د کعبې د غلاف «پوښ» بدلولو مراسم نن ترسره شول

د سعودي عربستان په مکې ښار کې د کعبې شریفې د غلاف بدلولو مراسم نن پنجشنبه (د چنګاښ ۵مه) ترسره شول. د کعبې شریفې غلاف یا پوښ هرکال (د ذي الحجې پر ۹مه) د عرفې په ورځ بدلېږي؛ خو سږکال د ځینو دلایلو له کبله د محرم میاشتې په پیل کې ترسره شول.