• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له افغانستان نه د ۱،۲ مېلیونه افغانانو د وتلو په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستېندونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ راپور چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱،۲ مېلیونه کسان له افغانستان نه وتلي دي، رد کړی او وايي، نړیوالې ادارې دې د ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزرات د چار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هغه راپور ته چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱،۲ مېلیونه افغانان له افغانستان نه وتلي دي، غبرګون ښودلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي:«د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو د عالي کمشنرۍ وروستی راپور، چې ګواکې په تېرو پینځو میاشتو کې ١.٢ میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی او نورو هېوادونو ته مهاجر شوي په کلکه ردوو.»

همدارنګه اعلامیه زیاتوي، په قانوني لارو بهرنیو هېوادونو ته د سفر کولو اسانتیاوې برابرې شوې او د شخصي کاروبارونو او سوداګرۍ لپاره د دوامدارو سفرونو لړۍ د کډوالۍ برخه نه ګڼل کیږي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې د دې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پنځه مېلیونو ډیر افغان کډوال په خپله خوښه او یا هم د کوربه هېوادونو له خوا په زور افغانستان ته راستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په مسکو کې یوه ۳۱ کلن بلاروسي دوه کلن افغان ماشوم پر ځمکه ویشتلی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۵۳ GMT+۱

روسي چارواکو ویلي، هغه دوه کلن افغان ماشوم چې په شېرېمیټو نړیوال هوايي ډګر کې یوه بلاروسي نارینه پر ځمکه وویشت، دماغي زیان نه لري، خو وضعیت یې لا هم نازک دی. په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې یاد بلاروسی د دوه کلن افغان ماشوم خوا ته ورځي، پورته کوي یې او پر سمنټي فرش یې ولي.

رپوټونه وايي، چې ماشوم سملاسي د شېرېمیټو هوايي ډګر د بیړنۍ طبي ډلې له خوا د روشال په نوم د ماشومانو کلینیکي مرکز ته چې په کراسنوګورسک کې موقعیت لري، لېږدول شوی. د ماشوم د ایم ار ای څېړنې پایلې ښيي چې ماشوم ته دماغي زیان نه‌دی رسېدلی.

میشونووا وایي، « ډاکترانو تایید کړه چې دماغي زیان نشته. ماشوم باثباته دی. په راتلونکو دوو ورځو کې هڅه کوو له تنفسي ماشین (وینټیلېټر) څخه خلاص شي. دا مهال د درملو تر اغېز لاندې خوب کې دی».

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، بریدګر له پېښې وروسته نیول شوی او معایناتو ‌یې ثابته کړه چې د مخدره موادو تر اغېز لاندې و.

یاد کس له دې افغانې کورنۍ سره له ایران څخه د کابل له لارې مسکو ته یو ځای سفر کړی و.

په روسیه کې د طالبانو سفارت تر اوسه پر دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو له جاپان نه وغوښتل چې خپلې پروژې له دوی سره په همغږۍ پلې کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۱

د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري سره په کتنه کې ویلي چې جاپان سږ کال په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلې کوي. طالب وزیر له جاپان نه غوښتنه کړې چې له دوی سره په همغږۍ پروژې پلې کړي.

د هغه په وینا، جاپان په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې دي، چې پکې د مېوو د نیالګیو وېش، د حیواناتو درملنه او د اصلاح شویو تخمونو وېش شامل دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه ناسته په کابل کې د یاد وزارت د وزیر په دفتر کې شوې. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې په اړه بحث کړی.

طالب وزیر ویلي چې ځینې پروژې چې د غیر دولتي موسسو له‌خوا پلې کېږي، نیمګړې دي، ځکه ډېره برخه بودجه یې د اداري لګښتونو لپاره لګول کېږي او کروندګرو او خلکو ته یوازې لږه مرسته رسېږي. د طالبانو د کرنې وزیر ټینګار کړی، چې که د جاپان مرستې له طالبانو سره په همغږۍ پلې شي، دا مرستې به شفافې او مؤثرې وي.

همداراز، نوموړي له جاپاني سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان د لوړ کیفیت کرنیزو محصولاتو لپاره نړیوال بازارونه ومومي او کروندګر پیاوړي کړي.

د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا ویلي: «جاپان له افغان ولس او کروندګرو سره د دوامدارو مرستو غوښتونکی دی. د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه د جاپان او نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه ده.»

مالیزیا او قرغیزستان په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شاملولو غوښتنه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د مالیزیا لومړي وزیر او د قرغیزستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ځینو شرطونو په پام کې نیولو سره دې افغانستان ته په نړیواله ټولنه کې شمولیت ورکړي. د قرغیزستان ولسمشر ویلي، چې له افغانستان سره دې نړیواله ټولنه د وضعیت د کنټرول لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ور کړي.

د مالیزیا رسنیو راپور ورکړی، چې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم او د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د یوې خبرې ناستې پرمهال په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

د دواړو هېوادونو مشرانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ځینو شرطونو په پام کې نیولو سره دې افغانستان ته شمولیت ورکړل شي.

انور ابراهیم ویلي:«زه له تاسې سره همغږی یم، ځکه تاسې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه یاست او له همدې امله ښه درک لرئ. موږ به حتما ستاسې له مشورو او لیدلوري ګټه واخلو.»

پر همدغه مهال د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په بشري بحران کې ښکیل افغانستان سره دې نړیواله ټولنه د وضعیت د کنټرول لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ور کړي.

مالیزیا او قرغیزستان په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د شمولیت غوښتنه کړې، چې مرستندویه سازمانونو او ځینو هیوادونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې محدودې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي کارخونې فعالې دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د طالبانود صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، چې هېواد کې شاوخوا شپږ زره صنعتي کارخونې فعالې دي او د دغو فابریکو د دوامدار فعالیت لپاره نږدې ۲زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا ده.

عزیزي دغه څرګندونې د چارشنبې په ورځ (د چنګاښ څلورمه)کابل کې یوه سوداګریز کنفرانس کې کړې، چې د نوې کیدونکې یا شنې انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره جوړ شوی و.

یاده غونډه د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له خوا تنظیم شوې وه او د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په تړاو پکې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

نوموړي وویل، دوی چمتو دی چې د نوې کېدونکې برېښنا د تولید ملاتړ وکړي او دغه ډول برېښنا د هېواد په صنعتي کارخونو کې وکاروي. عزیزي زیاته کړه، هر هغه پروګرام چې د تجدید وړ انرژۍ د پراخېدو لپاره وي، طالبان به یې ملاتړ وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو اوږدمهاله اقتصادي پلان دا دی، چې د افغانستان صادرات درې میلیارده ډالرو ته لوړ شي او د ناخالصو داخلي تولیداتو ارزښت ۲۵میلیارده ډالرو ته ورسوي.

تاجکستان وايي افغان پولې ته څېرمه یې د نشه‌يي توکو یو افغان قاچاق وړونکی وژلی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د تاجکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د نشه‌يي توکو د قاچاق یوه هڅه له وسله‌والې نښتې وروسته شنډه شوې، چې په ترڅ کې یې «د افغان قاچاق وړونکو د یوې شبکې مشر ووژل شو او نور غړي افغانستان ته وتښتېدل».

دا پېښه د تاجکستان د ختلان ولایت په «میر سید علي حمدوني» ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

تاجکستاني چارواکي وايي، د ملي امنیت دولتي کمېټې د ځانګړو عملیاتو ډلې د سرحدي ځواکونو د «پنجب» پوستې له سرتېرو سره په همغږۍ د څلورو وسله‌والو قاچاقبرو هڅه شنډه کړه.

تاجک چارواکي وایي، دا ډله له افغانستان نه په غیرقانوني توګه سرحد ته اوښتې وه.

د چارواکو په وینا، کله چې د سرحدي ځواکونو له لوري د تسلیمېدو امر ورکړل شو، وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. په نښته کې د ډلې ۵۰ کلن مشر چې د تخار ولایت د ینګي‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکی و، ووژل شو. درې نور غړي په تیښته بریالي شوي دي.

تاجکستاني چارواکي وایي، د پېښې له ځایه ۷۱ کیلوګرامه او ۹۲۹ ګرامه چرس، یو کلاشنکوف او نور تجهیزات نیول شوي.