• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتونخوا والي: د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله ۱۸ کسان د سیلابونو له امله مړه شول

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د ۱۸ کسانو وژل کېدو ته توند غبرګون ښودلی او پر صوبايي حکومت یې نیوکه کړې هغه ويلي، چې یاد کسان د حکومت د بیغورۍ له امله مړه شوي دي.

فیصل کریم کنډي د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د سوات غمیزه د پښتونخوا ولایتي حکومت د بیغورۍ پایله ده.

نوموړي ویلي:« د سوات سیند د مینګورې بای پاس سیمي په پېښه کې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼو نورو تر ډېر وخت پورې د مرستې په تمه وو، خو هېڅ بیړنۍ مرسته ورته ونه رسیده.»

نوموړي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې پر پښتونخوا حاکم دی، خو د خلکو د ژغورنې لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولي.

فیصل ګنډي ویلي:« حکومت خلکو ته شا کړې او دا غمیزه د هماغه چوپتیا او بې غورۍ بیه ده. دا یوازې بې کفایتي نه، بلکي یوه شرمناکه ناکامي ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارۍ ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.

تردې مهاله په یادو سېلابونو کې د نږدې شل کسانو د ډوبېدو خبر ورکول شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د روانو سېلابونو له امله تر اوسه د ۴ کسانو مړي موندل شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر شافهد ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او د دوی ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي. هغه وایي، په دغه سېلابونو کې ۱۷ کسان ډوب شوي او د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي.

ځايي چارواکي په دغو سېلابونو کې د لسګونه کسانو د اېسارېدو خبر ورکړی دی.

ځايي حکومتي ادارو ویلي، چې ژغورونکو ډلو په چټکۍ سره خپل عملیات پیل کړي دي.

د معلوماتو له مخې؛ د سوات په پنځه بېلابېلو سیمو کې ژغورونکې ډلې پر عملیاتو بوختې دي. همدا راز په امام ډیری سیمه کې د ۲۲کسانو د ژغورل کېدو هم ویل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا ایالت حکومتي چارواکو د سوات له خلکو غوښتي، چې له هغو سیمو او سېندونو ځانونه لرې کړي چې د اوبو ډېرېدو یا د سېلابونو راوتلو امکان په کې شته.

پنجاب کې د سختو ورښتونو له امله په بېلابېلو پېښو کې۷ کسان مړه او ۴۶ ټپیان دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د موسمي بارانونه له امله په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې؛ د چونیان په قصور ولسوالۍ او بهاولنګر سیمو کې د چت پرېوتو په جلا، جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.

دغه ورښتونو په ځینو سیمو کې د برېښنا مزي پرې کړي او په لاهور کې یې د الوتنو چارې هم ګډوډې کړې دي.

له بل پلوه د پاکستان د هواپوهنې ادارې بیا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د شړکنده بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری خپور کړی دی.

د سرحد سوداګرۍ خونه: د ټرانزیت سوداګرۍ لپاره دې ژر بانکي ضمانت پر ځای د بیمې ضمانت پلی شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۱

د سرحد سوداګرۍ او صنعت خونې( ایس سي سي ای ) د پاکستان او افغانستان تر منځ د ټرانزیټ سوداګرۍ لپاره د بانکي ضمانتونو پر ځای د بیمې ضمانتونو د پلي کېدو پر اوږدې ځنډېدنې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې د دغې تګلارې د ژر پلي کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د اقتصادي ویبپاڼې « پرافېټ » د راپور له مخې، د سرحد سوداګرۍ خونې مشر فضل مقیم خان په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې حکومت باید د بانکي ضمانت پر ځای د بیمې ضمانت پالیسي ژر تر ژره پلي کړي، تر څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه‌اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري لا پیاوړې شي.

هغه یادونه کړې، چې دا پالیسي د روان ۲۰۲۵ کال په پېل کې د حکومت له لوري اعلان شوې وه، چې موخه یې د افغان ټرانزیټ تجارت اسانتیاوو زیاتول وو، خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده غوره کړې، چې دې کار د سوداګرۍ بهیر ته زیان رسولی دی.

د « ایس سي سي ای » مشر زیاته کړې، چې د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو سوداګر د دغې پالیسۍ د نه پلي کېدو له امله له جدي خنډونو او اضافي لګښتونو سره مخ دي، او دا حالت د خیبرپښتونخوا سوداګر، چې د افغانستان له لارې پر سیمه ییز تجارت ډېره تکیه لري، بې‌ساري اغېزمن کړي دي.

هغه وویل: « ددې پالیسي په پلي کېدو کې غیر ضروري ځنډ نه یوازې د تجارت تسلسل ګډوډوي، بلکې د کاروبارونو لګښتونه لوړوي، او دپښتونخوا ستراتیژیک رول د افغانستان او منځنۍ اسیا سره په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې تر سوال لاندې راولي.»

فضل مقیم خان د پاکستان له سوداګرۍ وزارت او د فدرالي مالیې ادارې (ایف بي ار ) څخه وغوښتل، چې بې له ځنډ څخه دې د بیمې ضمانت میکانیزم فعال کړي، روښانه لارښوونې دې صادرې کړي، او د پالیسۍ د تطبیق په بهیر کې دې دپښتونخوا سوداګرو ته هم برخه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: « دغه اصلاحات نه یوازې د تجارت جریان بېرته عادي کوي، بلکې د لګښتونو د راکمولو ترڅنګ، د پښتونخوا اقتصادي رول هم پیاوړی کوي.»

د « ایس سي سي ای » مشر ټینګار وکړ، چې حکومت باید له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ژر تر ژره عملي او واقعي ګامونه پورته کړي، تر څو دا مهمه پالیسي پلي شي او د سیمه‌ییز تجارت روان خنډونه لیرې شي.

د واشنګټن اندېښنه؛ پاکستان داسې توغندی جوړوي چې امریکا ته رسېدلی شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د امریکا د استخباراتي معلوماتو له مخې، چې د «فارن افېرز» مجلې له خوا خپاره شوي، پاکستان دا مهال د یو داسې لویو وچو بالسټیک توغندي پر جوړولو بوخت دی چې د اتومي سرګلولو د لېږد وړتیا لري او د متحده ایالاتو خاوره هم په نښه کولی شي.

یاد پرمختګ، چې د هند د «سیندور» په نوم عملیاتو وروسته لا زیات ګړندی شوی، د واشنګټن جدي اندېښنې راپارولي دي.

د می میاشتې په جریان کې د هند له لوري پر پاکستاني زیربناوو پوځي برید وشو، چې داسې ښکاري، د پاکستان د توغنديز پروګرام پراخېدو ته یې لاره هواره کړه.

د لویو وچو بالسټیک توغندي هغه وسلې دي چې له ۵۵۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن وهلی شي، او ډېری وخت د اتومي سرګلولو لپاره طرحه شوي وي. ځینې یې د MIRV (یعني څو هدفه خپل‌واکه بېرته‌راګرځېدونکي وسایط) ټکنالوژي هم لري، چې کولی شي هممهاله پر څو جلا اهدافو برید وکړي.

محسن داوړ: علي وزیر له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه لري او وضعیت یې هم په خرابېدو دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ وایي، په زندان کې د علي وزیر روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی او هغه ته ان له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، «له علي وزیر سره کېدونکی چلند له شرم هم ورهاخوا چلند دی.»

محسن دواړ زیاته کړې، چې د یوه کال راهیسې پاکستاني حکومت په درواغجنو تورونو علي وزیر زنداني کړی او لا یې هم برخلیک نامعلوم دی.

داوړ وایي: «موږ د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکي یو».

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر کال وړاندې د اسلام اباد په پېمز روغتون کې پاکستاني پولیسو د درملنې پر مهال نیولی و.

که څه هم د بشري حقونو بنسټونو تر څنګ یو شمېر سیاست‌والو هم د هغه د خوشې کېدو غوښتنې کړې؛ خو پاکستان ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.

علي وزیر په سند ایالت کې زنداني دی او تر دې دمخه یې هم د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې شریکې شوې وې.

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه ملګرو څو، څو ځله د علي وزیر نیول کېدل نه یوازې ظالمانه بللي؛ بلکې غوښتنه یې کړې، چې ژر تر ژره باید خوشې شي.