اسراییل په غزه کې ۲۱ فلسطینیان وژلي دي

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل له تهران سره تر اوربند وروسته په غزه کې تر دې دمه په خپلو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ فلسطینان وژلي دي.

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل له تهران سره تر اوربند وروسته په غزه کې تر دې دمه په خپلو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ فلسطینان وژلي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور پربنسټ؛ د اسراییل لهخوا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تر دې دمه ۵۶۰۷۷ کسان وژل شوي او ۱۳۱۸۴۸ نور ټپیان شوي دي.
خو اسراییلي پوځ بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هالنډ په هاګ کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د یوې لیدنې پرمهال د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند پر ټینګښت او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د ترکیې دولتي رسنۍ اناډولو چهارشنبه (د چنګاښ ۳مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، دواړه ولسمشران د ترکیې او امریکا ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، سیمهییزو حالاتو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه غږېدلي دي.
اردوغان د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ فرصتونو او په ځانګړې توګه انرژۍ او پانګونې ته په اشارې، د دفاعي صنعت په برخه کې د متحدهایالتونو د همکارۍ او پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د ترکیې ولسمشر وايي، چې دا بهیر کولای شي د انقرې او واشنګټن تر منځ د سوداګرۍ د کچې د ۱۰۰ مېلیارده ډالرو تر موخې رسېدو بهیر لا اسانه کړي.
اردوغان همداراز د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند په ټينګښت کې د ټرمپ د رول هرکلی کړی او هیلهمندي یې ښودلې، چې دا اوربند دې دوامداره پاتې شي.
ورته مهال نوموړي ویلي، چې په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د سولهییز حل لپاره خبرېاترې او نږدې همکاري ډېره اړینه ده.
اردوغان او ټرمپ د ناټو د دوو مهمو متحدانو په توګه د دغه پوځي سازمان د وړتیا پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
د فلسطیني عیني شاهدانو او روغتون د چارواکو په وینا، اسراییلي ځواکونو او بېپیلوټه الوتکو د سه شنبې په سهار پر هغو سلګونو کسانو ډزې کړې دي، چې د غزې په منځنۍ برخه کې د خوراکي مرستو موټرو ته په تمه وو. په پېښه کې لږترلږه ۲۵تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د امریکا او اسراییل له لوري د خوراکي مرستو د وېش نوي مرکزونه فعال شوي، خو دغه مرکزونه له پیل راهیسې د تاوتریخوالي او ګډوډۍ له پېښو سره مخ دي.
اسوشیېټدپرس خبري اژانس ته عیني شاهدانو ویلي، پېښه هغه مهال وشوه چې خلک د خوړو پر لوري ورمات شول، خو اسراییلي ځواکونو پر هغوی ډزې وکړې.
یو تن شاهد احمد حلاوه وویل: « دا ډلوژنه وه. ټانکونو او ډرون الوتکو پر خلکو ډزې کولې، حتا کله چې دوی تښتېدل. ډېر کسان ووژل شول یا ټپیان شول».
حسام ابوشهاده بل فلسطیني شاهد وویل چې ډرونونو د سیمې پر سر الوتنې کولې او د خلکو څارنه یې کوله، بیا ناڅاپه هم له ټانکونو او هم له ډرونونو ډزې پیل شوې. نوموړي صحنه «وینلړلې او ګډه وډه» وبلله.
د غزې په نصیرات کمپ کې «عوده» روغتون تایید کړې چې ۲۵ تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي، چې له دې ډلې ۶۲ تنه د سختو ټپونو له امله نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي. په دیرالبلاح ښار کې هم «شهدای الاقصی» روغتون ویلي چې د همدغه برید له امله یې د شپږو کسانو مړي ترلاسه کړي دي.
د سیمې عیني شاهدان او طبي چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو په وروستیو اونیو کې څو ځله پر هغو خلکو ډزې کړې چې د خوراکي مرستو اخیستو ته راټول شوي وو، چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، دوی یوازې پر هغو کسانو د خبرداري ډزې کوي چې په "مشکوک ډول" ځواکونو ته نږدې کېږي. خو د بشري حقونو بنسټونه او سیمهییز روغتیایي سرچینې دا ادعاوې ننګوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخته چې اسراییل پر غزه برید پیل کړی، تر دې دمه لږترلږه ۵۶ زره او ۷۷تنه وژل شوي او تر ۱۳۱ زره زیات ټپیان شوي دي. د دغه وزارت په وینا، له وژل شویو څخه ډېری ښځې او ماشومان دي.
اسراییلي چارواکو بیا ادعا کړې چې په بریدونو کې یې له ۲۰ زرو زیات د حماس جنګیالي وژلي، خو تر اوسه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او حماس هم د خپلو تلفاتو په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.
د اوکراین پر سویل ختیزه سیمه نیپروپیتروفسک د روسیې په یوه توغندويي برید کې نهه تنه وژل شوي دي. د سې شنبې ورځې په دغه برید کې د ملکي خلکو ځایونه ویجاړ شوي او په یوه اورګاډي کې ناست لسګونه مسافر هم ټپیان شوي.
د سیمې والي سیرهي لیساک رویټرز ته ویلي، چې د لومړي برید له امله د سیمې په مرکز دنیپرو کې اووه کسان ووژل شول. دغو چاودنو د اورګاډي د ډبو ښیښې ماتې کړې او د مسافرو خوا ته یې د ښیښو تېرې ټوټې ورشیندلې دي.
سیرهي لیساک زیاته کړه، « په برید کې د لسو ماشومانو په ګډون نږدې ۷۰ کسان ټپيان شوي او کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي».
د اوکراین د دولتي بیړنيو خدمتونو ادارې ویلي، چې له دنیپرو څخه لس کیلوميتره لرې په سامار ښارګوټي کې هم دوه کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندریي سبیها د دغه برید په غبرګون کې له خپلو لوېدیزو ملګرو وغوښتل چې د روسیې پر ضد اقدام وکړي.
د ناټو مشران دا مهال په هاګ کې سرمشریزه لري او ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هیله من دی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې پوځي مرستې راغونډې کړي.
سبیها پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، « دا زموږ د متحدینو لپاره د اعتبار وړ موضوع ده چې له دې لارې پر مسکو فشار ډېر شي».
هغه زیاته کړې چې په دنیپرو کې ښوونځیو، وړکتونونو او یوه روغتون ته هم زیان اوښتی، خو چارواکو د سامار د زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین، په تېره پلازمېنه کیېف باندې هوایي بریدونه ډېر کړي دي.
د جون پر ۱۷مه په کیېف کې ۲۸ کسان ووژل شول چې دا په روان کال کې تر ټولو خونړی او وژونکی برید بلل کېږي.
د دوشنبې په ورځ کیېف ته نږدې سیمه کې یو بل هوايي برید هم وشو، چې لس کسان پکې ووژل شول.
اسلام اباد هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د چین له څو بانکونو په ګډه ۳،۳میلیارډ ډالره پور ترلاسه کړي. تمه ده چې دا معامله د روان مالي کال د جون میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې عملي شي او په پایله کې یې د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو زېرمو کچه تر ۱۴ میلیارد ډالرو ډېره شي.
د پاکستان لوړ پوړي چارواکي وايي، « موږ له چینايي لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو بوخت یو چې د دې معاملې جزیات نهايي کړو».
ده نیوز د نوموړي له قوله وايي، « موږ هیله لرو چې د جون میاشتې تر پایه له چینايي بانکونو دوه بېلابېل پورونه ترلاسه کړو. په دې ډول به د څو چینايي بانکونو له خوا پاکستان ته د دریو کلونو لپاره دوه میلیارده ډالرو پور چمتو شي».
د پاکستان حکومت به شاوخوا (۹۲۴) میلیارده پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړي چې ۳، ۳ میلیارډه ډالر کېږي. د دې معاملې په پایله کې به د جولای میاشتې تر لسمې نېټې پورې د پاکستان لنډمهاله کورنی پور تصفیه شي.
د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې چې د دغه هېواد د مرکزي بانک له خوا ساتل کېږي، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون میاشتې تر دیارلسمې نېټې پورې ۷، ۱۱میلیارډه ډالره وې.
دا راتلونکی پور چې ۳،۳ میلیارډه ډالره دی، د پاکستان له مرکزي بانک سره به مرسته وکړي چې خپلې بهرنۍ زېرمې نژدې ۱۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي، خو د مالي اړتیاوو او پيسو د وتلو کچې ته په کتو سره قوي احتمال شته چې د جون میاشتې تر پایه به د بانک له خوا د بهرنیو زېرمو اندازه تر۱۴،۵ میلیارډو ډالرو زیاته شي.
یوه خبریال د پاکستان د مالیې وزارت له ویاند قمر عباسي سره خبرې کړې او له هغه څخه یې پوښتلي، ایا دا امکان شته چې دا پورونه د امریکايي ډالرو پر ځای په چینايي پولي واحد وي؟ خو د مالیې وزارت ویاند تر دې مهاله دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیزو او بېپېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي. رویټرز د اوکرایني چارواکو په حواله لیکلي، چې دغه بریدونه پر استوګنیزو ودانیو شوي او په ترڅ کې یې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.
د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د برید ډېری قربانیان په «شیوچینکیوسکي» سیمه کې وو؛ هغه ځای چې د امریکا له سفارت نه یوازې څو سوه متره لرې ده.
د ژغورنې ډلو وکړای شول چې مړي له ړنګو ودانیو راوباسي.
د سیمې یوې اوسېدونکې والیري مانکوټا چې له یوې ویجاړې شوې ودانۍ څخه تښتېدلې وه، رویټرز ته ویلي چې د برید په وخت کې نوموړې د ودانۍ لاندې بنده وه او په ډېرې سختۍ سره یې ځان ژغورلی دی.
د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان ټپیان شوي دي.
ورته مهال، د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې، چې د روسیې له توغول شويو ټولټال ۳۵۲بېپېلوټه الوتکو او ۱۶ توغندیو له ډلې نه یې ۳۳۹بېپېلوټه الوتکې او ۱۵ توغندي شنډ او لهمنځه وړي دي.
همداراز، د اوډیشا په سوېلي بندر کې ځایي چارواکو ویلي چې په یوه جلا توغندیز برید کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې سبا په هاګ کې د ناټو کلنۍ سرمشریزه جوړېږي او ورسره جوخت د اوکراین ولسمشر د امنیتي خبرو اترو لپاره برېتانیا ته سفر کړی دی.
د اوکراین جګړې له پیل راهیسې زرګونه ملکيان وژل شوي، په داسې حال کې چې دواړه خواوې وايي چې دوی ملکيان نه په نښه کوي.
روسیې تر اوسه د نویو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.