العربیه: د ایران له خوا پر اسراییل ورستیو توغندیز برېدونو کې ۲۷ کسان ټپیان شوي

العربیه د اسراییل د پوځ په حواله ویلي، چې د جمعې په ورځ د ایران له خوا پر اسراییل ۴۵ توغوول شویو توغندیو لګېدو له امله ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

العربیه د اسراییل د پوځ په حواله ویلي، چې د جمعې په ورځ د ایران له خوا پر اسراییل ۴۵ توغوول شویو توغندیو لګېدو له امله ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.
د اسراییل د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي، چې ایراني توغندي په حیفا ښار کې لګیدلي او په ټپي شویو کسانو کې د ۳ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
العربیه په خپل راپور کې ویلي، چې د اسراییل دفاعي سیستم د هڅو سربیره هم پر حیفا او د تل ابیب په سویلي او شمالي سیمو کې ایراني توغندي لګیدلي دي.
اسراییلي سرچینو د ایران په تازه توغندیز برېدونو کې د تل ابیب، نقب، حیفا او بیرالسبع ښارونو ته د زیان اوښتو ترڅنګ د ځینو کسانو ټپي کېدل هم تایید کړي دي.


په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا استازې باربرا وډوارډ ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ شخړه کې دې له تاوتریخوالې ډډه وشي.
نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل:« دا د ټولې سیمې لپاره خطرناک وضعیت دی او پراخېدل یې د هېچا په ګټه نه دي. ولسي خلک باید هدف ونه ګرځول شي.»
باربرا وډوارډ زیاته کړه:« د لازیاتو تلفاتو او شخړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره له تاوتریخوالي ډډه کول اړین دي. پوځي اقدام د ایران د اټومي ظرفیتونو د له منځه وړلو لاره نه ده.»

نتبلاکس چې په بېلابېلو هېوادونو کې د انټرنټ د خدماتو په اړه معلومات وړاندي کوي ویلي، چې ایران د تېرو درېیو ورځو راهیسې د انټرنټې خدماتو څخه بې برخې دی.
نتبلاکس د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۳۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« ۴۸ ساعتونه پوره شول، چې په ایران کې انټرنټي خدمات پرې شوي دي. موندنې ښيي چې دغه هېواد له دوو ورځو څخه د زیات وخت لپاره په بشپړ ډول له انلاین شبکې پری شوی دی.»
د انټرنټ څار ادارې ویلي، چې د انټرنټ د یادې ستونزې له امله د کورنیو ترمنځ اړیکي پرې شوي او خلک د ایران او اسراییل ترمنخ د نښتو له وضعیت څخه ناخبره پاتې دي.
پرهمدغه مهال د ایران د مخابراتو وزارت ویلي:« د ایرانیانو لپاره چې له هېواده بهر دي دا امکان برابر شوی، چې د بومي پیغام رسوونکو اپلیکیشن له لارې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي.»

تحریک طالبان پاکستان پر ایران د اسراییل برېدونه غندلي او وايي، د ایران له خوا پر اسراییل د ځوابي برېدونو څخه په کلکه ملاتړ کوي.
ټي ټي پي د یوې اعلاميې په خپرولو سره پر ایران د اسراییل برېدونه غندلي، خو پر اسراییل یې د ایران د هغه ځوابي برېدونو ملاتړ کړی چې اسرایلیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي.
د ټي ټي پي په اعلامیه کې راغلي:«تحریک طالبان پاکستان دغه ظالمانه کړنه د نړیوالو بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او د ایران د خپل ځان دفاع لپاره د ترسره کړو تلفاتي عملیاتو بشپړ ملاتړ کوي. ایران ثابته کړه چې د قومونو عزت او یوازې په مقاومت کې دی.»
پاکستاني طالبانو د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د ایران ملاتړ وکړي او د اسراییل پر ضد دې عملي ګامونه پورته کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او اسراییل ترمنځ د هوايي جګړې د دوام پرمهال ګڼ شمېر هېوادونو د خپلو وګړو د اېستلو لپاره بېړني تدابیر نیولي دي. د راپور له مخې، په سیمه کې د هوايي ټرافیک د بندښت له امله ډېری هېوادونه خپل وګړي د ځمکې له لارې وباسي.
تردې مهاله اسټرالیا له اسراییل څخه د خپلو ۱۲۰۰ وګړو له ډلې یو شمېر د ځمکې له لارې ایستلي دي او همدارنګه ۲۰۰۰ اسټرالیایانو په ایران کې د مرستې لپاره نوم لیکنه کړې ده.
اتریش تردې مهاله خپل ۴۸ وګړي له اسراییل څخه اېستلي او له ایران څخه د خپلو ۱۰۰ تنو وګړو پر اېستلو بوخت دی، همدارنګه بلغاریا په تهران کې خپل سفارت تړلی او ډېپلوماټان یې اذربایجان ته انتقال کړي دي.
چین تردې مهاله تر ۱۶۰۰ زیات خپل وګړي له ایرانه او سلګونه یې له اسراییل څخه اېستلي، فرانسه هم پلان لري، چې خپل وګړي له ایران څخه ترکیې یا ارمنستان ته د ځمکي له لارې انتقال کړي او هند هم د خپل خپلو وګړو د اېستلو عملیات پیل کړي دي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي، چې جرمني، ایټالیا، جاپان، نیوزیلنډ، پولنډ، پرتګال، صربیا، سلواکیا، سویلي کوریا، ټایوان، یوګانډا، امریکا او ویتنام هم د هغه هېوادونو له ډلې دي، چې یایې خپل وګړي له ایران او اسراییل څخه اېستلي او یا هم یې د اېستلو پلان لري.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) وایي چې له افغانستان څخه جلاوطنه شویو ژورنالیستانو ته په پاکستان کې د اخراج، نیونې او ځورونې جدي ګواښونه ورپېښ دي. دغه سازمان د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دغو خبریالانو خوندیتوب ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
د ار ایس ایف د تازه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې ۵۵۰ افغان ژورنالیستانو ته د مرستې لاس ورکړل شوی، چې زیاتره یې اوس مهال په پاکستان کې دي.
راپور وایي چې د وېزې شرایط خورا سخت شوي او یوازې د یوې میاشتې لپاره ورکول کېږي، او تمدید یې له اوږدو او ستړیا ډکو اداري خنډونو سره مخ دی.
له همدې امله، خبریالان د نیول کېدو، توقیف، اخراج او پولیسو لهخوا د ځورونې له جدي ګواښ سره مخ دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان له ډېموکراتیکو هېوادونو غواړي چې د افغان ژورنالیستانو لپاره بېړنۍ ویزې، د اوږدمهاله استوګنې اسناد، د بیا مېشتېدو برنامې او د خوندیتوب اقدامات برابر کړي.
دا سازمان وایي چې د افغان ژورنالیستانو خوندیتوب یواځې د هغوی د ژوند ژغورنه نه ده، بلکې د ازادو رسنیو، معلوماتو ته د لاس رسي او د ناسم تبلیغاتو پر ضد د مبارزې یوه مهمه برخه هم ده.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان حاکم شول سلګونه خبریالان دندو پرېښودو ته اړ شول او ګڼو یې هېواد پرېښی دی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.