طالبان: تر ۵۰ ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۶ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۶ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسانو له یوې تر اوو ورځو پورې د بند موده تېره کړې ده.
دغه وزارت ادعا کوي، چې له دې ډلې ډېری کسان د قانوني اسنادو په لرلو سره هم نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لهخوا د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته هم د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې څو ورځې پاتې دي.


د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. دغه اندېښنې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د روانې جون میاشتې تر ختمېدو د (PoR) کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.
د دغه سازمان د بیان پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د پاکستان لنډمهالي حکومت لهخوا د «ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنېدو پروګرام» له پیل راهیسې تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال او پناهغوښتونکي افغانستان ته استول شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ دا کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.
په بیان کې راغلي، دا اقدام د هغه قانون خلاف دی چې له مخې یې هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې په خطر کې وي.
د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل هغوی له تاوتریخوالي، ناوړه ګټهاخیستنې او بشري حقونو سرغړونو سره مخ کوي.
یاد سازمان ویلي، چې د کډوالو له ستنېدو راهیسې زرګونه افغان ښځې او نجونې یو ځل بیا تر سختو محدودیتونو لاندې ژوند کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا وړمه ورځ پاکستاني دولت تر یو زرو ۴۰۰ ډېرې افغانې کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته استولې دي.

د امریکا د واټسن انسټیټیوټ د یوې نوې څېړنې له مخې، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په جګړه کې تر دې دمه ۲۴۳ زره انسانان په مستقیم ډول وژل شوي، او پر دې جګړه ۲.۳ ټریلیونه ډالر لګول شوي دي.
د دغه انسټیټوټ په راپور کې راغلي، د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله پورې نږدې شل کلنه جګړه وکړه، چې د دغه هېواد تر ټولو اوږده پوځي مداخله ګڼل کېږي.
که څه هم دا جګړه د القاعده شبکې د له منځه وړلو او د طالبانو د واک پای ته رسولو په موخه پیل شوې وه، خو میلیونونه افغانان یې د ژوند، شتمنۍ او راتلونکي قرباني کړل.
د امریکا د براون پوهنتون د «واټسن انسټیټیوټ» د معلوماتو له مخې، د افغانستان جګړې شاوخوا ۲۴۳,۰۰۰ انسانان په مستقیم ډول وژلي دي. په دې کې ملکي وګړي، افغان امنیتي ځواکونه، طالبان، بهرني پوځیان، قراردادیان او خبریالان شامل دي.
دغه انسټيټوټ زیاته کړې، چې پر دې سربېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د عملیاتو له امله لسګونه زره نور کسان هم وژل شوي دي.
واټسن انسټیټیوټ په خپل راپور کې ویلي، د جګړې غېرمستقیم اغېز لکه لوږه، روغتیایي خدماتو ته نه لاسرسی او ناروغیو د میلیونونو خلکو لپاره دوامداره ناورین رامنځته کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت د راپورونو پر بنسټ، یوازې په افغانستان کې د جګړې مالي لګښت نږدې ۲.۳ تریلیونه ډالر اټکل شوی، چې په دې لګښتونو کې د پوځ تمویل، هوایي بریدونه، رغنیزې پروژې، قراردادیان او د افغان ځواکونو ملاتړ شامل دي.
سربېره پر دې، تمه کېږي چې تر ۲۰۵۵ کال پورې به امریکا د جګړې له امله خپلو معیوب شویو سرتېرو د درملنې او پاملرنې لپاره سلګونه میلیارد ډالر نور هم ولګوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، امریکا له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وایستل او له هغې وروسته طالبان بیا واک ته ورسېدل، چې افغانستان یو ځل بیا له نړۍوالې انزوا سره مخ او یوه نوي بشري ناورین ته داخل شو.
له افغانستان څخه د امریکا دا وتنه د نړۍوالو انتقادونو، سیاسي اختلافاتو او د امریکا د ستراتیژیک سیاست پر ضد د ژورو بحثونو لامل شوه.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د «جنسيتي نابرابرۍ رژيم» د تعامل، عادي کولو، مشروعیت یا پېژندلو مستحق نه دی.
د طالبانو ضد یادې جبهې د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳مه) په یوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د استازو د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض غندنه کوي او ویلي یې دي، چې «طالبان د خبرو اترو او تعامل له لارې نشي اصلاح کېدای.»
د هیوادونو او نړۍوالو سازمانونو استازو د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې په دغه هېواد کې د زیاتېدونکي بحران، د ښځو پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکي محدودیتونو او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د ازادۍ جبهې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د درېیمې غونډې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ، چې دا غونډه د پخوانیو غونډو دوام دی او ممکن ملګري ملتونه یو ځل بیا د افغانستان د مسلې له اصلي ښکېلو خواوو د نظرونو او ګډون له پام نیولو پرته یوازي له طالبانو سره خبرې وکړي.
که څه هم د یوناما مشر وویل، چې دا غونډې د طالبانو د عادي کولو یا مشروعیت معنا نه لري؛ خو د ازادۍ جبهې ويلي، چې د طالبانو یو اړخیزه بلنه د منلو وړ نه ده ځکه چې دا ډله د افغانانو د استازیتوب کولو صلاحیت نه لري.
دې جبهې له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړه «طالبمحوره لیدلوری» پرېږدي او له سیاسي–نظامي جریانونو، ګوندونو، مدني ټولنې، قومي ډلو، ښځو او نورو اړخوالو استازو سره خبرې پیل کړي.
ازادۍ جبهې د ملګرو ملتونو د چارواکو له خوا «د طالبانو د غېر انساني پالیسیو افشا کولو» هرکلی وکړ او وایي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل، عادي کول، مشروعیت یا په رسمیت پېژندل د منلو وړ نه دي.»
د طالبانو ضد پوځي جبهې ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړۍوالو اسنادو په ګډون د ښځو په وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د مدني او سیاسي حقونو نړۍوال میثاق، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړۍوال میثاق د ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
د ازادۍ جبهې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون له پلي کېدو سره نړۍوالو اندېښنو ته په اشارې دا رژیم یو داسې نظام بللی، چې پر «جنسیتي تبعیض، ظالمانه جبر او د ترهګرۍ په رامنځته کولو» ولاړ دی.

د محمودشاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ورور یې د طالبانو له خوا د کندهار په زندان کې ساتل کېږي. دا څرګندونې هغه وروسته له هغه وکړې، چې امریکا د محمودشاه حبیبي د موندلو په بدل کې د پنځه میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه.
نوموړي وویل، چې له طالب چارواکو په ځانګړي ډول د "امر بالمعروف وزارت" له مرستیال سره یې د خپل ورور د برخلیک په اړه خبرې کړي او د مرستې غوښتنه یې کړې، خو د دغه وزارت مرستیال ورته ویلي دي، چې دا موضوع د ده له صلاحیته لوړه ده.
محمودشاه حبیبي چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس او د امریکا تابعیت هم لري، له درېیو کلونو راهیسې لادرکه دی.
متحده ایالاتو د دغه افغان الاصله امریکایي په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی.
احمد شاه حبیبي د طالبانو دننه د ځينو سرچینو په حواله وویل، چې هغه ډاډه او باوري دی چې ورور یې په کندهار کې د طالبانو سره په زندان کې دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چې محمود شاه حبیبي له دوی سره په زندان کې شتون نه لري او د حبیبي په اړه یې د هر ډول معلوماتو لرل رد کړي دي.
تر دې مخکې، طالبانو د متحده ایالاتو د فشار په پایله کې یو شمېر امریکایی یرغمل شوي بندیان خوشې کړل.
احمد شاه وويل، چې په کابل کې د هغه د ورور له تښتول کېدو څخه درې کاله تېر شوي دي، خو په دې موده کې دوی له هغه سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې.
محمود شاه حبیبي په ۱۴۰۱ کې په کابل کې د یوه بهرني شرکت د یو شمېر کارکوونکو سره یو ځای ونیول شو. طالبانو هغه د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د ځای په افشا کولو کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.
متحده ایالاتو هڅه کړې ده، چې طالبان قانع کړي ترڅو دا افغان الاصله امریکایی وګړی خوشې کړي، خو دا هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

په کندهار کې هغو زرګونو ځوانانو چې په تېر ژمي کې د ښوونکو د استخدام ازموینه ورکړې، لا هم د خپل برخلیک په تمه دي. په دې ازموینه کې کابو ۵۰ زره کسانو ګډون کړی و، چې له ډلې یوازې ۸ زره تنه بریالي اعلان شوي او له هر ګډونوال څخه له ۲۰۰ تر ۷۰۰ افغانۍ اخیستل شوي.
له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳مه) ویلي، چې زرګونو ځوانانو د ښوونکو د استخدام لپاره ازموینه ورکړې، چې تر اوسه یې روښانه ځواب نه دی تر لاسه کړی.
د ښوونکو په دې ازموینه کې له ۵۰ زره کسانو څخه ۸ زره بريالي شوي؛ خو د هغوی هم نه د دندې ځای مشخص شوی او نه هم د استخدام پروسه بشپړه شوې ده.
عبدالقیوم چې خپله یې دغه ازموینه ورکړې وايي: «موږ یې مجبور کړو چې ۲۰۰ افغانۍ ورکړو، ځینو ته ویل شوي وو چې ۷۰۰ افغانۍ ورکړي، خو کله چې پایله راغله، یوازې لږ شمېر کسان بریالي اعلان شول. اوس پوښتنه دا ده چې که مو نه استخداموي نو ولې یې پیسې واخیستې؟»
د دوی په وینا، دا ټولې کړای شوې پیسې تر لس میلیونه افغانیو زیاتې کېږي.
یو بل کس بیا وایي، چې د دندې د ترلاسه کولو په موخه یې دا ازموینه د یوې هیلې لپاره ورکړې او له څو میاشتو راهيسي بې برخلیکه دی.
په کندهار کې یو شمېر کسان پر طالبانو نیوکه کوي، چې د ښوونکو د ازمويني پایلې او اسناد ځنډېږي او د ملایانو د ماسټري د ازمويني پايلې او اسناد ژر اعلانېږي.
سرچینې وايي، چې ښايي د دغو ښوونکو بستونه لغوه اعلان شوي وي، خو دا خبره تراوسه رسمي نه ده اعلان شوې.
د سرچینو په خبره، ممکن د طالبانو د پوهنې وزارت قصدا د معلوماتو له خپرولو ډډه کوي، چې د خلکو له اعتراضونو وېرېږي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د کندهار له ډېری ښوونځیو څخه پخواني ښوونکي لرې شوي او پر ځای یې ملایان ټاکل شوي دي.
د کندهار ښار او ولسواليو په ښوونځيو کې دا مهال د مسلکي ښوونکو کمښت خورا ډېر دی.
په کندهار ې هغو کسانو چې د ښوونکي د ګومارنې په موخه ازموینې ورکړي، د طالبانو د پوهنې له ریاست، ولایت مقام او له طالب مشرانو څخه غواړي، چې ژر تر ژره دې خپل دریځ اعلان کړي او خلک دې نه په تمه کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.