د اسرایيل په تازه بریدونو کې ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي

د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرایيل په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي. روغتیايي سرچینې وایي، چې بریدونه د چهارشنبې په سهار پیل شوي او لاهم دوام لري.

په شیخ رضوان سیمه کې یو ښوونځی چې بې‌ځایه شوي خلک پکې مېشت وو؛ په نښه شوی دی، چې پکې ۹ کسان وژل شوي او ۳ نور کسان بیا هغه مهال ووژل شول، چې د مرستو د وېش مرکزونو مخې ته په کتار کې ولاړ وو.