• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مالیزیا او قرغیزستان په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شاملولو غوښتنه کړې

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۱

د مالیزیا لومړي وزیر او د قرغیزستان ولسمشر له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ځینو شرطونو په پام کې نیولو سره دې افغانستان ته په نړیواله ټولنه کې شمولیت ورکړي. د قرغیزستان ولسمشر ویلي، چې له افغانستان سره دې نړیواله ټولنه د وضعیت د کنټرول لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ور کړي.

د مالیزیا رسنیو راپور ورکړی، چې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم او د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د یوې خبرې ناستې پرمهال په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د شاملېدو غوښتنه کړې ده.

د دواړو هېوادونو مشرانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د ځینو شرطونو په پام کې نیولو سره دې افغانستان ته شمولیت ورکړل شي.

انور ابراهیم ویلي:«زه له تاسې سره همغږی یم، ځکه تاسې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه یاست او له همدې امله ښه درک لرئ. موږ به حتما ستاسې له مشورو او لیدلوري ګټه واخلو.»

پر همدغه مهال د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د افغانستان په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په بشري بحران کې ښکیل افغانستان سره دې نړیواله ټولنه د وضعیت د کنټرول لپاره خپلو بشري مرستو ته دوام ور کړي.

مالیزیا او قرغیزستان په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د شمولیت غوښتنه کړې، چې مرستندویه سازمانونو او ځینو هیوادونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې محدودې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: په ټول هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي کارخونې فعالې دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱

د طالبانود صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي، چې هېواد کې شاوخوا شپږ زره صنعتي کارخونې فعالې دي او د دغو فابریکو د دوامدار فعالیت لپاره نږدې ۲زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا ده.

عزیزي دغه څرګندونې د چارشنبې په ورځ (د چنګاښ څلورمه)کابل کې یوه سوداګریز کنفرانس کې کړې، چې د نوې کیدونکې یا شنې انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره جوړ شوی و.

یاده غونډه د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له خوا تنظیم شوې وه او د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په تړاو پکې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

نوموړي وویل، دوی چمتو دی چې د نوې کېدونکې برېښنا د تولید ملاتړ وکړي او دغه ډول برېښنا د هېواد په صنعتي کارخونو کې وکاروي. عزیزي زیاته کړه، هر هغه پروګرام چې د تجدید وړ انرژۍ د پراخېدو لپاره وي، طالبان به یې ملاتړ وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د طالبانو اوږدمهاله اقتصادي پلان دا دی، چې د افغانستان صادرات درې میلیارده ډالرو ته لوړ شي او د ناخالصو داخلي تولیداتو ارزښت ۲۵میلیارده ډالرو ته ورسوي.

تاجکستان وايي افغان پولې ته څېرمه یې د نشه‌يي توکو یو افغان قاچاق وړونکی وژلی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د تاجکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د نشه‌يي توکو د قاچاق یوه هڅه له وسله‌والې نښتې وروسته شنډه شوې، چې په ترڅ کې یې «د افغان قاچاق وړونکو د یوې شبکې مشر ووژل شو او نور غړي افغانستان ته وتښتېدل».

دا پېښه د تاجکستان د ختلان ولایت په «میر سید علي حمدوني» ولسوالۍ کې رامنځته شوې.

تاجکستاني چارواکي وايي، د ملي امنیت دولتي کمېټې د ځانګړو عملیاتو ډلې د سرحدي ځواکونو د «پنجب» پوستې له سرتېرو سره په همغږۍ د څلورو وسله‌والو قاچاقبرو هڅه شنډه کړه.

تاجک چارواکي وایي، دا ډله له افغانستان نه په غیرقانوني توګه سرحد ته اوښتې وه.

د چارواکو په وینا، کله چې د سرحدي ځواکونو له لوري د تسلیمېدو امر ورکړل شو، وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. په نښته کې د ډلې ۵۰ کلن مشر چې د تخار ولایت د ینګي‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکی و، ووژل شو. درې نور غړي په تیښته بریالي شوي دي.

تاجکستاني چارواکي وایي، د پېښې له ځایه ۷۱ کیلوګرامه او ۹۲۹ ګرامه چرس، یو کلاشنکوف او نور تجهیزات نیول شوي.

سرچینې: له پرون راهیسې په کندهار ښار کې امنیتي تدابیر سخت شوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱

له کندهاره سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې په ښار او عینو مېنه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د ښار په څو مهمو ځایونو کې د تلاشیو لپاره اضافي طالبان ځای پر ځای شوي دي. په عینو مېنه کې د ملکي هوايي چلند پخوانی چارواکی محمود شاه حبیبي ساتل کیږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ‌ پښتو ته ویلي، چې له سې شنبې راهیسې په کندهار ښار او په ځانګړې توګه عینو مېنه او د ښار په لومړۍ، دویمه او څلورمه امینتي حوزه کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

د طالبانو له منځه یوې امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې یاد امنیتي تدابیر د دې ډلې د وزیرانو شورا غونډې لپاره نیول شوي دي.

دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل:« ځینې وزیران حج ته تللي وو، اوس یې د حج مراسم خلاص شوي دي او دا ډیر وخت کیږي چې په کندهار کې د وزیرانو شورا غونډه نه ده شوې، امنیتي تدابیر سخت شوي او کیدای شي سبا یا بل سبا د امیر المومنین په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه جوړه شي.»

په کندهار کې ځايي طالب چارواکو د امنیتي تدابیرو سختېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

100%

پر همدغه مهال سرچینو افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره انعامونو» پروګرام له لارې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني رییس محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه د معلوماتو ورکړې لپاره د ۵ مېلیونه ډالره انعام له اعلان وروسته ځايي طالبانو ته د امنیتي تدابیرو سختېدو امر شوی دی.

سرچینې وايي:« په عینو مېنه کې چیک پواینټونه ډیر شوي دي، د عینو مینې په ځینو سړکونو باندې خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي، تلاشۍ ډیرې شوې دي او تردې چې د خلکو تیلیفونونه هم کتل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په وري میاشت کې راپور ورکړی و، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رییس محمود شاه حبیبي له پخواني زندان څخه عینو مینې ته انتقال شوی دی.

د محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل سره په تازه مرکه کې ویلي، چې ورور یې د طالبانو له خوا د کندهار په زندان کې ساتل کېږي.

اوکراینیان دونباس سیمې ته د افغان کارګرو له ورتګه اندېښنه ښيي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د مسکو او طالبانو ترمنځ تازه تړون، چې له مخې افغان کارګر د روسیې تر ولکې لاندې اوکرایني سیمو ته استول کېږي، د اوکرایني رسنیو او فعالانوغبرګونونه پارولي. د دغه توافق له مخې یو شمېر کارګران دونیڅک او لوهانسک سیمو ته لیږل کیږي،چې له ۲۰۲۲ راهیسې د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوې دي.

په دې سیمو کې د افغان کارګرو پر راتګ د اوکرایني رسنیو اندېښنه له دې ځایه سرچینه اخلي، چې دا به د روسیې له خوا د اشغال دوام ته مشروعیت ورکړي او د هغو ځايي اوسېدونکو ځایونه به ډک کړي، چې په زور د روسیې پوځ ته د جبري جذب له امله وژل شوي یا بې‌ځایه شوي دي.

روسي چارواکو له طالبانو سره دا هوکړه کړې چې افغان مسلکي برېښنايي کارپوهان، رنګمالان، د ودانیو کارګران، د کرنیزو برخو ماهران به په تاتارستان، داغستان، کراسنوادار او دغه راز دونباس کې د بیا رغونې لپاره وګوماري.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي چې «افغان متخصصین به د زیربناوو بیا جوړولو، کرنې او د ساختماني چارو په برخه کې ونډه واخلي». نوموړي زیاته کړې: «موږ تمه لرو چې دا کارګر به د چیچن، داغستان او کراسنودار له لوري قانوني جوازونه تر لاسه کړي».

حبیب الله بازا خبري اژانس ته ویلي، « د افغانستان د کرنې برخې متخصصین چمتو دي چې د روسیې د کرنې برخې ته خپل خدمتونه وړاندې کړي. دا کسان د څارويو پالونکي، ویترنران او د کروندو پوهان دي. ډېر ژر به د ساختماني متخصصینو یو ګروپ له افغانستان څخه د روسیې ازادو شویو سیمو دونېڅک او لوهانسک ته واستوو. هغوی به د ځمکې پاکولو او بنسټیزو جوړښتونو د بیا رغونې چارې پر مخ یوسي. په روسیه کې د افغان متخصصینو لپاره لویه اړتیا شته.»

د طالبانو حکومت، چې تر اوسه په روسیه کې د ترهګرو سازمان په توګه ثبت و، اوس د کرملین له نظره یو مشروع همکار بلل کېږي.

په تازه توافق کې د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي ژمنه کړې چې له افغانستان نه به له سل تر ۱۰۰۰ پورې "ماهر متخصصین" روسیې ته واستوي.

اوکراینی خبریال دنیس کازانسکي، چې د دونباس له جګړه‌ځپلو سیمو رپوټونه ورکوي، دغه بهیر "نوی غلی اشغال" ګڼي.

هغه وايي: «په ۲۰۲۲ کې دونباسيان جبري جګړې ته بوتلل شول. اوس به طالبان راشي چې د هغوی ځای ونیسي. هغوی ته به ۱۰۰ زره روبله معاش ورکړي، په داسې حال کې چې ځايي خلکو کلونه په۱۵ زره روبلو ژوند کاوه. دا د دونباس د حقیقي ازادۍ په معنی نه دی».

اوکرایني رسنۍ وايي، چې په اشغال شویو سیمو کې د روسي تبلیغاتي رسنیو له قوله، دا "یو اقتصادي پرمختګ" ګڼل شوی.

د افغان کارګرانو د حقوقو برخلیک، امنیتي شرایط، او نور اړوند مسایل لا روښانه نه دي.

روسیه وايي، امریکا باید د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۴۷ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر ویندیکتوف وايي، چې تر جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسوولیت او اصلي بار باید د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه وي.

هغه همداراز شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو نه غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ په ټينګښت کې ونډه واخلي.

د روسیې اېنټرفاکس خبري اژانس سې‌شنبه (د چنګاښ ۳مه) راپور ورکړی، چې ښاغلي وندیکتوف د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې وویل: «زموږ په اند اوس یې وخت رارسېدلی، چې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یخ ماتېدو په اړه فکر وشي او دا کار باید د اړیکو ډلې د کار له بیا پېلېدو سره وکړو.»

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم د روان کال په غبرګولي میاشت کې له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره په یوې غونډه کې وړاندیز کړی و، چې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د اړیکو ټیم د کار بیا پیلېدو په اړه خبرې‌ اترې وشي.

نوموړي په ​​مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د منشیانو په غونډه کې زیاته کړې وه، چې طالبان د روسیې د ترهګرو له نوملړ نه اېستل شوي دي.

د هغه په وینا، اوس له دې ځنډ سره کولای شي د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د اړیکو ټیم د فعالیت د بیاپیلېدو په اړه بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر کال ویلي و، چې نوموړی د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د اړیکې ډلې د پیل ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هیچا ته د هېواد په استازولۍ د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.