له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳مه) ویلي، چې زرګونو ځوانانو د ښوونکو د استخدام لپاره ازموینه ورکړې، چې تر اوسه یې روښانه ځواب نه دی تر لاسه کړی.
د ښوونکو په دې ازموینه کې له ۵۰ زره کسانو څخه ۸ زره بريالي شوي؛ خو د هغوی هم نه د دندې ځای مشخص شوی او نه هم د استخدام پروسه بشپړه شوې ده.
عبدالقیوم چې خپله یې دغه ازموینه ورکړې وايي: «موږ یې مجبور کړو چې ۲۰۰ افغانۍ ورکړو، ځینو ته ویل شوي وو چې ۷۰۰ افغانۍ ورکړي، خو کله چې پایله راغله، یوازې لږ شمېر کسان بریالي اعلان شول. اوس پوښتنه دا ده چې که مو نه استخداموي نو ولې یې پیسې واخیستې؟»
د دوی په وینا، دا ټولې کړای شوې پیسې تر لس میلیونه افغانیو زیاتې کېږي.
یو بل کس بیا وایي، چې د دندې د ترلاسه کولو په موخه یې دا ازموینه د یوې هیلې لپاره ورکړې او له څو میاشتو راهيسي بې برخلیکه دی.
په کندهار کې یو شمېر کسان پر طالبانو نیوکه کوي، چې د ښوونکو د ازمويني پایلې او اسناد ځنډېږي او د ملایانو د ماسټري د ازمويني پايلې او اسناد ژر اعلانېږي.
سرچینې وايي، چې ښايي د دغو ښوونکو بستونه لغوه اعلان شوي وي، خو دا خبره تراوسه رسمي نه ده اعلان شوې.
د سرچینو په خبره، ممکن د طالبانو د پوهنې وزارت قصدا د معلوماتو له خپرولو ډډه کوي، چې د خلکو له اعتراضونو وېرېږي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د کندهار له ډېری ښوونځیو څخه پخواني ښوونکي لرې شوي او پر ځای یې ملایان ټاکل شوي دي.
د کندهار ښار او ولسواليو په ښوونځيو کې دا مهال د مسلکي ښوونکو کمښت خورا ډېر دی.
په کندهار ې هغو کسانو چې د ښوونکي د ګومارنې په موخه ازموینې ورکړي، د طالبانو د پوهنې له ریاست، ولایت مقام او له طالب مشرانو څخه غواړي، چې ژر تر ژره دې خپل دریځ اعلان کړي او خلک دې نه په تمه کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.