طالبانو د ۱.۲ میلیونه افغانانو د کډوالېدو په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې راپور رد کړ

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هغه وروستی راپور په کلکه رد کړی، چې پکې ویل شوي ګواکې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱.۲ میلیونه افغانان له هېواده وتلي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
