• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناټو له سرمشریزې سره هممهاله؛ د روسیې توغندیز برید ۹ اوکراینیان وژلي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د اوکراین پر سویل ختیزه سیمه نیپروپیتروفسک د روسیې په یوه توغندويي برید کې نهه تنه وژل شوي دي. د سې شنبې ورځې په دغه برید کې د ملکي خلکو ځایونه ویجاړ شوي او په یوه اورګاډي کې ناست لسګونه مسافر هم ټپیان شوي.

د سیمې والي سیرهي لیساک رویټرز ته ویلي، چې د لومړي برید له امله د سیمې په مرکز دنیپرو کې اووه کسان ووژل شول. دغو چاودنو د اورګاډ‌ي د ډبو ښیښې ماتې کړې او د مسافرو خوا ته یې د ښیښو تېرې ټوټې ورشیندلې دي.

سیرهي لیساک زیاته کړه، « په برید کې د لسو ماشومانو په ګډون نږدې ۷۰ کسان ټپيان شوي او کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي».

د اوکراین د دولتي بیړنيو خدمتونو ادارې ویلي، چې له دنیپرو څخه لس کیلوميتره لرې په سامار ښارګوټي کې هم دوه کسان وژل شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندریي سبیها د دغه برید په غبرګون کې له خپلو لوېدیزو ملګرو وغوښتل چې د روسیې پر ضد اقدام وکړي.

د ناټو مشران دا مهال په هاګ کې سرمشریزه لري او ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هیله من دی چې د روسیې د یرغل پر وړاندې پوځي مرستې راغونډې کړي.

سبیها پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، « دا زموږ د متحدینو لپاره د اعتبار وړ موضوع ده چې له دې لارې پر مسکو فشار ډېر شي».

هغه زیاته کړې چې په دنیپرو کې ښوونځیو، وړکتونونو او یوه روغتون ته هم زیان اوښتی، خو چارواکو د سامار د زیانونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین، په تېره پلازمېنه کیېف باندې هوایي بریدونه ډېر کړي دي.

د جون پر ۱۷مه په کیېف کې ۲۸ کسان ووژل شول چې دا په روان کال کې تر ټولو خونړی او وژونکی برید بلل کېږي.

د دوشنبې په ورځ کیېف ته نږدې سیمه کې یو بل هوايي برید هم وشو، چې لس کسان پکې ووژل شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان هڅه کوي له چینايي بانکونو ۳،۳ میلیارډه ډالر پور واخلي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

اسلام اباد هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د چین له څو بانکونو په ګډه ۳،۳میلیارډ ډالره پور ترلاسه کړي. تمه ده چې دا معامله د روان مالي کال د جون میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې عملي شي او په پایله کې یې د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو زېرمو کچه تر ۱۴ میلیارد ډالرو ډېره شي.

د پاکستان لوړ پوړي چارواکي وايي، « موږ له چینايي لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو بوخت یو چې د دې معاملې جزیات نهايي کړو».

ده نیوز د نوموړي له قوله وايي، « موږ هیله لرو چې د جون میاشتې تر پایه له چینايي بانکونو دوه بېلابېل پورونه ترلاسه کړو. په دې ډول به د څو چینايي بانکونو له خوا پاکستان ته د دریو کلونو لپاره دوه میلیارده ډالرو پور چمتو شي».

د پاکستان حکومت به شاوخوا (۹۲۴) میلیارده پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړي چې ۳، ۳ میلیارډه ډالر کېږي. د دې معاملې په پایله کې به د جولای میاشتې تر لسمې نېټې پورې د پاکستان لنډمهاله کورنی پور تصفیه شي.

د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې چې د دغه هېواد د مرکزي بانک له خوا ساتل کېږي، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون میاشتې تر دیارلسمې نېټې پورې ۷، ۱۱میلیارډه ډالره وې.

دا راتلونکی پور چې ۳،۳ میلیارډه ډالره دی، د پاکستان له مرکزي بانک سره به مرسته وکړي چې خپلې بهرنۍ زېرمې نژدې ۱۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي، خو د مالي اړتیاوو او پيسو د وتلو کچې ته په کتو سره قوي احتمال شته چې د جون میاشتې تر پایه به د بانک له خوا د بهرنیو زېرمو اندازه تر۱۴،۵ میلیارډو ډالرو زیاته شي.

یوه خبریال د پاکستان د مالیې وزارت له ویاند قمر عباسي سره خبرې کړې او له هغه څخه یې پوښتلي، ایا دا امکان شته چې دا پورونه د امریکايي ډالرو پر ځای په چینايي پولي واحد وي؟ خو د مالیې وزارت ویاند تر دې مهاله دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

پر کیف د مسکو د بریدونو دوام؛ ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیزو او بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي. رویټرز د اوکرایني چارواکو په حواله لیکلي، چې دغه بریدونه پر استوګنیزو ودانیو شوي او په ترڅ کې یې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د برید ډېری قربانیان په «شیوچینکیوسکي» سیمه کې وو؛ هغه ځای چې د امریکا له سفارت نه یوازې څو سوه متره لرې ده.

د ژغورنې ډلو وکړای شول چې مړي له ړنګو ودانیو راوباسي.

د سیمې یوې اوسېدونکې والیري مانکوټا چې له یوې ویجاړې شوې ودانۍ څخه تښتېدلې وه، رویټرز ته ویلي چې د برید په وخت کې نوموړې د ودانۍ لاندې بنده وه او په ډېرې سختۍ سره یې ځان ژغورلی دی.

د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، چې په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۴ کسان ټپیان شوي دي.

ورته مهال، د اوکراین هوايي ځواک ادعا کړې، چې د روسیې له توغول شويو ټولټال ۳۵۲بې‌پېلوټه الوتکو او ۱۶ توغندیو له ډلې نه یې ۳۳۹بې‌پېلوټه الوتکې او ۱۵ توغندي شنډ او له‌منځه وړي دي.

همداراز، د اوډیشا په سوېلي بندر کې ځایي چارواکو ویلي چې په یوه جلا توغندیز برید کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې سبا په هاګ کې د ناټو کلنۍ سرمشریزه جوړېږي او ورسره جوخت د اوکراین ولسمشر د امنیتي خبرو اترو لپاره برېتانیا ته سفر کړی دی.

د اوکراین جګړې له پیل راهیسې زرګونه ملکيان وژل شوي، په داسې حال کې چې دواړه خواوې وايي چې دوی ملکيان نه په نښه کوي.

روسیې تر اوسه د نویو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

د "العدید" هوايي اډې ظرفیت، چارې او اغېزناکتوب یې څومره دی؟

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱

د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په قطر کې د "العدید"، هوايي اډه د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا یو له لویو او مهمو پوځي او ستراتیژيکو مرکزونو بلل کېږي. دغه مرکز په سیمه کې د امریکا د هوايي عملیاتو د مرکزي قومندانۍ او همداراز په نظامي او امنیتي ستراتیژیو کې مهم رول لري.

دغه مرکز د قطر د پلازمېنې د سوېل- لوېدیځ په مرکزي بېدیاو کې موقعیت لري او د ایران له سوېلي پولو سره شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره واټن لري.
د "العدید" نظامي اډې چارې په ۲۰۰۳ کال کې بشپړې او په همدې کال کې پرانېستل شو او دغه مرکز پر عراق د امریکا د یرغل پر مهال مهم او اساسي رول ترسره کړ.

دغه مرکز اوږده او لوی باندونه لري او همداراز په داسې پرمختللو سیستمونو سمبال دی، چې هر ډول الوتکې پکې ناسته او ځغاسته کولی شي.
"العدید" هوايي اډه د امریکا د تر ټولو لویې هوايي بېړۍ چې د څه باندې ۱۰۰ الوتکو د ځای پر ځای کولو وړتیاوې لري، کوربه هم دی.
له دغه مرکزه ګډ هوايي عملیات او همداراز د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا هوايي عملیات کنټرولېږي.

د "العدید" مرکز همداراز په عراق، سوریې، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د امریکا د هوايي عملیاتو د همغږۍ او څارنې مسوولیت هم پر غاړه لري.
په دغه امریکايي مرکز کې د"F16" او "F15" جنګي الوتکو په ګډون "B52"، "B-1"، ښکاري "F22"، "RC-135" او ډول ډول پرمختللې رزمي او جاسوسي بې پيلوټه الوتکې او همداراز "C130" او د تېلو رسونکو الوتکې هم شته.
امریکايي ځواکونو په "العدید" مرکز کې د "تاد" او "پاتریوت" په ګډون ډول ډول هوايي سپرونه او د اطلاعاتو د راټولونې لپاره ډول ډول تجهیزات هم نصب کړي دي.
په یاد مرکز کې له امریکايي ځواکونو سربېره د قطر او برېټانیې یو شمېر هوايي ځواکونه هم ځای پر ځای دي.
په ۲۰۲۴ کال کې قطر ژمنه وکړه، چې د "العدید" نظامي اډې پر پراخولو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي او ورسره امریکا بیا په یاد مرکز کې خپل حضور د لسو نورو کلونو لپاره وغځاوه.

د ایران د غچ‌اخیستنې ګواښ؛ په منځني ختیځ کې امریکایي ځواکونه چېرته دي؟

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د ایران پر نطنز، فردو او اصفهان اټومي تاسیساتو د متحده ایالاتونو تر لویو بریدونو وروسته ایران خبرداری ورکړی، چې له امریکا نه به غچ واخلي. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ؛ ایران ښايي د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

د دغه اژانس د راپور له‌مخې، د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ۱۲ هېوادونو کې لږترلږه ۳۴ امریکایي پوځي اډې شته. په دې اډو کې هوايي، ځمکني، سمندري او رادار تاسیسات شامل دي.

100%


په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي اډو موقعیت

سعودي عربستان
د سعودي عربستان پاچاهي چې په سیمه کې د ایران یو له اصلي سیالانو نه دی؛ په لږ تر لږه شپږو پوځي اډو کې د ۲ زره او ۳۲۱ امریکایي سرتېرو کوربه‌توب کوي.

امریکایي ځواکونه د سعودي عربستان په ریاض، مدینه، جده او تبوک ښارونو کې په درېیو هوايي اډو، دوو سمندري اډو او یوه ځمکنۍ اډه کې حضور لري.
رویټرز د سپینې ماڼۍ د اسنادو په حواله لیکلي، چې دا ځواکونه د سعودي له حکومت سره په همغږۍ کې د هوايي او توغندیو دفاعي وړتیاوو د برابرېدو او د امریکا د پوځي الوتکو د عملیاتو د ملاتړ په برخو کې کار کوي.
همداراز یو شمېر امریکايي ځواکونه د ریاض ښار په سوېل کې د شهزاده سلطان په هوایي اډې کې ځای پر ځای شوي، چې د امریکا د پوځ د هوايي دفاعي سیسټمونو لکه پاټریوټ توغندیو او ټاډ دفاعي سیستم ملاتړ کوي.
عراق
سره له دې چې له عراق نه د ډېرو امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته یو شمېر امریکايي ځواکونه لاهم په دغه هېواد کې دي، اوس‌مهال په عراق کې یوه ځمکنۍ اډه او درې هوايي اډې فعالې دي.
امریکا د عراق په لوېدیځ کې د انبار سیمې په عین الاسد هوايي اډه کې پوځي حضور لري.

رویټرز د سپینې ماڼۍ له قوله ویلي، چې دغه اډه د عراقي امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او د ناټو په ماموریت کې هم برخه اخلي.
دا اډه په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په هوايي برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته، د ایران تر توغندیزو بریدونو لاندې هم راغلې ده.
د عین الاسد سربېره، د عراق په شمال کې د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه کې د اربیل هوايي اډه د امریکا او اېتلافي ځواکونو لپاره د عملیاتي مرکز په توګه کار کوي. دغه اډه د پوځي روزنې او جنګي مانورونو لپاره کارول کېږي.
کويټ
متحده ایالات په کویټ کې دوه هوايي اډې او یوه ځمکنۍ اډه لري. عریفجان کمپ، علي السالم او بیورینګ کمپ په دغه هېواد کې د امریکا مهمې اډې بلل کېږي.
بحرین
متحده ایالات په بحرین کې دوه هوايي اډې او یوه سمندري اډه لري. دغه هېواد د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ مرکزي دفتر هم په دغه هېواد کې دی.
قطر
په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه اډه العدید نومېږي، چې د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې موقعیت لري. دغه اډه شاوخوا ۱۰ زره امریکایي سرتېري لري او په سیمه کې د امریکا د عملیاتو مرکزي قومنداني ده.
متحده عربي امارات
د الظفره هوايي اډه د ابوظبي په سوېل کې موقعیت لري او له متحده عربي اماراتو سره شریکه ده. په دوبۍ کې د جبل علي بندر هم د امریکا د سمندري ځواکونو لپاره یو له مهمو بندرونو نه دی.
عمان
متحده ایالات په عمان کې پنځه پوځي اډې لري، چې څلور هوايي اډې او یوه سمندري اډه پکې شامله ده.
اردن
امریکا په اردن کې دوه پوځي اډې لري، چې یوه یې هوايي او بله یې ځمکنۍ ده.
اسرايیل
امریکا په اسراییل کې دوه اډې لري، چې یوه یې ځمکنۍ بله یې رادار ده.
مصر او جیبوتي
امریکا په دې دوو شمالي افریقایي هېوادونو کې دوه سمندري اډې لري.
ترکیه
هداراز امریکا په ترکیه کې هم دوه هوايي اډې لري.

پر کیف د روسیې برید؛ پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د اوکرایني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تېره شپه پر کیف ښار او شاوخوا سیمو د روسیې د توغندیزو او بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د دغو بریدونو له امله په استوګنیزو سیمو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، څو ودانۍ یې زیانمنې کړې دي او د مېټرو تم ځای د بمونو ضد دروازه یې هم له‌منځه وړې ده.

چارواکي وايي، چې یو شمېر خلک لا هم د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

همداراز د کیف په ګڼه ګوڼه شیوچینکیفسکي ښار کې هم د برید له امله یوه لوړپوړیزه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د دغه ښار په نورو سیمو کې هم د مرګ‌ژوبلې او زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

روسیې تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي. که څه هم دواړه خواوې ادعا کوي، چې دوی ملکیان نه په نښه کوي؛ خو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه ملکيان چې ډېری یې اوکراینیان دي، وژل شوي.