• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خېبر پښتونخوا؛ په لکي مروت ولسوالۍ کې د امن کمېټې ۳غړي وژل شوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱

خراسان ډایري راپور ورکړی چې د خېبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ اړوند شاه بخیلو سیمه کې د امن کمېټې ۳تنه غړي د نامالومه وسله والو له لوري وژل شوي دي. پولیسو د وژل شویو کسانو نومونه سلیم خان، صلاح الدین او دستګیر ښوولي دي.

لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو په سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک پراخ فعالیتونه لري او وخت ناوخت پر پوځيانو هم بریدونه کوي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

•
•
•

نور کیسې

اتحاد المجاهدین ډلې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د شوي برید مسوولیت منلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د اتحاد المجاهدین پاکستان په نامه یوې وسله والې ډلې د خېبربښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په خبرپاڼه کې یادې ډلې پاکستاني نظامیانو ته د ځاني او مالي زیانونو د اړولو ادعا کړې ده.

ځايي سرچینو نن شنبې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خېبر پښتونخوا په سوېل لوېدیځ شمالي وزیرستان کې او د غلام خان بندر ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو پر نظامي کاروان ځانمرګی برید کړی . په دې برید کې شپږ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو وویل، چې ټپیان د میرانشا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ځانمرګی بریدګر پر موټر سپور و او د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان یې برید کړی دی.

دوی همدراز زیاتوي په ټپي شویو کې د درېیو کسانو حالت نازک ښودلی و.

د خېبرپښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې په یوه چاودنه درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د لاسي بم له امله د کباړ په یوه دوکان کې رامنځته شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د ژغورنې ادارې په وینا، د چاودنې وروسته سمدلاسه د ژغورنې عملیات پیل شوي دی او جسدونه او ټپیان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په چاودنه کې وژل شوي کسان د رویداد، امین الله او هارون په نوم پیژندل شوي.

د پیښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې ده، پداسې حال کې چې امنیتي ادارو سیمه محاصره کړې او د نورو شواهدو راټولول یې پیل کړي دي.

تراوسه هېڅ کومې وسلوالې ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستي.

خېبر پښتونخوا کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې ویلي، چې د تېرو اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ایالت کې شاوخوا ۲۳ کسان مړه شوي دي. دغه اداره وايي چې وروستیو سېلابونو د خېبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې زیات زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د نږدې شل کسانو مړه کېدو پېښې ته توند غبرګون ښودلی او وايي، یاده پېښه د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.

تردې مهاله په یادو سېلابونو کې د نږدې شل کسانو د ډوبېدو خبر ورکړل شوی دی.

ځانمرګی برید؛ شمالي وزیرستان کې د وژل‌ شویو پاکستاني پوځیانو شمېر ۱۳ کسانو ته لوړ شو

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۰۷ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د یوه ځان‌مرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

اسوشیټېډپرېس شنبه (جون ۲۸مه) د یوه پاکستاني پوځي چارواکي په حواله زیاته کړې چې په دغه برید کې ۱۹ ملکیان هم ټپیان شوي دي. دا برید د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان شوی دی.

بل‌خوا، د یادې سیمې ځايي خبریالان وايي چې په دغه ځان‌مرګي برید کې ۱۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي اړوند حافظ ګل بهادر ډلې په یوه بیان کې د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د دغه ځان‌مرګي برید مسوولیت منلی دی.

یاده ډله ادعا کوي چې د لسګونه پاکستاني پوځيانو د وژنې سربېره د یوه زغروال ټانګ او نورو پوځي تجهیزاتو د له‌منځه تلو ادعا کړې ده. په بیان کې ویل شوي چې دا برید یې د شمالي وزیرستان په هرمز سیمه کې پاکستاني پوځ له‌خوا د ماشومانو د وژل کېدو پېښې په غبرګون کې د غچ‌اخیستنې په موخه کړی دی.

د‌پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

‏ورښتونه او سېلابونه؛ د ننګرهار په لعلپورې کې پنځه سوه جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۵۸ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي وايي چې د دغه ولایت دلعلپورې ولسوالۍ په ګلډاګ، ګرداوې، شاکوټي، چکنور او نورو سيمو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله پنځه سوه جريبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د دې ورښتونو او سېلابونو په ترڅ کې د جوارو، مرچکو او نورو ترکاریو کروندې زيانمنې شوي او بزګرانو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

‏په ننکرهار کې د طالبانو ولایت مقام د رسنیو دفتر په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دې ولسوالۍ کې يو شمېر استنادي دېوالونه او فرعي سړکونه هم تخريب شوي دي.

طالبانو له مرسته‌رسوونکو ادارو او خيريه بنسټونو نه غوښتي چې د بيارغونې او بزګرانو سره د مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختو توپانونو، ورښتونو او سېلابونه له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.