• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراینیان دونباس سیمې ته د افغان کارګرو له ورتګه اندېښنه ښيي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د مسکو او طالبانو ترمنځ تازه تړون، چې له مخې افغان کارګر د روسیې تر ولکې لاندې اوکرایني سیمو ته استول کېږي، د اوکرایني رسنیو او فعالانوغبرګونونه پارولي. د دغه توافق له مخې یو شمېر کارګران دونیڅک او لوهانسک سیمو ته لیږل کیږي،چې له ۲۰۲۲ راهیسې د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوې دي.

په دې سیمو کې د افغان کارګرو پر راتګ د اوکرایني رسنیو اندېښنه له دې ځایه سرچینه اخلي، چې دا به د روسیې له خوا د اشغال دوام ته مشروعیت ورکړي او د هغو ځايي اوسېدونکو ځایونه به ډک کړي، چې په زور د روسیې پوځ ته د جبري جذب له امله وژل شوي یا بې‌ځایه شوي دي.

روسي چارواکو له طالبانو سره دا هوکړه کړې چې افغان مسلکي برېښنايي کارپوهان، رنګمالان، د ودانیو کارګران، د کرنیزو برخو ماهران به په تاتارستان، داغستان، کراسنوادار او دغه راز دونباس کې د بیا رغونې لپاره وګوماري.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي چې «افغان متخصصین به د زیربناوو بیا جوړولو، کرنې او د ساختماني چارو په برخه کې ونډه واخلي». نوموړي زیاته کړې: «موږ تمه لرو چې دا کارګر به د چیچن، داغستان او کراسنودار له لوري قانوني جوازونه تر لاسه کړي».

حبیب الله بازا خبري اژانس ته ویلي، « د افغانستان د کرنې برخې متخصصین چمتو دي چې د روسیې د کرنې برخې ته خپل خدمتونه وړاندې کړي. دا کسان د څارويو پالونکي، ویترنران او د کروندو پوهان دي. ډېر ژر به د ساختماني متخصصینو یو ګروپ له افغانستان څخه د روسیې ازادو شویو سیمو دونېڅک او لوهانسک ته واستوو. هغوی به د ځمکې پاکولو او بنسټیزو جوړښتونو د بیا رغونې چارې پر مخ یوسي. په روسیه کې د افغان متخصصینو لپاره لویه اړتیا شته.»

د طالبانو حکومت، چې تر اوسه په روسیه کې د ترهګرو سازمان په توګه ثبت و، اوس د کرملین له نظره یو مشروع همکار بلل کېږي.

په تازه توافق کې د طالبانو یوه لوړپوړي پلاوي ژمنه کړې چې له افغانستان نه به له سل تر ۱۰۰۰ پورې "ماهر متخصصین" روسیې ته واستوي.

اوکراینی خبریال دنیس کازانسکي، چې د دونباس له جګړه‌ځپلو سیمو رپوټونه ورکوي، دغه بهیر "نوی غلی اشغال" ګڼي.

هغه وايي: «په ۲۰۲۲ کې دونباسيان جبري جګړې ته بوتلل شول. اوس به طالبان راشي چې د هغوی ځای ونیسي. هغوی ته به ۱۰۰ زره روبله معاش ورکړي، په داسې حال کې چې ځايي خلکو کلونه په۱۵ زره روبلو ژوند کاوه. دا د دونباس د حقیقي ازادۍ په معنی نه دی».

اوکرایني رسنۍ وايي، چې په اشغال شویو سیمو کې د روسي تبلیغاتي رسنیو له قوله، دا "یو اقتصادي پرمختګ" ګڼل شوی.

د افغان کارګرانو د حقوقو برخلیک، امنیتي شرایط، او نور اړوند مسایل لا روښانه نه دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

روسیه وايي، امریکا باید د افغانستان د بیارغونې مسوولیت پر غاړه واخلي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۴۷ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر ویندیکتوف وايي، چې تر جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې بشپړ مسوولیت او اصلي بار باید د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو پر غاړه وي.

هغه همداراز شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو نه غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ په ټينګښت کې ونډه واخلي.

د روسیې اېنټرفاکس خبري اژانس سې‌شنبه (د چنګاښ ۳مه) راپور ورکړی، چې ښاغلي وندیکتوف د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې وویل: «زموږ په اند اوس یې وخت رارسېدلی، چې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د یخ ماتېدو په اړه فکر وشي او دا کار باید د اړیکو ډلې د کار له بیا پېلېدو سره وکړو.»

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم د روان کال په غبرګولي میاشت کې له خپلو سیمه‌ییزو سیالانو سره په یوې غونډه کې وړاندیز کړی و، چې د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د اړیکو ټیم د کار بیا پیلېدو په اړه خبرې‌ اترې وشي.

نوموړي په ​​مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د منشیانو په غونډه کې زیاته کړې وه، چې طالبان د روسیې د ترهګرو له نوملړ نه اېستل شوي دي.

د هغه په وینا، اوس له دې ځنډ سره کولای شي د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د اړیکو ټیم د فعالیت د بیاپیلېدو په اړه بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر کال ویلي و، چې نوموړی د شانګهای همکارۍ سازمان-افغانستان د اړیکې ډلې د پیل ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هیچا ته د هېواد په استازولۍ د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د نړۍوالو مرستو کمښت؛ خلک د درملو له لوړې بیې او د طالبانو له بې‌غورۍ سر ټکوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۹ GMT+۱
•
خبرخونه

په افغانستان کې روغتیايي سکټور له خورا ناوړه وضعیت سره مخ دی. د نړۍوالو مرستو کمښت، د دولتي خدمتونو کمزورتیا او د خصوصي سکټور لوړو بیو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ځینې اوسېدونکي نیوکه کوي، له بل پلوه د هوا له ګرمېدو سره د ساري او انتاني ناروغیو او په ځانګړې توګه د نس ناستي پېښې هم زیاتې شوې دي؛ خو دولتي روغتونونه د دغو ناروغیو د مخنیوي او درملنې په برخه کې نه لازم درمل لري، نه تجهیزات او نه هم پر وخت خدمات.

د خالد په نوم یو کابل مېشتی وایي، چې په دولتي روغتونونو کې د درملو کمښت او د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالي په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د هغه په وینا؛ دغه حالت په لرو پرتو سیمو کې تر دې کړکېچن دی، ځکه چې په ډېرو برخو کې د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله روغتیايي برخه د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ ده.

هغه په نیوکې سره وایي، له بل پلوه شخصي روغتونونه چې د ناروغانو لپاره یوازینی بدیل بلل کېږي؛ درمل او خدمات په ډېره لوړه بیه وړاندې کوي او طالبان هم په دې برخه کې بې غوري کوي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

له دې سره بیا یو شمېر درمل پلورونکي وایي، چې دوی درمل شخصي روغتونونو ته په مناسبه بیه ورکوي؛ خو دغه روغتونونه یې په لوړه بیه پر خلکو پلوري.

هادي چې د کابل په رحمان مېنې کې درمل پلوري وایي، طالبان له شخصي روغتونونه بډې ترلاسه کوي او تر ډېره دغه روغتونونه د طالبانو تر فشار لاندې دي او حکومت هم پر درملو درنه مالیه لګوي.

هغه وایي:« باید حکومت د سګرټو، نوشابو او بې کیفیته وارد شویو خوراکي توکو مالیه لوړه کړي؛ نه دا چې پر درملو او روغتیایي توکو فشار زیات کړي.»

د افغانستان روغتیايي سیسټم چې تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و؛ اوس له جدي ګواښ سره مخ دی.

دوامداره پراختیايي موخې؛ بنګله‌دېش په روان کال کې تر افغانستان او پاکستان ډېر پرمختګ کړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د دوامداره پراختیایي موخو په نوې ډلبندۍ کې بنګله‌دېش د سوېلي اسیا هېوادونو په ډله کې تر افغانستان او پاکستان ښه ځای لري. «ډې بزنس سټنډرډ» وېب‌پاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې دغه هېواد په نړۍواله کچه ۱۱۴م مقام ته ځان رسولی دی.

دا راپور چهارشنبه (د چنګاښ ۴مه) خپور شوی او په‌کې ویل شوي، بنګله‌دېش یوازې په ۲۰ سلنه موخو کې رېښتینی پرمختګ کړی او شاوخوا ۳۵ سلنه موخې یې له خنډ سره مخ شوې دي. اقلیمي بدلون کې پرمختګ د دغه هېواد لویه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

د سوېلي اسیا په سیمه کې مالدیف تر ټولو ښه وضعیت لري، ورپسې بوتان، نیپال، سریلانکا او هند دي.

افغانستان بیا په ۱۶۰م ځای کې د سیمې تر ټولو کمزوری هېواد بلل کېږي او پاکستان ۱۴۰م ځای لري.

دغه راپور همداراز خبرداری ورکړی، چې له ۱۷ دوامداره پراختیایي موخو نه به هېڅ یوه هم تر ۲۰۳۰ پورې په ټوله نړۍ کې په بشپړه توګه ترلاسه نه‌شي؛ ځکه چې جګړو، نابرابریو او د اقلیم ناورین د دغه پرمختګ مخه نیولې ده.

طالبان: تر ۵۰ ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۶ افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسانو له یوې تر اوو ورځو پورې د بند موده تېره کړې ده.

دغه وزارت ادعا کوي، چې له دې ډلې ډېری کسان د قانوني اسنادو په لرلو سره هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان له‌خوا د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته هم د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې څو ورځې پاتې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې تر ۱.۴ مېلیون ډېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. دغه اندېښنې داسې مهال کېږي، چې پاکستان د روانې جون میاشتې تر ختمېدو د (PoR) کارټ لرونکو افغان کډوالو ته د وتلو سپارښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د بیان پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د پاکستان لنډمهالي حکومت له‌خوا د «ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنېدو پروګرام» له پیل راهیسې تر یو مېلیون ډېر افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي افغانستان ته استول شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ دا کار له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ګڼي.

په بیان کې راغلي، دا اقدام د هغه قانون خلاف دی چې له مخې یې هېڅوک باید داسې ځای ته ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې په خطر کې وي.

د بښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل هغوی له تاوتریخوالي، ناوړه ګټه‌اخیستنې او بشري حقونو سرغړونو سره مخ کوي.

یاد سازمان ویلي، چې د کډوالو له ستنېدو راهیسې زرګونه افغان ښځې او نجونې یو ځل بیا تر سختو محدودیتونو لاندې ژوند کوي.

د بښنې نړۍوال سازمان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا وړمه ورځ پاکستاني دولت تر یو زرو ۴۰۰ ډېرې افغانې کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته استولې دي.