په امنیت شورا کې له ګروسي د ایران شکایت

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني د یاد سازمان امنیت شورا ته د یوه لیک په ترڅ کې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې له عمومي مدیر رافایل ګروسي شکایت کړی چې، ګواکې د ایران د سوله ییز هسته يي فعالیتونو په تړاو یې تبعیضي چلند کړی دی.