طالبانو د داوطلبۍ له لارې د پنجشېر څه باندې ۴ زره قیراطه زمرد وپلورل

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد پر سوداګرو یې ۴ زره او ۷۰۰ قيراطه زمرد د ۴۶۸ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، چې د هېواد پر سوداګرو یې ۴ زره او ۷۰۰ قيراطه زمرد د ۴۶۸ زره او ۶۰۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
د طالبانو ترواک لاندې باختر خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې یاد اندازه زمرد تازه استخراج شوي و او د داوطلبۍ له لارې یې پلورلي دي.
د راپور له مخې، دغه داوطلبي د کانونو د څارنې کمېټې، سیمهییزو چارواکو او خصوصي سکتور استازو په حضور کې ترسره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په پنجشېر ولایت کې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې زرګونه قیراطه زمرد د هېواد پر سوداګرو پلورلي دي.
په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست تر دې وړاندې ویلي و، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.
د دغه ریاست په وینا، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو او نښتو سره، سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري په عادي، منظمه او پرته له کوم خنډه روانه ده.
دغه وزارت سېشنبه (د غبرګولي ۲۷مه) زیاته کړې، چې د ګمرک چارواکو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ولایتي ټیمونو لهخوا ترسره شوې ارزونې ښیي چې د افغانستان واردات او صادرات له بېلابېلو چېنلونو له لارې دوام لري.
د یاد وزارت په وینا، له ګاونډیو هېوادونو سره په راکړه-ورکړه کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته شوی.
دغه وزارت ادعا کړې، چې د بیو د لوړېدو یا سوداګرۍ د ګډوډۍ په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او د شخصي او غېرمسلکي ارزونو پر بنسټ خپاره شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د څارنې ټیمونه په ټولو ولایتونو او سرحدي نقطو کې په دوامداره توګه فعالیت او هڅه کوي چې د خصوصي سکټور او د دې ډلې له ادارو سره د نږدې همکارۍ له لارې د سوداګرۍ پرمخ د هر ډول خنډ مخه ونیول شي.
په دې علامیه کې راغلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په منظم ډول د هېواد د سوداګرۍ وضعیت ارزوي او د اړتیا په صورت کې به د بازار ثبات او روانې سوداګرۍ د ساتنې لپاره اړین اقدامات وکړي.
تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له امله د ایران او افغانستان پولې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې دي.
د پاکستان د سمندري چارو وزیر ویلي، چې هڅه کوي د افغانستان لپاره د ګوادر بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي نوی فرصت چمتو کړي.
د پاکستان د سمندري چارو وزیر محمد جنید چودري د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ دویمه بیړۍ چې ۲۰ زره مټریک ټنه «ډای امونیم فاسفیټ» کیمیاوي سري پکې بار دي په بریالیتوب سره ګوادر بندر ته رسیدلې.
انور دا ګام د سیمي د سوداګریز اتصال او د ګوادر بندر د ستراتیژیک اهمیت په لور مهم پرمختګ بللی دی.
د پاکستان د سمندري چارو وزیر محمد جنید انور ویلي:« دا زموږ د دوامدارو هڅو یوه برخه ده چې د ګوادر بندر د وچې له لارې تولو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان لپاره د سواګرۍ ستراتیژیک دهلیز وګرځوو.»
د راپورونو له مخې د افغان ټرانزیټ دا بیړۍ د اسټرالیا له تاونزیل څخه حرکت کړی و او د کراچۍ کوادر بندر ته رسیدلي ده.
په دې ورستیو کې افغان سوداګرو د کراچۍ د ګوادر بندر څخه مخ اړولی او افغان ټرانزیټ تر ډېره د ایران د چابهار بندر له لارې ترسره کیږي، خو پاکستان هڅه کوي چې د ګوادر بندر له لارې د سیمې هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ جریان پراخ کړي او افغانستان ته د بدیلو لارو له لارې د نړیوالې سوداګرۍ دروازې پرانیزي.
د ایران د دوغارون تایباد د ازادې سوداګریزې-صنعتي سیمې مشر وايي، د ایران صادراتي توکي د دوغارون له لارې د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس لرونکي بازار ته رسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو رسېږي.
محمدرضا مودودي د پنجشنبې په ورځ د تایباد له والي، څارنوال او د عدلیې له رییس سره د لیدنې پر مهال وویل، چې افغانستان له عراق وروسته د ایران دویم ستر اقتصادي شریک دی.
نوموړي زیاته کړه، نږدې ۹۰ سلنه صادراتي توکي د دوغارون ګمرک له لارې هرات ته صادرېږي، چې دا د ایراني محصولاتو د مقبولیت ښکارندویي کوي.
مودودي ټینګار وکړ چې لا تر اوسه د دوغارون له ظرفیتونو سمه ګټه نه ده اخیستل شوې، حال دا چې دا سیمه د افغانستان له خوا د ایران تر ټولو ستره تجارتي دروازه ده.
نوموړي وویل، اوس چې د دوغارون ازادې سیمې رسمي فعالیتونه پیل شوي، باید کورني او بهرني پانګوال جذب شي.
د دوغارون پوله د تایباد له ښار ۱۸ کیلومتره لرې او له افغانستان سره پر کرښه پرته ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري چې پخوا یې ارزښت ۲،۵ میلیارده ډالرو ته رسېده، د طالبانو او پاکستان د اړیکو او د بېثباته سوداګریزو پالیسیو له امله یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې دا وضعیت د اندېښنې وړ بللی.
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي دا وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وایي چې د پاکستان لپاره اړینه ده له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې باثباته کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاسرسي لارې پرانیزي.
پاکستان افغانستان ته سمنت، درمل، بوره، سبزي او اوړه صادروي او له افغانستان څخه مېوې او سبزي واردوي، خو په دواړو هېوادونو کې سیاسي او پولي بېثباتي د سوداګرۍ بهیر اغېزمن کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، د فېبرورۍ میاشتې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د دروازو بندېدو، دواړو لوریو ته د میلیونونو روپیو زیانونه واړول او زرګونه کارګران له کراچۍ تر تورخم پورې بېکاره پاتې شول.
سوداګریزې اتحادیې له دواړو حکومتونو غواړي چې د دوامدارو پالیسیو او عملي همکاریو له لارې دوهاړخیزه سوداګري بېرته احیا کړي او د سیمې اقتصادي ثبات ته لاره پرانیزي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، چې ددوی ډله د قوشتېپې له کانال نه یوازې د افغانستان د کرنې او حق په کچه اوبه کاروي او هدف یې هم د فقر کمول دي. نوموړی وايي، د افغانستان وضعیت د ثبات په حال کې دی او ګڼې «اقتصادي پروژې» پلي کېږي.
نورالدین عزیزي د قزاقستان له جیبک جولي تلویزیوني شبکې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت د ثبات په حال کې دی او ګڼې «اقتصادي پروژې» پلي کېږي.
نورالدین عزیزي وايي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا، پاکستان او ایران پر وارداتو ډېر متکي دی او له همدې امله هڅه کوي له قزاقستان سره دوه اړخیزه سوداګري نوره هم پراخه کړي.
د عزیزي په وینا، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ څو سوداګریزې ناستې شوې دي.
د طالبانو او قزاقستان ترمنځ د اورګادي پر یوې نوې پټلۍ هوکړه شوې، چې سویلي اسیا له ختیځې اسیا سره ونښلوي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر دا پروژه د افغانانو یو پخوانی خوب بولي.
همداراز، قزاقستان د یو ترانزیتي دهلېز د بیا رغولو هڅه کوي، چې د افغانستان شمال له جنوب سره ونښلوي. عزیزي وویل: « موږ د دې ابتکار لپاره له قزاقستان نه ځانګړې مننه کوو».
د عزیزي په وینا، افغانستان اوس کولی شي خپل توکي د ترانزیتي لارو له لارې د هېواد له شمال نه جنوب ته ولېږدوي. هغه دوه اصلي لارې یادې کړې چې تورغونډۍ – هرات – کندهار – سپین بولدک او حیرتان – تر پاکستان پورې لارې دي.
نورالدین عزیزي د قوشتېپې کانال د جوړېدو موضوع هم یاده کړې او وايي، چې « دا پروژه د افغانانو د سوکالۍ لپاره ده. زموږ هدف د فقر کمول او د کرنې پراختیا ده».
هغه زیاته کړې چې ځینې ګاونډیان د اوبو د منابعو له امله اندېښنه لري، خو طالبان یوازې هغه اندازه اوبه کاروي چې د افغانستان قانوني حق دی او د افغانستان کرنه ورته اړتیا لري.
د طالبانو دغه وزیر وايي، چې اوس هم ډېر افغانان د درملنې لپاره پاکستان او هند ته ځي، خو دوی غواړي چې د روغتیا او تعلیم سکتورونه پخپله جوړ او پیاوړي کړي.
هغه په دې برخه کې د قزاقستان د همکارۍ هیله ښودلې ده.