روسیه وايي، امریکا باید د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي

د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر ویندیکتوف وايي، چې تر جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسوولیت او اصلي بار باید د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه وي.

د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر ویندیکتوف وايي، چې تر جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسوولیت او اصلي بار باید د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه وي.
هغه همداراز شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو نه غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ په ټينګښت کې ونډه واخلي.
د روسیې اېنټرفاکس خبري اژانس سېشنبه (د چنګاښ ۳مه) راپور ورکړی، چې ښاغلي وندیکتوف د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې وویل: «زموږ په اند اوس یې وخت رارسېدلی، چې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یخ ماتېدو په اړه فکر وشي او دا کار باید د اړیکو ډلې د کار له بیا پېلېدو سره وکړو.»
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم د روان کال په غبرګولي میاشت کې له خپلو سیمهییزو سیالانو سره په یوې غونډه کې وړاندیز کړی و، چې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د اړیکو ټیم د کار بیا پیلېدو په اړه خبرې اترې وشي.
نوموړي په مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د منشیانو په غونډه کې زیاته کړې وه، چې طالبان د روسیې د ترهګرو له نوملړ نه اېستل شوي دي.
د هغه په وینا، اوس له دې ځنډ سره کولای شي د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د اړیکو ټیم د فعالیت د بیاپیلېدو په اړه بحث وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر کال ویلي و، چې نوموړی د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د اړیکې ډلې د پیل ملاتړ کوي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هیچا ته د هېواد په استازولۍ د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.