• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا په لرې پرتو سیمو کې ښځې لا هم له روغتیايي خدمتونو بې‌ برخې دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا په ګڼو لرې پرتو سیمو کې ښځې لا هم د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي، چې دا چاره نه یوازې د ښځینه ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د مېندو او نویو زېږېدونکو ماشومانو د مړینې په کچه کې زیاتوالی راولي.

پاکستاني رسنۍ ټرایبل نیوز د موضوع اړوند په پښتونخوا کې د تیرا درې د یوې ډاکټرې کیسه راخیستې، چې څنګه یې د سختو امنیتي او ټولنیزو ننګونو سره د دغه سیمې مېرمنو ته روغتیایي چوپړ ترسره کړی دی.

ټرایبل نیوز په خپل راپور کې لیکي: «په تیرا دره کې د نجونو تعلیم د ټولنیزو بندیزونو تر سیوري لاندې خاورې شوی؛ موسیقي پکې دومره حرامه ده چې هېڅ مور زړه نه ښه کوي چې پر خپلې لور د غزل نوم کېږدي، نو دا چې تعلیم نشته، ښځینه ډاکترې به څنګه پیدا شي؟ بې‌تعلیمه مور، بې‌تعلیمه نسل روزي.»

په راپور کې راغلي: « یو تازه فارغه شوې ډاکتره چې نوې له لندن څخه راګرځېدلې وه، پرېکړه یې وکړه چې دا ننګونه ومني، هغه تیرا ته روانه شوه او لومړۍ ورځ یې امنیتي پوستو ته ورسوله، بله ورځ یې د وسله‌والو تر حضور لاندې سیمې ته ځان ورساوه، هغه ځای ته چې نه انټرنټ، نه ټرانسپورت او نه بازار وو، خو دا پر شا نه شوه.»

راپور کې زیاته شوې، د سیمې د خلکو ځینو برخو د هغې خپلواکي ونه زغمله، اوازې یې خپرې کړې او د هغې شخصیت یې تر پوښتنې لاندې راوست، خو کله چې یوه مېرمن د زېږون له بېړني حالت سره مخ شوه، سړکونه تړلي وو، قابله بې وسه وه، نو هماغه ډاکتره یې یوازینۍ هیله وه. ډاکترې په غېر تجهیز شوي روغتیايي مرکز کې د زېږون مسوولیت واخېست، مور او ماشوم دواړه یې وژغورل. خلکو ولیدل چې دا یوازې ډاکتره نه، بلکې ژوند بښونکې ده.

دا ډاکټره چې ملاله نومېده، یوه غښتلې ښځه وه چې له سختیو سره بلد وه، کلونه وروسته، د خپل تخصص لپاره بېرته برتانیې ته وګرځېده، ټول کلی غمجن و، خو ویاړمن هم وو.

له هغه وخت څخه ۲۵ کاله وروسته، هماغه ماشومه چې هغې ډاکترې وژغورله، د کلي لومړۍ ښځینه ډاکتره ده، ملاله افریدي چې نوم یې د هغې ډاکترې له درناوي اخیستل شوی، کومه چې د ژوند په تر ټولو تور مهال کې د دوی هیله شوې وه.

تیرا لا هم له ستونزو ډک دی، خو خپل لومړنی بدلون یې د یوې داسې ښځې له لارې ولید، چې هلته ولاړه، چېرې چې هېچا زړه نه ښه کاوه، هغې یوازې ماشومانو ته زېږون نه دی ورکړی، بلکې امیدونه یې زېږولي دي.

د یادولو وړ ده، چې د تیرا، باجوړ، مهمند، شمالي او سوېلي وزیرستان په ګډون یو شمېر قبایلي او غرنیزو سیمو کې د ښځو لپاره د ځانګړو روغتیايي مرکزونو، تجربه‌کارو قابلو او ښځینه ډاکترانو نشتوالی لاهم تر ټولو ستره اندېښنه ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په سوېلي وزیرستان کې د پوځ او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۳ پوځیان او ۲ ښځې وژل شوي دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۴ GMT+۱

په سوېلي وزیرستان کې د برمل تحصیل د راغزۍ عمران خېل په سيمه کې د پوځ او وسله والو ترمنځ په نښته کې شپږ تنه وژل شوي. پوځ ویلي، چې په وژل شویو کې درې پوځيان او د دوو ښځو په ګډون درې ملکي تنه شامل دي.

پاکستاني رسنیو د پاکستان د پوځ له قوله ویلي، چې ملکي تلفات هغه مهال رامنځته شو کله چې يو راکټ د مسافرو پر یو موټر ولګېد.

سرچینو زياته کړې، په دې نښته کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د سرچینو په خبره، تر نښتې وروسته په سيمه کې وېره خپره شوې او ځايي اوسېدونکي اړ شوي چې خپلو کورونو ته پناه یوسي.

د پاکستان پوځ په وزیرستان کې د دوو پوځيانو په ګډون د ۱۳ وسله والو د وژلو خبر ورکړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ادعا کوي، چې په سوېلي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال یې د هند تر ملاتړ لاندې ۱۱ وسله‌وال وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي. دغه دفتر زياته کړې، چې په دې عملیاتو کې د پوځ دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د استخباراتي معلوماتو له مخې يې په سوېلي وزيرستان کې د هند سره تړلي ۱۱ وسله وال وژلي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو په ډزو کې د پوځ د عملیاتو مشر افسر مېجر سید معیظ عباس شاه له یوه بل سرتېري لانس نایک جبران الله سره وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلی، چې په سیمه کې به یې پراخ عملیات تر هغو دوام ولري، چې ټول وسله وال یې ځپلي نه وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ملاتړی په زندان کې مړ شوی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ذکیم خان وزیر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د شمالي وزیرستان یو ځوان د پاکستان د پوځ په زندان کې له سختو شکنجو وروسته مړ شوی. نوموړی وايي، دغه ځوان شپږ کاله وړاندې د پاکستان پوځ نیولی و. د هغه ورور د پي ټي ایم غړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ذکیم خان وزیر نن سې شنبه د چنګاښ ۳مه وویل چې وژل شوي تاج مانوالله وزیر د غورځنګ غړیتوب نه درلود بلکې د هغه یو ورور په پښتون ژغورنې غورځنک کې غړیتوب لري.

‌ذکیم خان وزیر د اېکسپاڼې په یوه یادښت کې لیکلي:«د پاکستان په پوځي زندانونو کې د پښتنو ځوانانو شهادتونه نوي خبره نه ده، په تېرو شلو کالونو کې په زرګونه ځوانان ژوندي ورک شول، یا لیوني شول»

هغه نیوکه کړې، چې ډېرې کمې میندې به دومره بختورې وي چې د زوی قبر پیدا کړي خو نورې میندې شته چې حتا د خپلو زامنو قبرونه یې هم پیدا نه کړل.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل غړي حنیف پشتین په خپل اېکس کې لیکلي:«د پاکستان پوځي زندانونو ته د زندان نوم کارول ناانصافي ده، دا ځایونه زندانونه نه بلکې د انسان ضد شکنجې مرکزونه دي.»

تاج مانوالله وزیر د شمالي وزیرستان د سپلګې سیمې اوسېدونکی و او په کالج کې یې زده کړې کولې خو تر اوسه د هغه د نیول کېدو د علت او مرګ په اړه د پاکستان پوځ او یا هم نورو اړوندو ادارو څه نه دي ویلي.

په پېښور کې ۸ کلنه افغانه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱

په پېښور کې د یوې افغان کډوالې کورنۍ ۸کلنه ماشومه تر درې ورځنۍ ورکېدا وروسته د ګاونډي له کوره مړه موندل شوې. د پولیسو په وینا، د نجلۍ مړی له یوه تړلي صندوق نه ترلاسه شوی او پر بدن یې د تاوتریخوالي نښې لیدل شوې دي.

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې جینۍ مور د پېښور اوسېدونکې ده او پلار یې افغان دی.

سرچینه وايي، د پېښې مجرم د جینۍ د لټون په عملیاتو کې د پولیسو او خلکو همکار و، خو وروسته جوته شوه، چې جینۍ ده په خپل کور کې له جنسي تېري وروسته وژلې او په صندوق کې یې ساتلې ده.

پولیسو یاد سړی نیولی او وايي، له ابتدایي پلټنو داسې ښکاري چې نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د ماشومې مړی عدلي طب ته لېږدول شوی او د طبې راپور له مخې به وروستۍ پایله اعلان شي.

د نجلۍ کورنۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې عامل ته تر ټولو سخته جزا ورکړي.

د ماشومانو د حقونو د خونديتابه سازمان "ساحل" له راپور سره سم، په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۱ماشومان له جنسي، فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کېږي، چې له هغوی ۵۳سلنه نجونې وي.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان په پښتونخوا کې د ملکیانو د وژنې پر وړاندې «بې‌پروا» دی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان په خیبر پښتونخوا کې پر ملکيانو د بې‌پېلوټه الوتکو د بریدونو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دا بریدونه د هغوی د ژوند پر وړاندې د پاکستاني چارواکو «بې‌پروايي» ښيي.

دغه سازمان سې‌شنبه (د چنګاښ ۳مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، په دې بریدونو کې چې د روان کال له پیل راهیسې یې زیاتوالی موندلی؛ د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي. په وروستۍ پېښه کې هم یو ماشوم وژل دی.»

د یاد نړۍوال بنسټ په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې د پاکستان پوځ او چارواکي په خېبر پښتونخوا کې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې ناکام دی.

په بیان کې زیاته شوې: «د پاکستان پوځ او چارواکي په خېبر پښتونخوا کې د ملکيانو د ژوند او ملکیت په ساتنه کې ناکام دي. د بې‌پیلوټه الوتکو پرله‌پسې بریدونه چې کورونه او ان د والیبال لوبې په نښه کوي، د ملکیانو د ژوند پر وړاندې بې‌پروايي ښیي.»

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د وژونکو بریدونو لپاره د بې پیلوټه الوتکو چې د ملکيانو د ناقانونه وژنې لامل کېږي؛ له نړۍوال قانون نه سرغړونه ده.

په بیان کې ویل شوي، چې پاکستاني چارواکي ان که د دې بریدونو مستقیم مسوولیت نه مني؛ مکلف دي چې د دې پېښو په اړه چټکې، خپلواکې، رڼې او ګټورې پلټنې وکړي او د عادلانه قضايي بهیر له لارې مجرمان ځواب‌ ویلو ته اړ کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د خېبر پښتونخوا ولسي وګړو د قربانیانو کورنیو ته د جبران او غرامت ورکړې غوښتنه کړې ده.

دغه نړۍوال بنسټ داسې مهال په خېبر پښتونخوا کې د ملکیانو د ژوند پر وړاندې د پاکستاني چارواکو د بې‌پروايۍ په اړه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې یاده سیمه د ټي‌تي‌پي او پاکستاني پوځ ترمنځ د سخت تاوتریخوالي شاهده ده.

د یادونې ده، چې پاکستانی پوځ له تېرو څو کلونو راهیسې د ترهګرۍ د ځپلو ادعا په موخه خېبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه وزیرستان کې پوځي بریدونه کوي، چې د دې بریدونو ډېری قربانیان ملکیان دي.