د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او اسراییل استازو لفظي شخړه کړې

د ایران او اسراییلو استازو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې پر یو او بل سختې نیوکې کړي، چې دا لفظي شخړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي تازه نښه بلل کېږي.