• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سوات کې سېلابونه؛ تر اوسه د ۹ کسانو مړي موندل شوي او ۲۰ ورک دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، چې تر اوسه یې د سېلابونو په اوبو کې د ډوبو شویو ۹ تنو جسدونه موندلي او د شل نورو کسانو د لټون عملیات لا هم دوام لري.

دغه سېلابونه تېره شپه له سختو اورښتونو وروسته راوتلي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، د سېلابونو د راوتلو له امله په اوبو کې د ډوبو شویو کسانو له ډلې یې ۵۵ کسان ژغورلي، د ۹ تنو جسدونه موندل شوي او د شل نورو د لټون عملیات لا هم دوام لري.

په پښتونخوا کې د ژغورنې ډلي ویلي:« پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې يوه کورنۍ د سیاحت لپاره د سيند غاړې ته تللي وه. ناڅاپه باران پیل شو د اوبو سطحه لوړه شوه او اوبو په څو شېبو کې ګڼ کسان ډوب کړل.»

د سېلابونو له امله په اوبو کې د ډوب شویو سېلانیانو د کورنۍ یو غړي ویلي، چې د سوات په سیند کې یې د کورنۍ لس غړي ډوب شوي دي، نوموړی حکومت د چټک غبرګون نه ښودلو له امله په بیغورۍ تورنوي: «موږ د سيند پر غاړه سهارنۍ کوله، ماشومانو عکسونه اخيستل، ناڅاپه سېلاب راووت او هر څه يې له ځانه سره يوړل. چې د پېښې له خبرداري سره بیا هم د ژغورني ډلې د پېښې ځای ته یو نیم یا دوه ساعتونه وروسته راورسېدل. زموږ ماشومان زموږ د سترګو په وړاندې اوبو کې ډوبېدل خو هېڅوک يې د ژغورلو لپاره نه وو.»

پر همدغه مهال د پښتونخوا د سر وزیر ویاند فراز مغل ویلي، چې د سیمو خلکو ته د خبرداري نه ورکولو او چټک غبرګون نه ښودلو له امله یې د سوات ځیني سیمه ییز چارواکي له دندې ګوښه کړي او د ځینو دندې یې ځنډولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د نږدې شل کسانو مړه کېدو پېښې ته توند غبرګون ښودلی او وايي، یاده پېښه د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله رامنځته شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا والي: د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله ۱۸ کسان د سیلابونو له امله مړه شول

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د ۱۸ کسانو وژل کېدو ته توند غبرګون ښودلی او پر صوبايي حکومت یې نیوکه کړې هغه ويلي، چې یاد کسان د حکومت د بیغورۍ له امله مړه شوي دي.

فیصل کریم کنډي د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د سوات غمیزه د پښتونخوا ولایتي حکومت د بیغورۍ پایله ده.

نوموړي ویلي:« د سوات سیند د مینګورې بای پاس سیمي په پېښه کې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼو نورو تر ډېر وخت پورې د مرستې په تمه وو، خو هېڅ بیړنۍ مرسته ورته ونه رسیده.»

نوموړي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې پر پښتونخوا حاکم دی، خو د خلکو د ژغورنې لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولي.

فیصل ګنډي ویلي:« حکومت خلکو ته شا کړې او دا غمیزه د هماغه چوپتیا او بې غورۍ بیه ده. دا یوازې بې کفایتي نه، بلکي یوه شرمناکه ناکامي ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارۍ ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.

تردې مهاله په یادو سېلابونو کې د نږدې شل کسانو د ډوبېدو خبر ورکول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د روانو سېلابونو له امله تر اوسه د ۴ کسانو مړي موندل شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر شافهد ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او د دوی ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي. هغه وایي، په دغه سېلابونو کې ۱۷ کسان ډوب شوي او د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي.

ځايي چارواکي په دغو سېلابونو کې د لسګونه کسانو د اېسارېدو خبر ورکړی دی.

ځايي حکومتي ادارو ویلي، چې ژغورونکو ډلو په چټکۍ سره خپل عملیات پیل کړي دي.

د معلوماتو له مخې؛ د سوات په پنځه بېلابېلو سیمو کې ژغورونکې ډلې پر عملیاتو بوختې دي. همدا راز په امام ډیری سیمه کې د ۲۲کسانو د ژغورل کېدو هم ویل شوي دي.

د خېبر پښتونخوا ایالت حکومتي چارواکو د سوات له خلکو غوښتي، چې له هغو سیمو او سېندونو ځانونه لرې کړي چې د اوبو ډېرېدو یا د سېلابونو راوتلو امکان په کې شته.

د سرحد سوداګرۍ خونه: د ټرانزیت سوداګرۍ لپاره دې ژر بانکي ضمانت پر ځای د بیمې ضمانت پلی شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۱

د سرحد سوداګرۍ او صنعت خونې( ایس سي سي ای ) د پاکستان او افغانستان تر منځ د ټرانزیټ سوداګرۍ لپاره د بانکي ضمانتونو پر ځای د بیمې ضمانتونو د پلي کېدو پر اوږدې ځنډېدنې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې د دغې تګلارې د ژر پلي کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د اقتصادي ویبپاڼې « پرافېټ » د راپور له مخې، د سرحد سوداګرۍ خونې مشر فضل مقیم خان په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې حکومت باید د بانکي ضمانت پر ځای د بیمې ضمانت پالیسي ژر تر ژره پلي کړي، تر څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه‌اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري لا پیاوړې شي.

هغه یادونه کړې، چې دا پالیسي د روان ۲۰۲۵ کال په پېل کې د حکومت له لوري اعلان شوې وه، چې موخه یې د افغان ټرانزیټ تجارت اسانتیاوو زیاتول وو، خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده غوره کړې، چې دې کار د سوداګرۍ بهیر ته زیان رسولی دی.

د « ایس سي سي ای » مشر زیاته کړې، چې د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو سوداګر د دغې پالیسۍ د نه پلي کېدو له امله له جدي خنډونو او اضافي لګښتونو سره مخ دي، او دا حالت د خیبرپښتونخوا سوداګر، چې د افغانستان له لارې پر سیمه ییز تجارت ډېره تکیه لري، بې‌ساري اغېزمن کړي دي.

هغه وویل: « ددې پالیسي په پلي کېدو کې غیر ضروري ځنډ نه یوازې د تجارت تسلسل ګډوډوي، بلکې د کاروبارونو لګښتونه لوړوي، او دپښتونخوا ستراتیژیک رول د افغانستان او منځنۍ اسیا سره په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې تر سوال لاندې راولي.»

فضل مقیم خان د پاکستان له سوداګرۍ وزارت او د فدرالي مالیې ادارې (ایف بي ار ) څخه وغوښتل، چې بې له ځنډ څخه دې د بیمې ضمانت میکانیزم فعال کړي، روښانه لارښوونې دې صادرې کړي، او د پالیسۍ د تطبیق په بهیر کې دې دپښتونخوا سوداګرو ته هم برخه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: « دغه اصلاحات نه یوازې د تجارت جریان بېرته عادي کوي، بلکې د لګښتونو د راکمولو ترڅنګ، د پښتونخوا اقتصادي رول هم پیاوړی کوي.»

د « ایس سي سي ای » مشر ټینګار وکړ، چې حکومت باید له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ژر تر ژره عملي او واقعي ګامونه پورته کړي، تر څو دا مهمه پالیسي پلي شي او د سیمه‌ییز تجارت روان خنډونه لیرې شي.

محسن داوړ: علي وزیر له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه لري او وضعیت یې هم په خرابېدو دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۱

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ وایي، په زندان کې د علي وزیر روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی او هغه ته ان له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، «له علي وزیر سره کېدونکی چلند له شرم هم ورهاخوا چلند دی.»

محسن دواړ زیاته کړې، چې د یوه کال راهیسې پاکستاني حکومت په درواغجنو تورونو علي وزیر زنداني کړی او لا یې هم برخلیک نامعلوم دی.

داوړ وایي: «موږ د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکي یو».

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر کال وړاندې د اسلام اباد په پېمز روغتون کې پاکستاني پولیسو د درملنې پر مهال نیولی و.

که څه هم د بشري حقونو بنسټونو تر څنګ یو شمېر سیاست‌والو هم د هغه د خوشې کېدو غوښتنې کړې؛ خو پاکستان ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.

علي وزیر په سند ایالت کې زنداني دی او تر دې دمخه یې هم د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې شریکې شوې وې.

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه ملګرو څو، څو ځله د علي وزیر نیول کېدل نه یوازې ظالمانه بللي؛ بلکې غوښتنه یې کړې، چې ژر تر ژره باید خوشې شي.

وزیرستاني سوداګرو د پاکستان حکومت ته ضرب الاجل ور کړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې لسګونو سوداګرو د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د انګور اډې دروازه د جون تر ۳۰مې نېټې خلاصه نه شي، پراخ لاریونونه به وکړي. د دغو سوداګرو په وینا، شاوخوا ۲۱ میاشتې کیږي چې دغه لار د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې ده.

د کوز سویلي وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر سیف‌الرحمان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی څو ځله له حکومتي او امنیتي ادارو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه‌دی شوی.

هغه زیاته کړه: «موږ د افغان اړخ ټول شرایط منلي دي، اوس زموږ له خوا هېڅ خنډ نشته. دا دروازه باید ژر تر ژره خلاصه شي.»

سوداګرو په اعتراضي ناسته کې وویل، چې سوداګري یې قانوني حق دی او دا دروازه نه یوازې د دوی، بلکې د پاکستان د خزانې لپاره هم مهمه ده، ځکه د انګور اډې له لارې میلیونونه روپۍ عواید ترلاسه کېدل.

یو بل ګډونوال زیاته کړه: «نړۍ د سوداګرۍ لارې پرانیزي، خو زموږ پر مخ دروازې تړل شوې دي. که کوم جرم مو کړی وي، نو واضح دې شي. موږ نور چوپ نه پاتې کېږو.»

دوی حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د جون تر ۳۰مې پورې دا دروازه خلاصه نه‌شي، نو د ټولو دولتي ادارو مخه به ونیسي او اعتراضونو ته به دوام ورکړي.