ویټکاف: د ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ ظرفیت په بشپړه توګه له منځه وړل شوی

د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، چې متحده ایالاتو د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد وروستیو بریدونو کې د دغه هېواد د یورانیمو د غني‌سازۍ او اټومي وسلو د تولید ظرفیت «په بشپړه توګه له منځه وړی» دی.