• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خېبر پښتونخوا کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې ویلي، چې د تېرو اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ایالت کې شاوخوا ۲۳ کسان مړه شوي دي. دغه اداره وايي چې وروستیو سېلابونو د خېبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې زیات زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د نږدې شل کسانو مړه کېدو پېښې ته توند غبرګون ښودلی او وايي، یاده پېښه د صوبايي حکومت د بیغورۍ له امله رامنځته شوې ده.

د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.

تردې مهاله په یادو سېلابونو کې د نږدې شل کسانو د ډوبېدو خبر ورکړل شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، تېره اونۍ «۱۷ مېرمنې» له اجباري نکاح او کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۳ GMT+۱

د‌طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې په تېره اونۍ کې یې محتسبانو د ښځو اړوند «۱۷ بېلابېلې دوسیې» څېړلي او د حل لارې یې ورته موندلې دي. کورنی تاوتریخوالی او په زوره نکاح د دغو شکایتونو برخې ګنل شوي.

د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۷مه) یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې یوازې په لغمان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې یې «۷مېرمنې» له اجباري نکاح څخه ژغورلي دي. طالبانو ادعا کړې چې له دې سره یې ښځو ته خپل حقوق ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي، ملا هبت الله تر اوسه پورې د ښځو اړوند «۸۰ فرمانونو» صادر کړي چې د دوی ژوند، حقونه او ازادۍ یې په کې سختې محدودې کړي دي. طالبانو د خپلې اونۍ واکمنۍ له پېل راهیسې د زده کړو،‌ کار، سفرونو او ورزش تر څنګ په بېلابېلو برخو کې پر ښځو یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

که څه هم نړیوالې ټولنې له دغه ډلې غوښتي چې د ښځو په تړاو دې خپل دریځ نرم کړي، خو پر افغانستان واکمنو نه یوازې دغو غوښتنو ته چندان پاملرنه نه ده کړې، بلکې خپلې سختدریځه تګلارې او بندیزونه یې لا نور ډېر کړي دي.

شمالي وزیرستان کې ځان‌مرګی برید؛ پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ په خدي سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینو ویلي چې په چاودنه کې یو کور هم نړېدلی چې له امله یې د څلورو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکيان ټپیان شوي دي. ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو یې روغتیايي حالت ناسم ښودل شوی دی.

پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د سیمې اوسېدونکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي. د پیښې په تړاو ځايي پولیسو خپلې څېړنې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» په یادو سیمو کې پراخ فعالیتونه لري.

پاکستان د محرم د ۱۰ ورځو تر پایه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل وځنډاوه

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی چې د محرم په موده کې د امنیتي او مذهبي اندېښنو له امله له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د ایستلو د ټاکل شوي ضرب‌الاجل وروستۍ نېټه په موقت ډول ځنډول شوې ده.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې د محرم تر لومړۍ لسیزې وروسته به د ایستلو پراخ عملیات یو وار بیا پیل شي.

ورته مهال ویل کېږي چې د پاکستان فدرالي حکومت به ډېر ژر د دغه بهیر د غځېدو یا د نویو مقرراتو د جوړېدو په اړه بیان خپور کړي.

دې سره جوخت، د پاکستان امنیتي ځواکونو د جعلي هویت اسنادو، ناقانونه تابعیت او د هغو شکمنو دولتي کارمندانو پر وړاندې چې له افغانانو سره اړیکې لري، عملیات پیل کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر افغانانو د ځینو پاکستاني سوداګرو د نومونو په کارونې سره جعلي اسناد ترلاسه کړي او په دې تړاو یې څېړنې روانې کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې د پاکستان فدرالي حکومت له‌خوا د پي‌او‌ار (PoR) کارټ‌لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

پښتون لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز شیرین یار یوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د عوامي نیشنل ګوند غړی، پښتون شاعر، لیکوال او قامي مبارز شیرین یار یوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. یوسفزي ته نږدې سرچینو تایید کړې چې نوموړی د معدې په سرطان اخته وو او د شپې پر مهال ومړ.

شیرین یار یوسفزی، چې د صوابۍ اوسېدونکی و، د عوامي نیشنل ګوند یو فعال غړی او روشن فکره پښتون شخصیت وو. هغه په پښتونخوا کې د خپلې سیاسې او ټولنیزې مبارزې له امله محبوبیت لره او د پښتنو د حقونو لپاره یې غږ پورته کړی و.

یوسفزی د پښتو ادب یو وړ لیکوال او شاعر هم و، چې د خپلو لیکنو او شعرونو له لارې یې د پښتو کلتور او ټولنې ته ځانګړې خدمتونه کړي. هغه د خپلې مبارزې په ترڅ کې نه یوازې د پښتنو د پرمختګ لپاره، بلکې د ټولنې د ځوانانو لپاره هم ډېرې هڅې کړي.

شیرین یار یوسفزي د قامي مبارز په توګه له ګڼو ستونزو سره مخ و. په ۲۰۱۲ کال کې، هغه د یوولس کلن زندان څخه خوشې شو، که څه هم د اعدام پرېکړه یې شوې وه، خو وروسته یې قضیه وګټله. هغه په خپل ژوند کې ډېرې ستړې وګاللې، خو تر وروستۍ شیبې فعال مبارز پاتې شو.

منظور پښتین: غلام قومونه نه خوندي دي او نه د انسان په حیث پېژندل کېږي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، چې غلام قومونه نه خوندي دي او نه ورته د انسان په نظر کتل کېږي. نوموړي په لکي مروت کې د پوځ له لورې د بې ګناه ملکي کسانو وژونو ته په اشارې ویلي، چې «پنجابي پوځ» ته د غلام قوم امن هیڅ مهم نه دی او د سېمو د بدنامولو هڅې يې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «په سوات کې د ماشومانو، تورسرو او سړو د مرګ په خوله کې په ظاهره سترګو سرکار لیدل، خو د بچ کولو هڅې یې نه کولې.»

نوموړي ویلي، چې په لکي مروت کې د ۱۶ بې ګناه ماشومانو، ښځو او سړیو باندي د پاکستان د ډرون برید پاکستان ته معلومه وه چې پښتانه وژنې.

نوموړې زياته کړې: « پنجاب (عرف پاکستان) دومره بې وسه دی چې د دوی په قبضه کې پښتنې او بلوڅ سیمو کې امن نشي راوستلی، بلکې د غلام قامونو امن دوی ته هېڅ مهم نه دی بلکه هلته جنګ او مرګونې پېښې د هغو سیمو د لوټلو یا د سیاحت د بدنامولو سبب ګرځي.»

د پښتین په خبره، چې پاکستان اداره پښتانه د پارلماني دوو څوکيو په جنجال یو د بل پر ضد درولي او خپلې ګټې خوندي کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې ولسي پاڅونونه د ظلم څخه د خلاصېدو لار ده.

هغه لیکلي: «باید په لوی لاس د ملت د قاتلانو څخه د جاهلو هیلو تمو پر ځای د حقیقت منلو هڅه وکړو، او د مفاهمت او د غټانو د ذاتي ګټو لپاره د رښتیاوو سره میکس شوي دروغجنو افکارو خپرولو پر ځای، خپل ملت ته د خپلواکۍ سمه، تاریخي او حقیقي مفکوره خپره کړو.»

منظور پښتین تر دې وړاندې هم څو ځله پر ولس ږغ کړی، چې د پاکستان د ظلمونو په وړاندې ودرېږي او خپل حق تر لاسه کړي.