د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د دې پوهنتون لپاره د کابل په نوي ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت د پخواني امریکایي پوهنتون او اوسني «افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون» لپاره د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې او دا غوښتنه د طالبانو مشر منلې ده.
د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزارت ویاند ویلي، چې په یوه سیمه کې د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې موندل ممکن نه دی، له همدې امله به دغه اندازه ځمکه په څو بېلابېلو برخو کې ووېشل شي.
هغه زیاته کړې، چې دا پوهنتون به یو «فوق تخصصي» تعلیمي مرکز وي، چې په کې به د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه زده کړې ورکول کېږي.
نوموړي وویل، چې طالبان غواړي دغه پوهنتون پراخ او پرمختللی کړي.
د افغانستان د حکومت له سقوط وروسته د افغانستان امریکايي پوهنتون هم وتړل شو او مرکز یې دوحې (قطر) ته انتقال شو.
د دې پوهنتون زدهکوونکي د زدهکړو د دوام لپاره نورو سیمهییزو هېوادونو ته ولېږدول شول او د پوهنتون دروازې بندې شوې.
د افغانستان امریکايي پوهنتون د سیمې له معتبرو علمي بنسټونو څخه ګڼل کېده، چې له تېرو څه باندې لسو کلونو راهیسې یې زرګونه زدهکوونکي د لسانس او ماسټرۍ په کچه فارغ کړي وو.
له دې سره سره، طالبانو د جګړې په وخت کې څو ځله پر دې پوهنتون مرګوني وسلهوال بریدونه کړي وو او څو ځلې یې بهرني استادان تښتولي او یرغمل کړي وو.