• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۵کال یورو سیالۍ؛ نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې سره یوځای شوه

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۰۸ GMT+۱

افغان فوټبالره نادیه ندیم د ۲۰۲۵کال یورو سیالیو لپاره د ډنمارک د ښځو ملي لوبډلې سره یوځای شوه. ۳۷ کلنه نادیه چې په ۱۲ کلنۍ کې جلاوطنه شوه؛ د فوټبال په نړۍ کې یې د منچسټر سیټي، پاري‌سن‌ژرمن، ای سي میلان او د هامارابي کلب لپاره لوبې کړې دي.

هغې په ۲۰۰۹ کال کی د ډنمارک ملي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او تر دې دمه یې په ۱۰۵ نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی، چې ۳۸ ګولونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځینه‌وو ورزشي لوبډلو د لوبو او فعالیت بندیزونه لګول شوي دي؛ خو له هېواده بهر بیا افغان نجونې لا هم د نړۍوالو سیالیو په ډګر کې ویاړونه ترلاسه کوي.

د ډنمارک لوبډله د یورو ۲۰۲۵ په درېیم ګروپ کې له جرمني، پولنډ او سویډن لوبډلو سره سیالي کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

افغانې ورزشکارې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه وګټله

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۴۱ GMT+۱

د المپیک نړۍوالو سیالیو د کډوالو لوبډلې لومړنۍ مډال ګټونکې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه ګټلې او بیا یې افغان نجونو ته ډالۍ کړې ده. دغه جایزه په فرانسه کې د یوې غونډې پر مهال یادې ورزشکارې ته سپارل شوې ده.

ذکیې د خپلې وینا پر مهال دا ویاړ «یو نه‌هېرېدونکې» شېبه وبلله.

هغې دغه جایزه د سعودي او الجزایز هېوادونو له بریالیو ښځینه ګډونوالو سره یو ځای ترلاسه کړه.

ذکیه خدادي وویل: «په دې مراسمو کې د سیمې د ښځو یووالی، مقاومت او ګډو هیلو روحیه ژوره احساسېده».

نوموړې دغه جایزه خپلو ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول هغو افغان نجونو ته ډالۍ کړه، چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې بیا هم له هیلو او زړورتیا سره ژوند کوي.

دې افغان ورزشکارې د خپل مور او پلار تر څنګ له ټولې کورنۍ مننه کړې، چې د ورزش په ډګر کې یې د هغې ملاتړ کړی دی.

خدادادي په ۲۰۲۴م کال کې د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د تکواندو په برخه کې د برونز مډال ګټلی و.

دا لومړی ځل و، چې د کډوالو لوبډلې د المپیک تاریخ کې مدال تر لاسه کاوه.

دغه لاسته راوړنه نه یوازې د کډوالو لپاره؛ بلکې د ټولو افغانو مبارزو نجونو لپاره هم یوه الهام بښوونکې هڅه بلل شوې ده.

احمد ولي هوتک له خپل داغستاني سیال سره د سیالۍ لپاره بېلاروس ته ولاړ

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د ازاده سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک له خپل داغستاني سیال سره د سیالۍ لپاره بېلاروس ته ولاړ. ولي هوتک به له دغې سیالۍ سره؛ له درېیو کلونو وروسته بېرته د لوبو ډګر ته راستون شي.

دغه سیالي به سبا (د چنګاښ په ۶مه نېټه) په منسک ښار کې ترسره شي.

احمد ولي هوتک په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دی په بشپړه توګه د یادې سیالۍ لپاره چمتو دی او هڅه کوي چې د افغانستان لپاره یو بل ویاړ ترلاسه کړي.

احمد ولي هوتک تراوسه د ازادو سیالیو ۲۵ نړۍوالې لوبې کړې دي، چې ۲۴ هغه یې ګټلې دي او یوازې یوه یې بایللې ده.

احمد ولي هوتک له درېیو کلونو وروسته د MMA سیالیو ته راستون شو

۳۰ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۰ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د ازاده سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی احمد ولي هوتک به د (چنګاښ په ۶مه) له درېیو کلونو وروسته بېرته د لوبو ډګر ته راستون شي.

د ولي هوتک دغه سیالي به د بېلاروس په مېنسک ښار کې ترسره شي.

په دغې سیالۍ کې به ولي هوتک د روسیې له سایګید زیراکوف سره مخ شي. زیراکوف تر دې دمه د MMA څلور رسمي سیالۍ کړې، چې درې یې ګټلې دي او یوه یې بایللې ده.

خو ولي هوتک بیا ۱۱ سیالۍ ترسره کړې دي، چې له ډلې۱۰ بریاوې او یوازې یوه ماته لري.

طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډله د دوستانه لوبې لپاره کابل ته بللې

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۹ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۱

طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ور کړې، چې د یوې دوستانه لوبې لپاره کابل ته ورشي. ریا نووستي سپورټ رپوټ ورکړی، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي چې دوی ددې دوستانه سیالۍ معلومات د روسیې د فوټبال فدراسیون او د ورزش وزارت ته سپاري.

نوموړي زیاته کړې، « موږ به د خپلو هېوادونو ترمنځ د دوستانه سیالۍ د ترسره کېدو د نوښت په اړه معلومات د سپورت وزارت او د فوټبال فدراسیون ته وسپارو. موږ د دې احتمالي سیالۍ هرکلی کوو».

نوموړي ویلي، چې افغانستان ددې نظر ملاتړ کوي، چې لوبه په روسیه کې ترسره شي، خو زیاته کړې یې ده، چې « موږ ستاسې د راتګ هیله هم لرو او تاسې افغانستان ته رابولو».

د فوټبال نړیوال فدراسیون او د اروپا د فوټبال اتحادیې پر اوکراین د مسکو له برید راهیسې د روسیې ملي لوبډلې او کلبونه له نړیوالو سیالیو بند کړي دي.

روسیه یوازې دوستانه لوبې ترسره کوي، چې ډېری یې له کمزورو یا لږ پېژندل شویو لوبډلو سره دي.

روسیې د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو سره هم سیالۍ کړې دي، خو دوه ځلې یې د منځنۍ اسیا د فوټبال اتحادیې د جام په سیالیو کې له ګډون انکار کړی، چې افغانستان هم پکې ګډون لري.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې پر وړاندې ماتې وخوړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۱۱ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې بېګا د سوریې پر وړاندې ۰-۱ په توپیر ماتې وخوړه. په دغه سیالیو کې دا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرلپسې دویمه ماته وه.

دغه لوبه بېګا شپه د کابل په وخت ۹:۴۵ د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شوه.

د دغې لوبه لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې د ویس عزیزي، نعیم رحیمي، محبوب حنفي، ارزو، شریف محمد، ذوالفقار نظري، امید پوپلزی، مازیار کوهیار، توفي سکندري، مصور احدي او د امید موسوي نومونه راغلي وو.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د دغه سیالیو لومړۍ لوبه هم د ۰-۲ په توپیر د تاجکستان لوبډلې پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

تمه کېږي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به په راتلونکې لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.