• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د واشنګټن پوسټ یو خبریال د ماشومانو د «غیر اخلاقي» انځورونو په تور نیول شوی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف بي ای) تر پلټنو وروسته د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو خبریال د «ماشوم د غیر اخلاقي انځورونو» د لرلو په تور نیول شوی او په موقتي توګه له دندې هم ایستل شوی دی.

د یادې ورځپاڼې ادارې ویلي چې دغه خبریال یې د قانوني څېړنو تر پای ته رسېدو پورې په موقتي توګه له دندې ایستلی دی. تر اوسه د نیول شوي خبریال نوم نه دی په ډاګه شوی او قضیه یې لا هم تر څېړنو لاندې ده. د څېړنو پر مهال د دغه خبریال له لپټاپ څخه «۱۱ داسې وېډیوګانې موندل شوي» چې د ماشومانو د جنسي ځورونې محتوا لري.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د محرم د ۱۰ ورځو تر پایه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل وځنډاوه

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی چې د محرم په موده کې د امنیتي او مذهبي اندېښنو له امله له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د ایستلو د ټاکل شوي ضرب‌الاجل وروستۍ نېټه په موقت ډول ځنډول شوې ده.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې د محرم تر لومړۍ لسیزې وروسته به د ایستلو پراخ عملیات یو وار بیا پیل شي.

ورته مهال ویل کېږي چې د پاکستان فدرالي حکومت به ډېر ژر د دغه بهیر د غځېدو یا د نویو مقرراتو د جوړېدو په اړه بیان خپور کړي.

دې سره جوخت، د پاکستان امنیتي ځواکونو د جعلي هویت اسنادو، ناقانونه تابعیت او د هغو شکمنو دولتي کارمندانو پر وړاندې چې له افغانانو سره اړیکې لري، عملیات پیل کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر افغانانو د ځینو پاکستاني سوداګرو د نومونو په کارونې سره جعلي اسناد ترلاسه کړي او په دې تړاو یې څېړنې روانې کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې د پاکستان فدرالي حکومت له‌خوا د پي‌او‌ار (PoR) کارټ‌لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

ایران په مشهد کې «۳ افغان زندانیان» اعدام کړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» اعلان کړی چې د ايران حکومت د مشهد په مرکزي زندان کې درې تنه افغان بندیان اعدام کړي دي. د یاد سازمان په وينا، پر دغه افغانانو د نشه‌يي توکو اړوند تورونو له کبله د اعدام حکمونه صادر شوي وو.

هه‌نګاو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په خبرپاڼه کې ويلي چې د اعدام شویو له ډلې د دوو کسانو هویت په ډاګه شوی، خو د یو بل تن بیا پټ پاتې شوی دی. د دغو دوو اعدام شویو افغانانو نومونه «پاشاه او حمد» ښوول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه درې واړه زندانيان د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) د مشهد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي. تر دې دمه، نه د ايران کومې کورنۍ رسنۍ او نه هم رسمي حکومتي سرچينې د دغو اعدامونو پخلی کړی دی.

له ایران نه دباندې فعالیت کوونکو بشري سازمانونو تر دې مخکې خبر ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته د تهران له لوري د افغان زندانیانو د اعدامونو کچه لوړه شوې ده. د دغو سازمانونو د راپور له مخې، تېر کال ايران کې تر ۸۰ زيات افغان زندانيان اعدام شوي دي.

د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي پناه‌ ځای بدل شوی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د امریکا د کانګرس غړي بېل هویزینګا خبرداری ورکړی چې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي ځای بدل شوی او دا کولای شي د سیمې او ان تر هغې هاخوا امنیت ته وګواښي.

د نیوز اېکس د راپور پر بنسټ، هویزینګا دا څرګندونې جمعه (د جون ۲۷مه) د سوېلي او مرکزي اسیا د امنیتي وضعیت د ارزونې په یوې رسمي غونډه کې مطرح کړې دي.

هغه وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو د سيمې امنيتي توازن بدل کړی او د داعش-خراسان او تحريک طالبان پاکستان په څېر ترهګرې ډلې یو وار بیا فعالې شوې دي.

د امریکا د کانګرس غړي همدا راز یادونه کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش-خراسان په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي وو. هغه وايي چې د نوموړي د ټاکنیزې حوزې یو اوسېدونکی هم په دې برید کې ټپي شوی و.

د امریکا د کانګریس بېل هویزینګا زیاته کړې چې داعش وسله‌والې ډلې اوس ډېرې وړتیاوې ترلاسه کړې دي او په ډېرې اسانه سره کولای شي ملکیان او همدا راز طالب چارواکي په نښه کړي.

هغه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا او پاکستان وروستۍ همکارۍ ته په اشارې خبرداری ورکری چې پاکستان لاهم له پراخې بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي سره مخ دی.
‌ د هغه په وینا، ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې یو له ډېرو تاوتریخوالي ډکو کلونو نه و چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌پي‌پي) او بلوڅ ازادي غوښتوکو په څېر ډلو ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکايي چارواکو په وار-وار خبرداری ورکړی چې افغانستان د «القاعده، داعش-خراسان او ټي‌ټي‌پي» په ګډون د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي هېواد بدل شوی، خو طالب چارواکي بیا دا ادعاوې ردوي او بې‌ بنسټه یې بولي.

پښتون لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز شیرین یار یوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د عوامي نیشنل ګوند غړی، پښتون شاعر، لیکوال او قامي مبارز شیرین یار یوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. یوسفزي ته نږدې سرچینو تایید کړې چې نوموړی د معدې په سرطان اخته وو او د شپې پر مهال ومړ.

شیرین یار یوسفزی، چې د صوابۍ اوسېدونکی و، د عوامي نیشنل ګوند یو فعال غړی او روشن فکره پښتون شخصیت وو. هغه په پښتونخوا کې د خپلې سیاسې او ټولنیزې مبارزې له امله محبوبیت لره او د پښتنو د حقونو لپاره یې غږ پورته کړی و.

یوسفزی د پښتو ادب یو وړ لیکوال او شاعر هم و، چې د خپلو لیکنو او شعرونو له لارې یې د پښتو کلتور او ټولنې ته ځانګړې خدمتونه کړي. هغه د خپلې مبارزې په ترڅ کې نه یوازې د پښتنو د پرمختګ لپاره، بلکې د ټولنې د ځوانانو لپاره هم ډېرې هڅې کړي.

شیرین یار یوسفزي د قامي مبارز په توګه له ګڼو ستونزو سره مخ و. په ۲۰۱۲ کال کې، هغه د یوولس کلن زندان څخه خوشې شو، که څه هم د اعدام پرېکړه یې شوې وه، خو وروسته یې قضیه وګټله. هغه په خپل ژوند کې ډېرې ستړې وګاللې، خو تر وروستۍ شیبې فعال مبارز پاتې شو.

اسحاق ډار: پاکستان تل د فلسطین د مسلې د حل لپاره د دواړو هېوادونو د حل لارې ملاتړ کوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یو ځل بیا د پاکستان پر دريځ ټينګار وکړ، چې اسرایيل به تر هغې په رسمیت ونه پېژني تر څو چې د فلسطين د مسلې د حل لپاره دواړه هېوادونه حل لارې ته ونه رسيږي. نوموړي ویلي، چې فلسطین باید یو خپلواک، د بقا وړ او پر ځان بسیا دولت اوسي.

د پاکستان د لومړي وزير مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) خبريالانو ته وویل، چې پاکستان تل د فلسطین د مسلې د حل لپاره د دواړو هېوادونو د حل لارې ملاتړ کړی.

نوموړي د جمعه په ورځ خبریالانو ته د پاکستان د لاسته راوړنو او وروستيو ډېپلوماټیکو هڅو په اړه معلوماتو ورکړه.

اسحاق ډار وویل، چې پاکستان او امریکا دا مهال د تعرفو یا ګمرکي مالیو په اړه په خبرو بوخت دي او هیله یې وښوده، چې دواړه لوري به داسې يوې پايلې ته ورسيږي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

اسحاق ډار زياته کړه، چې پاکستان د هند سره هيڅ وخت نه د اوربند او نه هم د خبرو د پېل غوښتنه کړې.

هغه په دې اړه زياته کړه: «پاکستان د هند سره د ټولو مهمو لانجمنو مسایلو په ځانګړې توګه د جمو او کشمیر د شخړې په اړه د باعزته او جامع خبرو اترو لپاره چمتو دی»

اسحاق ډار ویلي، چې پاکستان به په راتلونکې میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه واخلي او د راتلونکې میاشتې پر ۲۲مه نېټه په نیویارک کې د وزیرانو په کچه یوه غونډه پلان شوې ده.