یورو اېشیا وېبپاڼې په یوې تحلیلي مقاله کې ویلي، د روان زېږدیز کال د مئ په میاشت کې د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د سي پېک د غځېدو په تړاو خبرې یو داسې اقدام دی، چې د سیمې اقتصادي ودې لپاره یې یو نوی باب پرانېستی دی.
مقاله کاږي، دا هڅه په یوه داسې سیمه کې ترسره کېږي چې تاریخ یې د بېباورۍ، سختدریځۍ او بهرنیو لاسوهنو څخه ډک دی چې دا چاره که څه هم یو فرصت ګڼل کېږي؛ خو هممهاله یوه لویه ننګونه هم ده.
په داسې حال کې چې د مئ میاشتې په لومړیو کې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی و او ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمې له سختې نا امنۍ سره مخ وې؛ هممهاله بېجینګ د یوه ښه منځګړي او ټیکاو راوستونکي په توګه دغه کړکېچ کې رول ادا کړ.
نه یوازې یې د CPEC د پراخېدو ملاتړ وکړ؛ بلکې هڅې وشوې چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته فعالې شي او تر دوو کلونو وروسته دواړو هېوادونو خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړې کړې.
وړاندې لیکل شوي، بلوچستان چې د CPEC جیوپولیټيکي او لوژستیکي زړه بلل کېږي؛ لا هم یوه کړکېچنه او ناکراره سیمه ګڼل کېږي.
دغه ایالت سره له دې چې د غني کاني زېرمو خاوند دی؛ خو له سختې بېوزلۍ، انزوا او وروسته پاتې والي سره مخ دی.
د ګوادر بندر، چې د CPEC د ګران بیه ګاڼې په توګه پېژندل کېږي، خپله د دې تضاد سمبول دی. ځايي کب نیوونکي لکه جمال پیر بخش شکایت کوي، چې د بندر جوړښت او ختیځ سړک یې د دوی دودیز بازارونه له منځه وړی او د بدیل لپاره یې هېڅ ډول پلان نشته.
د اقتصادي ګټې ناسم وېش او د ولسي خلکو له پامه غورځېدل په سیمه کې د سختې ناراضۍ لامل شوې. وسلهوالې ډلې لکه د بلوچستان ازادۍ پوځ یا بلوڅ بېلتون غوښتونکي (BLA) او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) اوس د تاوتریخوالي ځانګړي لوبغاړي ګرځېدلي دي، چې پر ملکي وګړو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو وژونکې بریدونه کوي.
د «نړۍوال ترهګرۍ شاخص» د ۲۰۲۵کال د راپور پر بنسټ؛ پاکستان د ترهګرۍ له اړخه تر افغانستان وروسته دویم مقام لري.
یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۰۰۰ زیات ترهګریز بریدونه پاکستان کې ثبت شوي، چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې د BLA او TTP له لوري ترسره شوي دي. شنونکي دا بریدونه تصادفي نه بولي.
پاکستاني او چینایي چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د هند قونسلګرۍ له بلوڅ بېلتون پالو سره مالي او وسلهواله مرسته کړې او دا د هند د چین د مهار د ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کېږي؛ ځکه چې هند CPEC ته د سیمې د جیوپولیټيکي توازن لپاره یو ګواښ ګڼي.
یاده وېبپاڼه باور لري، له دې ټولو ګواښونو سره، سره په سي پېک کې د افغانستان ګډون ګټې او ګواښونه دواړه لري.
افغانستان له پخوا راهیسې په بېلابېلو پروژو لکه د TAPI ګازو نللیکه او CASA-1000 برېښنا پروژه کې د ټرانزیت رول لاره؛ خو د دغه هېواد پرلهپسې بېثباتي د اوږدمهاله پانګونې مخه نیسي.
چینایي کارپوهان هم دا نظر لري، چې د CPEC دوه اړخیز ماډل باید بیا طرحه شي او دغه پروژه دې د یوه سیمهییز مشارکت د چوکاټ بڼه غوره کړي چې افغانستان په کې یوازې یو جغرافیایې دهلېز نه؛ بلکې یو ګټور ګډونوال وي.