د ایران فارس اژانس: یو افغان محصل «له موساد سره د اړیکو» په تور نیول شوی

فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران په ری ښار کې د ځانکړو نظامي عملیاتو پر مهال داسراییل په موساد استخباراتي شبکې پورې اړوند کس نیول شوی. ایراني ځواکونو ادعا کړې، چې نیول شوی کس د افغانستان تابعیت لري او د لیسانس دورې زده کوونکی دی.
