دوامداره پراختیايي موخې؛ بنګلهدېش په روان کال کې تر افغانستان او پاکستان ډېر پرمختګ کړی

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د دوامداره پراختیایي موخو په نوې ډلبندۍ کې بنګلهدېش د سوېلي اسیا هېوادونو په ډله کې تر افغانستان او پاکستان ښه ځای لري. «ډې بزنس سټنډرډ» وېبپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې دغه هېواد په نړۍواله کچه ۱۱۴م مقام ته ځان رسولی دی.