د جي۷ ډلې غړو هېوادونو په ایران کې د رافایل ګروسي د نیولو او اعدام غوښتنې غندلي دي

د جي۷ ډلې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییل او ایران ترمنځ له اوربند څخه ملاتړ کړی او غوښتنه یې کړې، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یوې موافقې لپاره خبرې بېرته پیل شي.