فایننشل ټایمز: د برېتانیا لومړي وزیر پر ایران د امریکا د احتمالي برید ارزونه کړې ده

فایننشل ټایمز ورځپاڼه وایي، چې د برېتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر له وزیرانو او لوړپوړو پوځي قوماندانانو سره په لیدنه کې پر ایران د امریکا احتمالي برید په اړه بحث او ارزونه کړې ده.
بلخوا د برېتانیا لوی څارنوال لومړي وزیر ته خبرداری ورکړی، چې پر ایران د امریکا په احتمالي برید کې د برېتانیا ګډون ممکن غېرقانوني وي.