګوڼې له امله د اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

اسراییلي پوځ لاتر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

هرانا: پر ایران د اسراییل د بریدونو له امله کابو ۱۰۹۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د «هرانا» په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ راپور ورکړی، چې د ایران او اسراییل تر منځ پوځي نښتې څلورمې ورځې ته غځېدلې دي، چې له امله یې ۱۰۹۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هرانا په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۱۹ ولایتونه له بریدونو سره مخ شوي، چې پکې نظامي، غیرنظامي او استوګنیزې سیمې په نښه شوې دي.

د رسمي او سیمه ییزو سرچینو په وینا، یوازې نن لږ تر لږه ۱۶کسان وژل شوي. دا هم تایید شوې ده چې په تېرو ورځو کې د بریدونو په تړاو ۷۷نورو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د غېر دولتي سرچینو په وینا، د دې شمېرو په ګډون په تېرو څلورو ورځو کې په ایران کې د ټپیانو او مړو ټولټال شمېر لږ تر لږه ۱۰۹۸تنو ته رسېدلی دی.

له یاد شمېر څخه کابو ۴۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې دا شمېرې د خپلواکو او ځایي سرچینو له خوا خپرې شوې دي او تر اوسه د ایران حکومت د تلفاتو دقیق شمېر نه دی تایید کړی.