• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتون لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز شیرین یار یوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د عوامي نیشنل ګوند غړی، پښتون شاعر، لیکوال او قامي مبارز شیرین یار یوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. یوسفزي ته نږدې سرچینو تایید کړې چې نوموړی د معدې په سرطان اخته وو او د شپې پر مهال ومړ.

شیرین یار یوسفزی، چې د صوابۍ اوسېدونکی و، د عوامي نیشنل ګوند یو فعال غړی او روشن فکره پښتون شخصیت وو. هغه په پښتونخوا کې د خپلې سیاسې او ټولنیزې مبارزې له امله محبوبیت لره او د پښتنو د حقونو لپاره یې غږ پورته کړی و.

یوسفزی د پښتو ادب یو وړ لیکوال او شاعر هم و، چې د خپلو لیکنو او شعرونو له لارې یې د پښتو کلتور او ټولنې ته ځانګړې خدمتونه کړي. هغه د خپلې مبارزې په ترڅ کې نه یوازې د پښتنو د پرمختګ لپاره، بلکې د ټولنې د ځوانانو لپاره هم ډېرې هڅې کړي.

شیرین یار یوسفزي د قامي مبارز په توګه له ګڼو ستونزو سره مخ و. په ۲۰۱۲ کال کې، هغه د یوولس کلن زندان څخه خوشې شو، که څه هم د اعدام پرېکړه یې شوې وه، خو وروسته یې قضیه وګټله. هغه په خپل ژوند کې ډېرې ستړې وګاللې، خو تر وروستۍ شیبې فعال مبارز پاتې شو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: غلام قومونه نه خوندي دي او نه د انسان په حیث پېژندل کېږي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، چې غلام قومونه نه خوندي دي او نه ورته د انسان په نظر کتل کېږي. نوموړي په لکي مروت کې د پوځ له لورې د بې ګناه ملکي کسانو وژونو ته په اشارې ویلي، چې «پنجابي پوځ» ته د غلام قوم امن هیڅ مهم نه دی او د سېمو د بدنامولو هڅې يې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «په سوات کې د ماشومانو، تورسرو او سړو د مرګ په خوله کې په ظاهره سترګو سرکار لیدل، خو د بچ کولو هڅې یې نه کولې.»

نوموړي ویلي، چې په لکي مروت کې د ۱۶ بې ګناه ماشومانو، ښځو او سړیو باندي د پاکستان د ډرون برید پاکستان ته معلومه وه چې پښتانه وژنې.

نوموړې زياته کړې: « پنجاب (عرف پاکستان) دومره بې وسه دی چې د دوی په قبضه کې پښتنې او بلوڅ سیمو کې امن نشي راوستلی، بلکې د غلام قامونو امن دوی ته هېڅ مهم نه دی بلکه هلته جنګ او مرګونې پېښې د هغو سیمو د لوټلو یا د سیاحت د بدنامولو سبب ګرځي.»

د پښتین په خبره، چې پاکستان اداره پښتانه د پارلماني دوو څوکيو په جنجال یو د بل پر ضد درولي او خپلې ګټې خوندي کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې ولسي پاڅونونه د ظلم څخه د خلاصېدو لار ده.

هغه لیکلي: «باید په لوی لاس د ملت د قاتلانو څخه د جاهلو هیلو تمو پر ځای د حقیقت منلو هڅه وکړو، او د مفاهمت او د غټانو د ذاتي ګټو لپاره د رښتیاوو سره میکس شوي دروغجنو افکارو خپرولو پر ځای، خپل ملت ته د خپلواکۍ سمه، تاریخي او حقیقي مفکوره خپره کړو.»

منظور پښتین تر دې وړاندې هم څو ځله پر ولس ږغ کړی، چې د پاکستان د ظلمونو په وړاندې ودرېږي او خپل حق تر لاسه کړي.

د ټرمپ کورنۍ د څو نسلونو لپاره په سیاست کې پاتې کېدل غواړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۱

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دویم زوی، اریک ټرمپ، ویلي چې د دوی کورنۍ ښايي په راتلونکو کلونو کې د څو نسلونو لپاره په سیاسي ډګر کې پاتې شي، ځکه هغه او نور خپلوان یې ښايي د عامه دفترونو لپاره ځانونه نوماندان کړي.

اریک ټرمپ د فایننشل ټایمز سره په مرکه کې وویل چې د ټرمپ کورنۍ لپاره سیاسي ژوند «اسانه لار» ده او دی فکر کوي چې هغه او نور خپلوان یې په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخیستلی شي. هغه وویل: «که زه وکړای شم، نو زموږ نور غړي هم کولی شي.»

د ټرمپ کورنۍ د سوداګرۍ ترڅنګ سیاسي چارو کې هم اوږدمهاله برخه لري. د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا او زوم یې جارېد کوشنر د لومړي دور په اداره کې مهم رول درلود. د اریک مېرمن لارا ټرمپ د تېرو ټاکنو کمپاین کې فعاله وه او اوس په فاکس نیوز خپرونه لري.

اریک ټرمپ وویل چې د سیاستوالو نیمایي برخه یې «خوښ نه دي»، خو خپله تیاري یې څرګنده کړه چې په سیاسي ډګر کې خپل فعالیت پیل کړي.

په سوات کې سېلابونه؛ تر اوسه د ۹ کسانو مړي موندل شوي او ۲۰ ورک دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، چې تر اوسه یې د سېلابونو په اوبو کې د ډوبو شویو ۹ تنو جسدونه موندلي او د شل نورو کسانو د لټون عملیات لا هم دوام لري.

دغه سېلابونه تېره شپه له سختو اورښتونو وروسته راوتلي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، د سېلابونو د راوتلو له امله په اوبو کې د ډوبو شویو کسانو له ډلې یې ۵۵ کسان ژغورلي، د ۹ تنو جسدونه موندل شوي او د شل نورو د لټون عملیات لا هم دوام لري.

په پښتونخوا کې د ژغورنې ډلي ویلي:« پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې يوه کورنۍ د سیاحت لپاره د سيند غاړې ته تللي وه. ناڅاپه باران پیل شو د اوبو سطحه لوړه شوه او اوبو په څو شېبو کې ګڼ کسان ډوب کړل.»

د سېلابونو له امله په اوبو کې د ډوب شویو سېلانیانو د کورنۍ یو غړي ویلي، چې د سوات په سیند کې یې د کورنۍ لس غړي ډوب شوي دي، نوموړی حکومت د چټک غبرګون نه ښودلو له امله په بیغورۍ تورنوي: «موږ د سيند پر غاړه سهارنۍ کوله، ماشومانو عکسونه اخيستل، ناڅاپه سېلاب راووت او هر څه يې له ځانه سره يوړل. چې د پېښې له خبرداري سره بیا هم د ژغورني ډلې د پېښې ځای ته یو نیم یا دوه ساعتونه وروسته راورسېدل. زموږ ماشومان زموږ د سترګو په وړاندې اوبو کې ډوبېدل خو هېڅوک يې د ژغورلو لپاره نه وو.»

پر همدغه مهال د پښتونخوا د سر وزیر ویاند فراز مغل ویلي، چې د سیمو خلکو ته د خبرداري نه ورکولو او چټک غبرګون نه ښودلو له امله یې د سوات ځیني سیمه ییز چارواکي له دندې ګوښه کړي او د ځینو دندې یې ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د نږدې شل کسانو مړه کېدو پېښې ته توند غبرګون ښودلی او وايي، یاده پېښه د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پښتونخوا والي: د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله ۱۸ کسان د سیلابونو له امله مړه شول

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د ۱۸ کسانو وژل کېدو ته توند غبرګون ښودلی او پر صوبايي حکومت یې نیوکه کړې هغه ويلي، چې یاد کسان د حکومت د بیغورۍ له امله مړه شوي دي.

فیصل کریم کنډي د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د سوات غمیزه د پښتونخوا ولایتي حکومت د بیغورۍ پایله ده.

نوموړي ویلي:« د سوات سیند د مینګورې بای پاس سیمي په پېښه کې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼو نورو تر ډېر وخت پورې د مرستې په تمه وو، خو هېڅ بیړنۍ مرسته ورته ونه رسیده.»

نوموړي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې پر پښتونخوا حاکم دی، خو د خلکو د ژغورنې لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولي.

فیصل ګنډي ویلي:« حکومت خلکو ته شا کړې او دا غمیزه د هماغه چوپتیا او بې غورۍ بیه ده. دا یوازې بې کفایتي نه، بلکي یوه شرمناکه ناکامي ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارۍ ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.

تردې مهاله په یادو سېلابونو کې د نږدې شل کسانو د ډوبېدو خبر ورکول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د روانو سېلابونو له امله تر اوسه د ۴ کسانو مړي موندل شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر شافهد ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او د دوی ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي. هغه وایي، په دغه سېلابونو کې ۱۷ کسان ډوب شوي او د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي.

ځايي چارواکي په دغو سېلابونو کې د لسګونه کسانو د اېسارېدو خبر ورکړی دی.

ځايي حکومتي ادارو ویلي، چې ژغورونکو ډلو په چټکۍ سره خپل عملیات پیل کړي دي.

د معلوماتو له مخې؛ د سوات په پنځه بېلابېلو سیمو کې ژغورونکې ډلې پر عملیاتو بوختې دي. همدا راز په امام ډیری سیمه کې د ۲۲کسانو د ژغورل کېدو هم ویل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا ایالت حکومتي چارواکو د سوات له خلکو غوښتي، چې له هغو سیمو او سېندونو ځانونه لرې کړي چې د اوبو ډېرېدو یا د سېلابونو راوتلو امکان په کې شته.