• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان او سویس د افغانستان او د سیمې اوبو د مدیریت پر سر خبرې کړې دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په تاشکند کې د سویس له سفیر کنستانتین لیسنکي سره د اوبو پر مدیریت خبرې کړې دي. په دغه ناسته کې د افغانستان او سیمې د اوبو سرچینو پر مدیریت هر اړخیز بحثونه شوي دي.

په دغه ناسته کې همدا راز له افغانستان سره د همکارۍ په پراخولو هم نظریات تبادله شوي دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د هند په جېپور کې یو پلار د خپلو کم‌عمره لوڼو د جنسي ځورونې په تور ونیول شو

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د هند د جېپور په راجستان سیمه کې پولیسو یو پلار له خپلو دوو کم‌عمره لوڼو د جنسي ځورونې په تور ونیوو. د هندوستان ټایمز په راپور کې راغلي، دغه دردونکې قضیه هغه مهال روښانه شوه؛ کله چې د نجونو مور په خپل خاوند شکمنه شوه او له اړوندو ادارو سره یې اړیکه ونیوله.

له هغه وروسته پولیسو له اروپوهانو سره په همغږۍ د نجونو له خبرو پټه ویډیو ثبت کړه، چې په پایله کې یې دغه جرم روښانه شو.

پولیس وایي، دغه کس خپلو لوڼو ته ګواښونه کول او هغوی یې د چوپ پاتې کېدو لپاره وېرولې وې.

د راپور له مخې؛ تورن کس نیول شوی او قضیه هم تر څېړنې لاندې ده.

ازادۍ جبهه وایي، روسیه کې له افغان ماشوم سره تاوتریخوالی د طالبانو له ظلم سره ورته وحشت دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ جبهې په مسکو کې له یوه افغان ماشوم سره د بېلاروسي وګړي له لوري شوی چلند غندلی او دا یې د طالبانو له کړنو سره ورته عمل بللی دی. یاد دوه کلن ماشوم په ایران کې تر کډوالۍ وروسته له خپلې مور سره مسکو ته تللی.

د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي: « له دې ماشوم سره شوی تاوتریخوالی د طالبانو له لوري له افغان نجونو او عامو وګړو سره کېدونکي ظلم سره هېڅ توپیر نه لري».

دغه جبهې زیاته کړې، چې پر افغانستان واکمنه ډله له هېواده بهر او دننه د افغانانو عزت او امنیت ته هېڅ ډول ارزښت نه ورکوي.

په اعلامیه کې له روسي چارواکو غوښتنه شوې، چې د دغې پېښې پر عامل ژر تر ژره قانون پلی کړي او د افغان کډوالو د امنیت لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

په اعلامیه کې همداراز له ملګرو ملتونو، نړ‌ۍوالو بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو او پناه‌ غوښتونکو د حقونو، کرامت او خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ د بېلاروسي وګړي له لوري پر ځمکه د ویشتل شوي افغان ماشوم روغتیایي وضعیت اوس هم نازک دی.

د پېښې عامل د پولیسو له لوري نیول شوی او له ۱۵ کلونو سزا سره مخ دی.

طالبانو هم په مسکو کې خپل سفارت ته سپارښتنه کړې، چې د روسیې له حکومت سره دغه موضوع وڅېړي او د پېښې عامل پر وړاندې په قضایي او عدلي ارګانونو کې د سزاوو اړوند غوښتنې درج کړي.

د بې روزګارۍ سختې څپې؛ اروپايي ټولنې افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ ژمنه کړې

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۱

د کوچنیو کاروبارونو د نړۍ‌والې ورځې په مناسبت افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې افغانانو سره به د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې روانې ساتي. دغه ادارې زیاته کړې: «کوچني کاروبارونه د اقتصادي ودې او ټیکاو ستنې دي».

اروپايي ټولنې په پېغام کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې روزنې، ملاتړ، وسایلو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې به ځانګړي اقدامات وکړي.

دا سازمان په داسې حال کې د کاربارونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له پیل راهیسې افغانان له سختې بې روزګارۍ کړېږي.

د مخکني جمهوري نظام په نسکورېدو سره سلګونه زره کسانو دندې له لاسه ورکړې، د کاروبارونو کچه را کمه شوې او د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت د کوچنیو تر څنګ پر لویو کاروبارونو هم ژورې اغېزې کړې دي.

یو شمېر بشري سازمانونو په افغانستان کې د «اقتصادي ناورین» پراخېدو په تړاو خبرداری ورکړی او اندېښنې یې ښودلې، چې د فقر کچه هم مخ په لوړېدو ده.

طالبان که څه هم د اقتصادي ټیکاو ادعاوې کوي؛ خو د چارو کارپوهان‌ په دې باور دي، چې یوازې شعاري او تبلیغاتي بڼه لري.

پر افغانستان دا واکمنه ډله نه ده توانېدلې، چې پراخ کاري فرصتونه رامنځته کړي او یا هم په هېواد کې مخ په ځوړ روان «اقتصادي وضعیت» کنټرول کړي.

د افغان کډوالو جبري ستنېدو لړۍ دوام؛ تېرو دوو ورځو کې له ایرانه ۴۲زره افغانان اېستل شوي دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوه ورځو کې له ایرانه ۴۲زره کسان د هرات او نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۳۷۸۲ کورنۍ هم شاملې دي.

د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۶مه) د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، چې دغو کسانو ته یې په پولو کې د اړینو خدمتونو او لنډمهاله مېشتېدو پنډغالي هم جوړ کړي دي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان هم خبر ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له امله هېواد ته د افغانانو جبري ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د ایران په یو شمېر ښارونو کې بیا د افغانانو پر ګرځېدو هم بندیز لګېدلی او کرمانشاه ولایت کې یې بیا خبرداری ورکړی، چې تر نیول کېدو وروسته به افغانان په زوره خپل هېواد ته لېږي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې تر بل هر ځایه په کې افغان کډوال ډېر مېشت دي او شمېر یې تر څلور مېلیونه کسانو هم اوړي.

د ماژان صالحي په نوم ایران کې یو مېشت افغان کډوال وایي: «تر اوسه پورې هغه کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، څه ستونزه نه‌شته؛ خو هغوی چې اسناد نه لري اېستل کېږي».

ایراني چارواکو له دې وړاندې طالبانو سره هم د افغانانو د ستنېدو پر بهیر خبرې اترې کړې وې.

طالبانو په وار، وار د ایران تر څنګ پر پاکستان هم غږ کړی، چې افغانان دې په جبري توګه ستنېدو ته نه اړ کوي او باید اجازه ورکړي چې په خپله خوښه او باعزته توګه افغانستان ته ستانه شي.

هره ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او په زوره یې خپل هېواد ته استوي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې نږدې ۲۰۰زره کسان په جبري توګه له یاد هېواد څخه اېستل شوي او همدا راز معلوماتو څرګنده کړې، چې له ایرانه هم روان کال کې تر ۶۰۰زرو ډېر افغانان اېستل شوي دي.

پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې۷ کسان مړه او ۴۶ ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د موسمي بارانونه له امله په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې؛ د چونیان په قصور ولسوالۍ او بهاولنګر سیمو کې د چت پرېوتو په جلا، جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

دغه ورښتونو په ځینو سیمو کې د برېښنا مزي پرې کړي او په لاهور کې یې د الوتنو چارې هم ګډوډې کړې دي.

له بل پلوه د پاکستان د هواپوهنې ادارې بیا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د شړکنده بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری خپور کړی دی.