• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان د ختيز چین په سمندرګي کې د چین پر تاسیساتو اعتراض کړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بيجينګ په ختیزه لانجمنه سمندري سيمه کې د نویو تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړی. جاپان د چین پر حکومت نیوکه کړې چې د ختیز سمندرګي په لانجمنه سیمه کې طبيعي سرچینې راباسي.

جاپان دا نیوکه تر هغه وروسته وکړه چې د کیوډو خبري اژانس د راپور له مخې، بیجينګ په دې سيمه کې د نويو تاسساتو جوړولو کار پيل کړ.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه تاسیسات هغه ځای ته نژدې جوړېږي چې توکیو یې د دواړو هېوادونو د ځانګړو اقتصادي حوزو د جلاوالي کرښه ګڼي.

یاد وزارت وایي، په توکیو کې یې په رسمي ډول د چین په سفارت کې خپل اعتراض ثبت کړی او د بیجېنګ دا کار یې د خواشینۍ وړ بللی دی. د جاپان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې تر دې مهاله په دې سیمه کې د سمندري پولې ستونزه نه ده حل شوې، خو چین په یو اړخیز ډول په فعالیت لاس پورې کړی دی.

توکیو اندېښنه لري چې د چین دا ډول فعالیتونه کېدای شي د جاپان اړوند سیمه کې د طبیعي سرچینو لوری تغیر او یا دا سرچینې استخراج کړي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، جاپان دا سیمه د دوو هېوادونو تر منځ ساحلي کرښه بولي، خو چین ادعا کوي چې د دوی ځانګړې اقتصادي حوزه تر دې پراخه ده.

که څه هم جاپان او چین په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هوکړه کړې وه چې په دې سیمه کې به په ګډه ګاز راباسي، خو په دې اړه خبرې اترې له څه مودې راهیسې ځنډېدلې.

د یادونې وړ ده چې چین تر دې مهاله د چاپان د دې نیوکې په اړه څه نه دي ويلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له افغانستان نه د ۱،۲ مېلیونه افغانانو د وتلو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ راپور چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱،۲ مېلیونه کسان له افغانستان نه وتلي دي، رد کړی او وايي، نړیوالې ادارې دې د ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزرات د چار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هغه راپور ته چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱،۲ مېلیونه افغانان له افغانستان نه وتلي دي، غبرګون ښودلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي:«د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو د عالي کمشنرۍ وروستی راپور، چې ګواکې په تېرو پینځو میاشتو کې ١.٢ میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی او نورو هېوادونو ته مهاجر شوي په کلکه ردوو.»

همدارنګه اعلامیه زیاتوي، په قانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته د سفر کولو اسانتیاوې برابرې شوې او د شخصي کاروبارونو او سوداګرۍ لپاره د دوامدارو سفرونو لړۍ د کډوالۍ برخه نه ګڼل کیږي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پنځه مېلیونو ډیر افغان کډوال په خپله خوښه او یا هم د کوربه هېوادونو له خوا په زور افغانستان ته راستانه شوي دي.

په مسکو کې یوه ۳۱ کلن بلاروسي دوه کلن افغان ماشوم پر ځمکه ویشتلی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۱

روسي چارواکو ویلي، هغه دوه کلن افغان ماشوم چې په شېرېمیټو نړیوال هوايي ډګر کې یوه بلاروسي نارینه پر ځمکه وویشت، دماغي زیان نه لري، خو وضعیت یې لا هم نازک دی. په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې یاد بلاروسی د دوه کلن افغان ماشوم خوا ته ورځي، پورته کوي یې او پر سمنټي فرش یې ولي.

رپوټونه وايي، چې ماشوم سملاسي د شېرېمیټو هوايي ډګر د بیړنۍ طبي ډلې له خوا د روشال په نوم د ماشومانو کلینیکي مرکز ته چې په کراسنوګورسک کې موقعیت لري، لېږدول شوی. د ماشوم د ایم ار ای څېړنې پایلې ښيي چې ماشوم ته دماغي زیان نه‌دی رسېدلی.

میشونووا وایي، « ډاکترانو تایید کړه چې دماغي زیان نشته. ماشوم باثباته دی. په راتلونکو دوو ورځو کې هڅه کوو له تنفسي ماشین (وینټیلېټر) څخه خلاص شي. دا مهال د درملو تر اغېز لاندې خوب کې دی».

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، بریدګر له پېښې وروسته نیول شوی او معایناتو ‌یې ثابته کړه چې د مخدره موادو تر اغېز لاندې و.

یاد کس له دې افغانې کورنۍ سره له ایران څخه د کابل له لارې مسکو ته یو ځای سفر کړی و.

په روسیه کې د طالبانو سفارت تر اوسه پر دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو له جاپان نه وغوښتل چې خپلې پروژې له دوی سره په همغږۍ پلې کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۱

د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري سره په کتنه کې ویلي چې جاپان سږ کال په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلې کوي. طالب وزیر له جاپان نه غوښتنه کړې چې له دوی سره په همغږۍ پروژې پلې کړي.

د هغه په وینا، جاپان په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې دي، چې پکې د مېوو د نیالګیو وېش، د حیواناتو درملنه او د اصلاح شویو تخمونو وېش شامل دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ناسته په کابل کې د یاد وزارت د وزیر په دفتر کې شوې. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې په اړه بحث کړی.

طالب وزیر ویلي چې ځینې پروژې چې د غیر دولتي موسسو له‌خوا پلې کېږي، نیمګړې دي، ځکه ډېره برخه بودجه یې د اداري لګښتونو لپاره لګول کېږي او کروندګرو او خلکو ته یوازې لږه مرسته رسېږي. د طالبانو د کرنې وزیر ټینګار کړی، چې که د جاپان مرستې له طالبانو سره په همغږۍ پلې شي، دا مرستې به شفافې او مؤثرې وي.

همداراز، نوموړي له جاپاني سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د لوړ کیفیت کرنیزو محصولاتو لپاره نړیوال بازارونه ومومي او کروندګر پیاوړي کړي.

د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا ویلي: «جاپان له افغان ولس او کروندګرو سره د دوامدارو مرستو غوښتونکی دی. د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه د جاپان او نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه ده.»

مالیزیا او قرغیزستان په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شاملولو غوښتنه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د مالیزیا لومړي وزیر او د قرغیزستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ځینو شرطونو په پام کې نیولو سره دې افغانستان ته په نړیواله ټولنه کې شمولیت ورکړي. د قرغیزستان ولسمشر ویلي، چې له افغانستان سره دې نړیواله ټولنه د وضعیت د کنټرول لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ور کړي.

د مالیزیا رسنیو راپور ورکړی، چې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم او د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د یوې خبرې ناستې پرمهال په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

د دواړو هېوادونو مشرانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ځینو شرطونو په پام کې نیولو سره دې افغانستان ته شمولیت ورکړل شي.

انور ابراهیم ویلي:«زه له تاسې سره همغږی یم، ځکه تاسې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه یاست او له همدې امله ښه درک لرئ. موږ به حتما ستاسې له مشورو او لیدلوري ګټه واخلو.»

پر همدغه مهال د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په بشري بحران کې ښکیل افغانستان سره دې نړیواله ټولنه د وضعیت د کنټرول لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ور کړي.

مالیزیا او قرغیزستان په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د شمولیت غوښتنه کړې، چې مرستندویه سازمانونو او ځینو هیوادونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې محدودې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي کارخونې فعالې دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د طالبانود صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، چې هېواد کې شاوخوا شپږ زره صنعتي کارخونې فعالې دي او د دغو فابریکو د دوامدار فعالیت لپاره نږدې ۲زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا ده.

عزیزي دغه څرګندونې د چارشنبې په ورځ (د چنګاښ څلورمه)کابل کې یوه سوداګریز کنفرانس کې کړې، چې د نوې کیدونکې یا شنې انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره جوړ شوی و.

یاده غونډه د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له خوا تنظیم شوې وه او د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په تړاو پکې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

نوموړي وویل، دوی چمتو دی چې د نوې کېدونکې برېښنا د تولید ملاتړ وکړي او دغه ډول برېښنا د هېواد په صنعتي کارخونو کې وکاروي. عزیزي زیاته کړه، هر هغه پروګرام چې د تجدید وړ انرژۍ د پراخېدو لپاره وي، طالبان به یې ملاتړ وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو اوږدمهاله اقتصادي پلان دا دی، چې د افغانستان صادرات درې میلیارده ډالرو ته لوړ شي او د ناخالصو داخلي تولیداتو ارزښت ۲۵میلیارده ډالرو ته ورسوي.