مکسیکو کې د ډزو په پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مکسیکو د ګواناجواتو ایالت په ایراپواټو ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مکسیکو د ګواناجواتو ایالت په ایراپواټو ښار کې د ډزو په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم د چهارشنبې په ورځ د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي. هغې ویلي، چې په دې اړه د اړوندو ادارو څېړنې روانې دي.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ وایي، په زندان کې د علي وزیر روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی او هغه ته ان له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، «له علي وزیر سره کېدونکی چلند له شرم هم ورهاخوا چلند دی.»
محسن دواړ زیاته کړې، چې د یوه کال راهیسې پاکستاني حکومت په درواغجنو تورونو علي وزیر زنداني کړی او لا یې هم برخلیک نامعلوم دی.
داوړ وایي: «موږ د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکي یو».
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر کال وړاندې د اسلام اباد په پېمز روغتون کې پاکستاني پولیسو د درملنې پر مهال نیولی و.
که څه هم د بشري حقونو بنسټونو تر څنګ یو شمېر سیاستوالو هم د هغه د خوشې کېدو غوښتنې کړې؛ خو پاکستان ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.
علي وزیر په سند ایالت کې زنداني دی او تر دې دمخه یې هم د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې شریکې شوې وې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه ملګرو څو، څو ځله د علي وزیر نیول کېدل نه یوازې ظالمانه بللي؛ بلکې غوښتنه یې کړې، چې ژر تر ژره باید خوشې شي.
د امریکا د فېډ پر خپلواکۍ د ټرمپ نیوکو او د فېډ مشر جیروم پاول د بدلون ګونګوسو؛ په نړۍوالو بازارونو کې د ډالرو پر ارزښت اغېز کړی دی.
یورو ۱.۱۶۸۷ ته، سټرلېنګ ۱.۳۶۹۰ ته لوړ شوي او د ډالرو نړۍوال شاخص ۹۷.۴۹۱ ته راټیټ شوی، چې دا په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه ښودل شوې ده.
بازارونه اوس د فېډ لهخوا د سود بیو د کمېدو شونتیا ۲۵ سلنه اټکلوي.
له بلې خوا JPMorgan خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ تعرفوي پالیسي به اقتصادي وده کمه کړي او د اقتصادي ځوړ احتمال به ۴۰ سلنې ته ورسوي.
د لوګر ولایت لپاره د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې یې ۴۵ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دغه ځمکه یې له څېړونو وروسته د لوګر په برکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې راګرځولې ده.
د لوګر لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رييس حبیب الرحمان ویلي، چې یاده ځمکه د غصب شویو ځمکو د راګرځولو ځانګړي کمېسیون لهخوا تثبیت او راګرځول شوې ده.
د طالبانو ولایتي مسوولینو همدا راز ادعا کړې، چې تېرکال یې هم په دغه ولایت کې ۵۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
تېره میاشت هم د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون چارواکو ویلي و، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې ۴ مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبیتو راګرځول شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو محاکمه یوه "شرموونکې ننداره" بللې او د هغې د سمدستي لغوه کولو یا د بشپړې بخښنې غوښتنه یې کړې ده.
ټرمپ پر خواله رسنۍ ټروث سوشیال لیکلي: «زه حیران یم چې اورم د اسراییل دولت چې تازه یې یوه له سترو شېبو څخه تجربه کړه او هغه هم د نتنیاهو د زړورې مشرۍ له خوا په ښه توګه رهبري شوه، د خپل لوی جنګیالي لومړي وزیر پر وړاندې دغه مسخره جادوګرۍ ته دوام ورکوي.»
هغه د ایراني رژیم پر ضد په وروستیو عملیاتو کې د خپل او نتنیاهو ګډ رول ته په اشارې سره وویل: «زه او نتنیاهو د اسراییل د اوږدمهاله او هوښیار دوښمن، ایران سره په یوه سخته جګړه کې یوځای د دوزخ له اور څخه تېر شوو، په دې لاره کې نتنیاهو د خپلې مقدسې خاورې لپاره خورا هوښیارتیا، ځواک او مینه وښودله، که د هغه پر ځای بل څوک وای نو له زیان، شرم او ګډوډۍ سره به مخ شوی وای.»
ټرمپ ټینګار وکړ، چې نتنیاهو د اسراییل په تاریخ کې یو بېساری جنګیالی دی. د دې جګړې پایله داسې وه، چې هېچا یې تمه نه درلوده او د نړۍ له سترو او خورا پیاوړو اټومي وسلو پروګرامونو څخه یو یې په بشپړه توګه له منځه یووړل شو.
هغه زیاته کړې: «موږ په عملي توګه د اسراییل د بقا او دوامداره شتون لپاره مبارزه کوله او هېڅوک د نتنیاهو په څېر د اسراییل لپاره نه دي جنګېدلي.
د دوشنبې په ورځ د نتنیاهو د محاکمې دوام ته په اشارې سره، د امریکا ولسمشر لیکلي: «زه همدا اوس پوه شوم چې نتنیاهو د دې وحشتناکې نندارې د دوام لپاره احضار شوی دی، کومه چې د ۲۰۲۰کال په مې میاشت کې پیل شوې وه، دا لومړی ځل دی چې یو لومړی وزیر د خپلې دندې پر مهال محاکمه کېږي.»
ټرمپ په طنزیه ډول لیکلي: «یوه سیاسي دوسیه چې د سګرټو، باگز ګوډاګي او ګڼو نورو ناعادلانه تورونو په اړه ده، د هغه سړي پر ضد چې دومره قرباني یې د خپل هېواد لپاره ورکړې، نه قبلېدونکې ده. نتنیاهو او اسراییل د داسې چلند وړ نه دي.»
هغه په پای کې وویل: «محاکمه باید سمدلاسه لغوه شي یا باید د دې لوی اتل لپاره بخښنه صادره شي چې خپل هېواد ته یې بې ساري خدمتونه کړي دي. شاید د اسراییل په تاریخ کې هېڅوک د متحده ایالاتو د ولسمشر سره دومره همغږي نه وي، دا امریکا وه چې اسراییل یې وژغوره او اوس امریکا باید نتنیاهو وژغوري. دا ظلم باید دوام ونه کړي
هندي رسنۍ «ټایمز اف انډیا» راپور ورکړی، هغه پاکستاني پوځي افسر چې د هند د هوایي ځواک د پيلوټ «ابینندن ورتهمان» د نیولو ادعا یې کړې وه، د سوېلي وزیرستان سراروغه سیمه کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې «ای اېس پي ار» په یوې خپره کړې اعلامیه کې دا منلې، چې میجر سېد معیظ عباس شاه د عملیاتو پر مهال له یو بل پوځي افسر جبران الله سره یو ځای هغه مهال ووژل شو، کله چې پوځ د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات ترسره کول.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې زیاته کړې، چې په همدې عملیاتو کې پاکستاني ځواکونو ۱۱ وسلهوال طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
ټایمز اف انډیا وایي، چې د میجر معیظ جنازه د راولپنډۍ په چکلاله ګارېسن سیمه کې ترسره شوه، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم پکې ګډون کړی و.
میجر معیظ عباس شاه په ۲۰۱۹ کال کې هغه مهال د نړۍوال پام ځانته راواړاوه، کله یې چې ادعا وکړه، چې د هند د هوایي ځواک پيلوټ ابینندن ورتهمان یې نیولی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه، چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي وضعیت له ترینګلتیا وروسته یوه هندي جنګي جېټ الوتکې د پاکستان هوایي حریم ته له داخلېدو وروسته سقوط وکړ.
دا وروستۍ پېښه یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې د« ټي ټي پي » د بیا فعالیت د نښو د څرګندېدو په توګه ګڼل کېږي.
پاکستاني پوځ په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر استخباراتي عملیات د ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه قبایلي سیمو کې ترسره کړي، چې موخه یې د «ټي ټي پي» وسله والو د وژلو او پاتې شونو کشف و.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، په پاکستان کې د یوه کال په موده کې شاوخوا ۹۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۳۸۳ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي .